فتوی نمبر (۵۷۹) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي:حكمت الله او غلام نبي.
اسلام عليكم ورحمته الله و بركاته!
هيله ده چي جوړ روغ او د ښه صحت درلودونكي به ياست.
محترما:
موږ هر يو حكمت الله او غلام نبي د كندهار ولايت د پنځمي ناحيي اوسيدونكي ستاسو محترم څخه يوه پوښتنه چي ډير عمر زموږ په ذهن كښي راكرځي درڅخه كوو هيله دي چي جواب يي راته راكړي.
دا خو مو اوريدلي دي چي عكس اخيستل د اسلام په څپيڅلي دين كښي يو ناوړه او ناروا عمل دي، خو بعضي خلګ بيا وايي چي هر هغه عكس چي څلور اندامه يي پوره نه وي يعني فقط د مخ عكس وي هغه بيا مشكل نه لري ولي .
اوس كه چيري تاسو دا هدايت وكړي چي نيم عكس او يا هم پوره عكس كه څوك په كمره سره واخلي او يا يي هم په خونه كي كښيږدي حكم يي څه دي، او كه چيري تاسي متوجه ياست اوس په هندوستان هيواد كي د پيس ټي وي په نامه يو تلويزيون فعاله سويدي چي په ټوله دنيا كښي د اسلام د مقدس دين په باره كښي تبليغ كوي چي دا كار يي موږ هم ستايو. الله جله جلاله دي دوي ته په دنيا كي نور وس او توان وركړي او په اخرت كښي دي جنتونه ور په برخه كي. ډاكټر ذاكر :نايك: چي يو نابغه دي په دين كښي يي ډي زحمت كښلي دي. د دغه چينل موسس دي سوال مي دادي چي دوي خو دعكسونو با وجود چي په بازار كي پر سي ډيو او كتابونو باندي وي په تلويزيون كښي يي هم عكسونه ليدل كيږي. كه پر دي موضوع يو څه رڼا واچوي او خپل قيمتي وخت په ضايع كولو سره زموږ پوښتني ته جواب راكړي ډيره مهرباني به مو وي.
الله جله جلا له دي يي په دنيا او آخرت كښي ثوابونه دركړي.
وسلام
الجواب و هو الملهم للصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره!دلته درې خبري دي :
يودخپل ځان فوټواوعکس اخيستل دموجوده الاتوپه ذريعه دي اويايې په لاس جوړول دي اوبل وبل چاته تصويروراخیستل دي داخومطلقاپه شريعت کښي نارواکاردئ په دې شرط چي دذي روحه شي وي،اودارنګه په دې شرط چي يوواقعی ضرورت نه وی ورته حتي هغه څوک چي خلګوته په پيسوعکسونه دالاتوپه ذريعه وراخلي نوهغه دپيسوحقدارنه دئ اوپيسې ورکول جائزنه دي.
خوبهرحال داکارحرام دئ که سړي وبل ته عکس ورترتيبوي اوکه خپل عکس اخلي چي ورته مجبورنه وي،لکه مثلادحج دپاسپورټ،شناخت کارډ،تذکره وغيره په وجه چي سړي ورته مجبورګرځي نوعکس اخيستل ورته روادي،که څه هم يوازي دسرعکس وي يادنيمي بدن وي اويابيخي کوچنی عکس وي.
اويودعکس استعمال دئ،مثلاديوچااخيستل سوئ عکس دئ وتاته په لاس دررغلئ ياپريوجامه باندي عکس وو نودلته څه تفصيل په کښي موجوددئ هغه دادئ:
که دغه عکس بيخي کوچني ووپه دې ډول چي ته داعکس پرمځکه کښېږدي اوته په ولاړه ورته وګورې نواندامونه يې نسي صحيح کولائ اوياناقص ووپه دې ډول چي له هغه نقصانه سره سره په خارج کښي هغه حيوان ژوندي نسي پاته کېدلائ،اويامکمل صورت ووخواستعمال يې دعزت په ډول نه ووبلکي داهانت په ډول وو،مثلاپرمځکه دغه تصویرجوړسوئ وو،ياپه غوړېدلي فرش باندي داتصويرختلئ وونودغه استعمال اوکارول جائزدي.
اوکه ددغه عکس استعمال په داډول ووچي هغه دتعظيم ډول وو،مثلا په خونه کښي پرديوال باندي راځړېدلئ وو ياختلئ وونودغه ډول استعمال يې رواندئ.
کوموعلماووچي دنيمي عکس اخيستل ياجوړول بې له ضرورته جائزبللئ دئ نوهغه کوم شرعي دليل نلري.
اوستاددې بلي خبري په جواب کښي دادرته وايم چي صحيح مسلمانان هغه دي چي په څلورومذهبوکښي ديوه مذهب تابع وي اوخبره هم بايددهغه عالم ومنل سي چي هغه عالم دهغه مذهب تابع وي کوم چی دي دهغه مذهب تابع دئ،کوم څوک چي مقلدنه وي په څلورومذهبوکښي ديوه تابع نه وي نومذهبي خلګ بايددهغه وهيڅ شي ته اعتبارورنکړي ـ
زموږدګران هيوادافغانستان مسلمان، ملت اودارنګه دپاکستان مسلمانان دامام اعظم ابوحنيفه(رحمه الله تعالي)مذهبيان دي،نوپه دې وجه دوئ بايددين له هغوعلماووڅخه زده کړي چي هغه دامام ابوحنيفه رحمه الله تعالي اتباع وي.
دعکسوپه ارتباط چي کومه فتوامادرته وليکله نوپه دې اړه داکتابونه وګورئ:
ــــــــــــــــ
ابن عابدين/۴۳۶،۴۳۷/۱،شرح منح الجليل/۱۶۶/۲،اسني المطالب/۲۲۶/۳،تحفة المحتاج /۴۳۴/۷، کشاف القناع/۱۷۱/۵،حاشيه باجوري/۱۳۱/۲،کفاية المفتي/۲۳۳،۲۳۶/۹
والسلام ومن الله التوفيق.