ولي زموږنبي په مسجداقصي کښي دانبياووامام سو؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47361
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-02-10


فتوی نمبر (۵۷۵) .



ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:حبيب الله،کنړ
جليل القدرعالم ابوالفضل صاحب سلامونه اونيکي هيلي موومنه.
ستاسوددې خدمت اجرله الله پاک څخه غواړو.الله پاک دي تاسواودبېنوامسئول اوکارکونکوته بي شماره اجرونه نصيب کړي.
په دې کښي څه حکمت وو چي نبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم دمعراج په شپه په مسجداقصي کښي دانبياووامام سو نه په مسجدحرام کښي؟

 الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره په دې کښي اصلي الهي حکمتونه خوالله(جل جلاله)ته معلوم دي خوعلماءکراموددې يوسراوحکمت په دې ډول ذکرکړئ دئ چي په شريعت کښي دامسئله ده چي يوعالم چي دبل عالم ومسجدته ورسي ياديوعالم وکورته ورشي نودَيْ به هلته امامت نه ورکوي بلکي دکورخاوندعالم اويادمسجدپه امام پسي به لمونځ کوي که څه هم هغه اجازه ورته وکوي بياهم ښه کاردادئ چي دَيْ لمونځ ورنکړي نومسجدحرام خودنبي عليه السلام دامامت ځائ وو اوبيت المقدسدنوروانبياوودامامت ځائ وو نوکله چي دَيْ مبارک په بيت المقدس کښي دالله پاک په حکم دانبياووامام سوکوم چي دهغوانبياووځائ وو نودې کار په لوړه کچه افضليت اوبهتري دده مبارک ښکاره کړه له دې څخه که چيري دي مبارک په مسجدحرام کښي ددوئ امام سوي وای.
والسلام ومن الله التوفيق ـ