بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
په دې خبره باندي زموږدټولومسلمانانوعقېده اوپوخ باوردی چي دانسانانوسره به هرومروحساب کيږي،دوی له دې څخه هيڅ چاره هم نه لري،له حساب څخه انسان ځان هم نشي خلاصولای،داسي يوه ورځ به راځي چي په هغه ورځ به دانسان ټول کړه وړه تلل کيږي،دهغومطابق به بياورته بدله ورکول کيږي که يې عمل سم وو،نوبدله به يې هم سمه وي،ثوابونه به يې په برخه وي اودده دسموکړوپه بدل کي به ورته تلپاتې نېکمرغي اوخوشحالي ورپه برخه شي.
خوکه دچاعمل خراب وو،نعوذبالله من ذلک)نوبيابه هم دده دعمل مطابق بدله ورکول کيږي،نوبيادمجرمانولپاره الله پاک داسي عذابونه تيارکړي دي چي بيابه په هغوکي غمجن اوپرېشانه وي خوهيڅ چاره به هم نه لري،داسي لوری به هم نه وي چي په هغه لوري ولاړشي اوله عذابه خلاص شي،نه به بيداري کارکوي،نه به واسطه کارکوي،تع به روپۍ فائده ورته کوي،نه به رشوت ترې اخيستل کيږي اونه به قوم کارورکوي الله رب العالمين په خپل مقدس کتاب کي فرمايي:
{وَإِنَّ الدِّينَ لَوَاقِعٌ} [(6) سورة الذاريات] (يقينًاجزااوحساب ضرورواقع کېدونکی دی)
په دغه آيت مبارک کي الله پاک فرمايي چي جزااوحساب خامخاکېدونکی دی يعني له هرچاسره به کيږي که نېک عمله وي اوکه بدعمله. په صحيح حديث کي راغلي دي ((من نوقش الحساب عذب)) يعني دچاسره چي حساب وشو،نوهغه ته عذاب ورکول شو.
حضرت عائشې رضی الله عنهاله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه
چي ددې آيت څه مطلب دی چي الله تعالی فرمايي-: {فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا} [(8) سورة الانشقاق](چي الله پاک دهغه چاپه هکله
فرمايي چاته چي عملنامه په ښې لاس ورکول شوه:نوزردی چي اسانه حساب به ورسره وشي)يعني الله پاک خوفرمايي چي دهغه چاسره به هم حساب کيږي چاته چي عملنامې په ښي لاس ورکول کيږي،په داسي حال کي چي هغوی خوجنتيان دي،عذاب نه ورکول کيږي .
اوته وايې چي دچاسره حساب وشوهغه ته عذاب ورکول شو؟رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:((ذلكِ العرض)) داورپېشېدل دي)يعني دادقيق حساب نه دی،يوازي اعمال به ورته پېش کړی شي،ددې لپاره چي الله پاک خپله مهرباني ورښکاره کړي،ورته به ووايي
ألم تفعل يوم كذا كذا؟ ألم تفعل كذا؟ ألم تفعل كذا؟
په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟ په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟
په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟
نوله دې وروسته به دابنده ډېرووېرېږي چي دااعمال مي بربادنه شي نوالله -جل وعلابه ورته وفرمايي-: ((أنا سترتها عليك في الدنيا، وأغفرها لك الآن)) (ماپرتاباندي په دُنياکي پرده اچولې وه اواوس درته داگناوي دربخښم)!!
نودحساب په کېدنه کي کوم شک نشته،خوليکن تول اوبدلې به توپيرسره لري،بيادحساب نتيجه به يادنېکيوزياتوالی وي،نوبرخليک به يې جنتونه اوخوشحالۍ وي.
اويابه په پايله کي گناوي زياتي راووزي نوبرخليک به يې عذابونه وي(اعاذناالله من ذلک) اويابه په پايله کي نېکۍ اوبدۍ سره برابري راووزي بياهم نېکمرغي ده.
ځيني خلگ به داسي وي چي حساب به سخت اودقيق ورسره کيږي،نودابه هم ددوی لپاره بربادي وي ځکه دده عملونه که هرڅومره ډېروي،خوليکن بياهم دالله پاک ديوه نعمت هم پوره حق نه شي اداکولای.
ځيني خلگ به داسي وي چي اسانه حساب به ورسره کيږي داپه حقيقت کي هغه څوک دي چي په دُنياکي له ځانه سره حساب کوي لکه څنگه چي په حديث کي په دې کارامرشوی دی چي
((حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا))
(دخپلوځانوسره حساب وکړئ مخکي له دې چي ستاسوسره حساب وشي) په دې سره به انشاءالله تعالی له ډېروگناهونوڅخه انسان راوگرزوي الله رب العالمين په قرآن کريم کي فرمايي:
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍواتقُوالله َ اِنَ اللهَ خَبِيربِمَاتَعمَلُونَ}
[(18) سورة الحشر]) اې اېماوالو!وېره کوئ له الله پاک څخه اوفکردي کوي هرنفس دهغه عمل چي دسبالپاره يې لېږي،اووېره کوئ له الله پاکه،يقينًاالله تعالی خبرداردی په هغه عملونوسره چي تاسويې کوئ) په دغه مبارک آيت کي الله پاک درې امرونه مؤمنانوته کړي دي:
۱: اتَّقُوا اللَّهَ مرادله دې څخه تقوْی له ايمانياتوڅخه ده،يعني له هرقسم شرک اوکفرڅخه ځان وساتئ.
۲: وَلْتَنظُرْنفس ماقدمت لغدمطلب دادئ چي له ځانوسره حساب وکړئ اودحق اوباطل په مينځ کي توپيروکړئ.
۳:لغَدمرادترېنه ورځ دحساب ده.
غدپه محاوره دعربوکي راتلونکې ورځي(سبا)ته ويل کيږي،نوپه دې کي اشاره ده دې خبري ته چي ټول عمرددُنياديوې ورځي په څېردی اوسباته قيامت دی.!!
نوپرانساب باندي لازمه ده چي دخپل ځان سره دقيامت دورځي ترحساب مخکي حساب وکړي،که داکاروکړي نوپه دې کي به يوه ډېره لويه فائده ورته وشي،ځکه چي په دغه حساب کي يې نتيجه ورته غلطه معلومه شي،نوبياسباته هغه کاربيانه کوي،
دبېلگي په ډول چي ماښام دځان سره داسي حساب شروع کړي چي په نن ورځ کي دي څومره لونځونه کړي دي؟څورکعاته دي په جمعي سره نيولي دي ؟اوڅومره دي نه دي نيولي؟
سنت دي کړي دي اوکنه؟څومره دي نفل کړي دي؟څومره دي ذکرکړی دی؟
همدارازدگناهونوپه هکله داسي له ځان سره حساب کول چي څومره نافرماني رانه شوې ده؟اوڅومره ددين مطابق چلېدلی يم؟
څومره غيبت رانه شوی دی؟څومره مي مسلمانانوته تکليف رسولی دی؟څومره مي مسلمانانوته فائده وررسولې ده؟
که داسي حساب له ځان سره انسان جاري ساتي نوانشاءالله تعالی انسان کنترول شي اواعمال به يې دشريعت مطابق وگرزي .
وصلی الله تعالی علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام
فاضل جامعه عربيه احسن العلوم کراچي