مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : افسر
عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .ستر علمي او روحاني شخصيت
و ستر ديني عالم فخر أفغانستان علامه أبوالفضل صاحب ، او عاليقدر خالد هادي صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله
زما پوښتنه داده بعضی ښځی (اسم الله ) او داسی نوری غاړه کی ګانی چی په هغی کی د الله ( ج ) نوم لیکلی وی په غاړه کوی او دی سره بیت لخلا ته ځی دا څه حکم لری ګناه ده او که نه ؟
الجواب و هو الملهم للصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه که يوشخص وصحراګښت ته تلئ دده په جيب کښي معظم اوعزتمندشي وولکه نوم دالله(جل جلاله)يانوم دسيدنامحمد(صلي الله تعالي عليه وسلم)وويانوم دبل نبي يادملائکه وو وو نوددې شي وبيت الخلاته وړل په داسي حال کښي چي پټ وي پروانلري،خوکچيري لوڅ وي نووبيت الخلاءته وړل يې مکروه اومنع دئ.نوکه انګشترئ اوګوتمئ باندی دالله پاک نوم وي نوکه دغه نوم دورغوي وخواته سي اوپټ سي نوبياپروانلري.همداډول په غاړګي که دالله پاک نوم وي چي دبیت الخلاءپه وخت کښي په پړوني ياپه بل شی غاړګئ پټه کړه شي نوبياباک نلري.
طحطاوي شرح مراقی الفلاح،ص۳۰.
والسلام ومن الله التوفيق