زموږنبي پرمجموع نبيانوهم لکه پرهريوه افضل دئ:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47360

دخبریدو نیټه : 2012-02-10


فتوی نمبر (۵۷۴) .


مفتي:
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:مولوي جلال الدين.
مولوي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،الله پاک دي درته مضاعف اجرونه درکړي،زماپوښتنه داده چي حضرت محمدصلي الله تعالي عليه وسلم لکه څرنګه چي پرهرنبي باندي افضل دئ نواياچي ټول نبيان په مجموعي حيث سره واخلې نوپرمجموعوانبياووباندي هم افضل دئ اوکه څنګه؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره په دې باره کښي دعلماووترمنځ څه ناڅه اختلاف موجوددئ:علامه آلوسي ذکرکړي دي چي دحنيفيه وو اوشافعيه وو په منځ کښی په دېباره کښي اختلاف شائع ګرځېدلئ دئ چي داسلام پيغمبرترمجموع دانبياوواودارنګه ترهريوه نبي تردواړوافضل دئ اوکه يوازي ترجميع يعني ترهريوه نبي افضل دئ نه ترمجموع.
اوخفاجي هم په شرح دشفاءکښي/۳/۵۲۳هم په دې باره کښي اختلاف ته اشاره کړئې ده خوغوره اومختاره خبردمحققينودمحدثينواوداولياووکراموپه نزدداخبره ده چي زموږمبارک نبي(صلي الله تعالي عليه وسلم)ترمجموع دانبياووهم افضل دئ لکه څرنګه چي ترهريوه افضل دئ.
انظرالفتح/۲۱۴.
والسلام ومن الله التوفيق ـ