ژباړه : رحمت آریا
جنوري ۲۹ ، ۲۰۱۲
لېکوال : بروس ریچارډسن
په جنگي جنایاتو د تورنو نازیانو له اعدامولو دوې مېاشتې وروسته د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې خپله (۱) ۵۹ پریکړه منظور او اعلان ېې وکړ چې :
د مالوماتو آزادي د لېوالتیا او ظرفیت د اړینو توکو « عناصرو» غوښتونکې ده؛ د همدغو اړینو توکو پر بنسټ ده چې د مالوماتو د آزادۍ امتیازات د چا له ربړولو او ځورولو پـرته پلي کېدای شي. د مالوماتو آزادي یو ساده او بنسټېز ریاضت غواړي، دا بنسټېز ریاضت اخلاقي ژمنه « مکلفیت» ده تر څو د حقایقو پلـټـنه له بې ځایه پـَـلــَویتوب پرته تر سره او د پوهنې ډیوې له بدغوني نیت پرته خپره شي.
د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې په راتلونکي کال کې یوه بله پرېکړه منظور کړه، دا ۱۱۰ شمېره پرېکړه وه. دغې پرېکړې د پروپاگند هره بڼه چې په هر هېواد کې وي په کلکه وغندله، پرېکړه لېک ټینگار کوي : هر ډول پروپاگند چې سولې ته د هر ډول گواښ د رامنځته کولو ، د پرگنو پر سوکالۍ [1] باندې د برېد او یا لمسون او تیري لپاره ډیزاین او یا د یادو شویو ټکیو پر وړاندې د شوني پارَونې لپاره تر لاس لاندې نېول کېږي په کلکه غندي.
د نړۍ ډېرۍ قضاﺋـي حوزې لا تر اوسه پروپاگند د یوه جنگي جنایت په توگه مني. همدا لامل دی چې د راوندا نړۍ والې جناﺋـي محکمي څو تنه ژورنالیستان د جنوساید [2] د پارَونې په تور محکوم کړل. یو شمېر کوښښونه روان دي چې پروپاگند په حقوقي - عدلي اډانې کې د یوه جنگي جنایت په توگه تعریف او ومني خو ددغو کوښښونو پر وړاندې کلک مقاومت روان دی په ځانګړې توگه د امریکا د متحده ایالاتو له خوا مقاومت یادولای شو، همدا لامل دی چې [ پروپاگند د جنگي جنایت په توگه] په خپل تعریفي اړخ کې له ننگونو سره مخامخ شوی دی. خو پروپاگند په ټولو حقوقي اصطلاحاتو کې زښته روښانه تعریف شوې بڼه لري؛ که د جنوساید لپاره پارَوَنگ جنایت بلل کېږي نو د تیري لمسَوَنگ او د نورامبرگ د بل جنایت د راپاروَنگ لپاره هڅې هم باید جنایت وبلل شي.
هغه ونډه چې د امریکا لویو رسنیو پر افغانستان باندې د بېړني او ناببره یرغل په شپو ورځو کې تر سره کړې په څرگنده په ډاگه کوي چې ټولو ېې په برالا خپلې غاړې د بوش ادارې ته ټېټې او د ټولنې پر وړاندې ېې خپلې ټولې بنسټېزې ژورنالیستیکې پازوالۍ شا ته پرېښودلې. ددې تر څنگ ډېر شمېر ژورنالیستان د هېواد مشرۍ د ادارې غوښتنو ته په گونډو شول او وېې پتېېله د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په هکله به هېڅ ډول منفي ټکي نه لېکي. د ژورنالیستانو پازوالي نه یوازې د ملگرو ملتونو د (۱) ۵۹ پرېکړه لېک [3] په متن کې رانغاړل شوې بلکه د کارپوهو ژورنالیستانو د ټولنې د چال چلند او دود په قانون [4] کې هم یاده شوې چې وايي : دا د ژورنالیستانو دنده ده چې له ټولو راغلو سرچېنو څخه د راغلو مالوماتو ځېروالی ځانته څرگند او په ټولې بږرکې پاملرنې دې ځان د لوی لاس « عمدي » له تیروتنو څخه لېرې وساتي.
د نورامبرگ په یوې محکمې کې چې پروپاگند د یوه جنگي جنایت په توگه محکمه کېده د محکمې څارنوال گریفیټ جانز[5] جرمن ژورنالیست جولیس سترایشر [6] ته داسې وايي :
دا سترایشر وو چې ددغو جنایاتو شونیوالی ېې رامنځته کړ.... که سترایشر او دده په شان نور کسان نه وای داسې جنایات به هېڅکله نه ول رامنځته شوي، دا دوی ول چې د جنایاتو د تر سره کېدا شوني والی ېې رامنځته کړ. د نازیانو د پرو پاگند وزیر جوزف گوبلز چې د نازیانو په جنایاتو کې ېې خپله کرغېړنه ونډه تر سره کړې وايي : درواغ ښه وپړسوي، غټ ېې کړﺉ ، ساده بڼه ورکړﺉ، په تکرار تکرار ېې ووایاست او په پای کې خلک ورباندې باوري کېږي.
عدلي ډلې د نورامبرگ د محکمې مخې ته د پروپاگند کرغېړنه ونډه په روښانو ټکیو تصدیق او هم د لوی او نامتو نازي مشر، غـَیش مارشل هرمن گوغي،[7] « د غیبي – ژ» محکمې په لړ کې عدلي څارنوال « مدعي علیه» د شواهدو په وړاندې کولو وویل :
زه د معاصرو او هغو جگړو تر څنگ چې ښکېلې خواووې په کې خپل ټول ځواکونه او پوتنسیل په خوځښت راولي[8] درې کرښې وینم : د ځمکې پر مخ د وسلو جگړې، هوايي او سمندري جگړې، اقتصادي جگړې چې ټول ېې په گډه د معاصرو جگړو بشپړوونکې او نه بېلېدونکې برخې دي خو دریمه ېې د پروپاگند جگړه ده.
د جیورج ډبیلو بوش له واکمنۍ مخکې او کله چې د هغه د واکمنۍ پر مهال د « ترهگرۍ پر وړاندې نړۍ واله جگړه اعلان شوه» لویو رسنیو، په گډه د پروپاگند ناپایه لړۍ راپیل کړه. رسنیو امریکايي پرگنو ته ډاډ ورکاوه چې امریکا د عراق پر وړاندې « انکار نه منونکي لاسوندونه» لري ، عراق د ډله ییزو وژنو وسلې لري، له القاعدې سره ېې ټلواله جوړه کړې، په نړۍ والې کچې ېې د امریکا پر وړاندې انترکس خپور کړی، د امریکا وچې او زموږ گوډاگي ..... اسراﺋـیلو ته ېې گواښونه رامنځته کړي دي. زموږ دولت او په رسنیو کې ناستو دولتي اتلانو په ډنډورو ویل چې د هوارۍ یوازېنۍ لاره پر عراق برید او د رژیم بدلــَوَنگ دی. خو وروسته څرگنده شوه چې یادې شوې لانجې د اغفالگرې څارگرۍ، غلطو انگیرنو، غلطو مالوماتو او پروپاگند پر بنسټ رامنځته شوې ، په دې توگې، دا د امریکا پر ناخبرو پرگنو باندې جگړې ته د مارکیټ موندنې د یوې بېلگې ښکارندويي کوي.
افغانستان ته هم په بیل ډول نغوته وشوه ، وویل شول چې طالبان دې سزا وویني؛ دسیسه گرو دولتي- شرکتي رسنیو په ډنډورو وویل چې طالبانو د نړۍ والې سوداگرۍ پر مرکز باندې برېدونو کۍ لاس درلود. مگر اوسني رابربنډ شوي لاسوندونه یادې شوې کېسې ټولې برعکس بولي. د افغانستان د هغه مهال دولت د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر د نهمې نېټې په پېښو کې لاس نه درلود او نه کوم افغان په کې کومه ونډه لوبولې وه. خو هېواد مشر جیورج ډبلېو بوش او بارک اومابا لا تر اوسه په هماغې پخوانۍ خبرې ټېنگ ولاړ دي چې گڼې افغانستان د نړۍ والې ترهگرۍ د فعالیت قطب دی. د ان بي سي د ټلویزیون د [Today Show] د خپرونې چلوونکي [ مت لـﺋـور [9]] طالبانو ته په نغوتې وویل : دا هغه کسان دي چې د سپتمبر د نهمې نېټې د پېښو اور ېې زموږ په کور بل کړ. دلته یو ټکی دی چې په ټولېز ډول ډېري خلک ورڅخه خبر نه دي، دا ټکی هغه له هر ډول تور او الزامه لېرې او سوتره حقیقت دی چې طالبانو د سپتمبر د نهمې نېټې په پلانولو یا پلي کولو کې کومه ونډه په چورلټ ډول نه ده لوبولي او د سپتمبر د نهمې نېټې تورَن نوښتگر بن لادن ېې عملا ً په کور کې بندي ساتلی وو ؛ د لادن په بندي ساتنه کې د طالبانو موخه دا وه چې ونه شي کولای د افغانستان له خاورې څخه په گټه اخیستنې په ترهگرو کړو وړو کې لاس ولري. طالبانو یوه بله براﺋـتــنـاکه هڅه هم کړی چې لا تر اوسه د جگړه پــَـلــَوو رسنیو له خوا نه ده تصدیق شوې، طالبانو په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت له چارواکو سره اړیکي ونیول او مخکې له مخکې ېې امریکایانو ته وویل چې القاعدې د امریکې پر وړاندې یو ستر پلان تر لاس لاندې نېولی او په دې پلان کې الوتکې گډون لري، خو د طالبانو په دې خبرې هېڅ چا ان خپل غوږ ونه گراوه.
د ۲۰۰۱ ز کال دوبــَی وو او د ترانس – افغان – پایپلاین پر سر د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې د ناکامۍ برېد ته نېږدې کېدلې، په هماغې شېبې چې د دواړو خواوو په خبرو اترو کې د نومېدې ناکامۍ څرک بربنډ شو د بوش ادارې طالب پلاوی د بمبونو په ورَیا وگواښه. ددې تر څنگ د پاکستان د بهرنېو چارو وزیر نېازنیک وايي : امریکايي چارواکو ما ته وویل چې امریکا به د اکتوبر په مېاشت کې، مخکې له دې چې واوره ووریږي، پر افغانستان برید وکړي. نیازنیک ته دا خبره د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر د نهمې نېټې له پېښو څو مېاشتې وړاندې ویل شوې وه.
دوه تنه زړور فرانسوي ژورنالیستان د یوې استثنأ په توگه دی چې د [ ممنوعه حقیقت [10] ] تر نامه لاندې ېې یو کتاب لېکلی، پاتې رسنیو دا پرېکنده او په زباد رسیدلی حقیقت تر پښو لاندې کړ او پر افغانستان باندې ېې د امریکا د یرغل پر ویل شویو توجیهاتو شخوند وواهه ، د امریکا توجهیات دا ول چې د سپتمبر د نهمې نېټې له پېښو وروسته امریکا اړه اېستل شوه چې پر افغانستان برید وکړي، دا ادعا اوس بې بنسټه ختلې حال دا چې پر افغانستان برېد د سپتمبر د نهمې نېټې د پېښو له رامنځته کېدا ډېر مخکې پلان شوی وو. لاسوندونه په زباد رسوي چې پر افغانستان د امریکا د برید موخه او انگیزه په افغانستان کې د رژیم بدلون وو چې له مخې ېې د امریکايي شرکت یونوکال په گټه د نللېکې د تړون نوښت او د خبرو اترو د مزي سر په لاس کې واخلي او د یونوکال په گټه ېې پای ته ورسوي. په هغه مهال کې چې د نللېکې په اړوند خبر اترې خپل بږرکي او کلک پړاو ته رسیدلې وې احمد شاه مسعود لا ژوندی وو، د امریکا ملگري مسعود د یونوکال له سیالې ټگمارې ارجنتایني برایدس کمپنۍ څخه لس میلیونه ډالره د بــَډې په توگه تر لاسه کړل تر څو د تاو تریخوالي او کړکېچ راپارولو ته لا لمن ووهي او د نا امنۍ داسې یو چاپیریال رامنځته کړي چې له مخې ېې یونوکال د نللېکې د راخپلولو او د پانگې اچَونې او د یوه با ثباته چاپیریال د رامنځته کولو د هڅو په لاره کې پښېمانه او په شا شي ؛ یونوکال دې وبیرول شي چې په گواښونو ډک چاپیریال کې ونه شي کولای د خپلو هڅو لړۍ ته دوام ورکړي.
ډېرۍ لوېې چاپي او خپرندوېې رسنۍ پر افغانستان او عراق باندې د امریکا د یرغل تر شا د پرتو حقایقو په تړاو د درواغجنو مالوماتو په گناه تورنې دي. د همدغو رسنیو د پروپاگند پایله وه چې عادي پرگنې د یرغل د ملاتړ لپاره را وپارول شوې او د امریکا ددولت تر څنگ ودرېدلې، خو په بلې خوا کې په میلیونونو بې گناهو انسانانو تش په نامه د ترهگرۍ پر وړاندې د بلې شوې جگړې په اور کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل، دا ځکه چې د دولت د مالوماتو د وزارت تر سیوري لاندې همدغه غوړه مالې رسنۍ د جگړې د اور تر شا ودرېدلې ؛ هغوی وې چې د جگړې د اور د لمبو د راپارولو په خپرېدا کې ېې مرسته وکړه. له دې امله د ملگرو ملتونو د (۱) ۵۹ پرېکړې تر سیوري لاندې دا لېکل شوی یا نا لېکل شوی راپورتاژ یو جنگي جرم بلل کېږي. هماغسې چې نازي ژورنالیستان په محکمې کې تورن شول د رسنیو یو شمېر څرگند غړي او د امریکا ددولت یوشمېر چارواکي دې هم بایدا ً د هاگ محکمې ته د جنگي جنایتکارانو په توگه راوستل شي.
د امریکا متحده ایالاتو، اسراﺋـیلو، روسیې، شمالي کوریا او لیبیا تر دې دمه نه دي منلي چې د نړۍ والې جناﺋـي محکمې (ICC) غړېتوب دې په خپلو هېوادونو کې تصویب کړي. بهرنیو قضاﺋـي حوزو ته ښايي چې د نړۍ والو تړونونو، پروتوکولونو ، کنوانسیونونو او د پخوانیو قضاﺋـیي - محاکماتي بېلگو تر سیوري لاندې پرېکړه وکړي او د جنگي جنایاتو پر وړاندې ددعوی اقامه رامنځته کړي، که دوی همداسې یوه قضاﺋـیي پرېکړه وکړي نو د بوش د ادارې پخواني او د اوباما د ادارې اوسني رسمي چارواکي او د رسنیو پرو پاگندچیان که د امریکا له وچې د باندې د سفر تکل ته زړه ښه کاندي هرو مرو نېول کېږي.
همداسې یوه قضاﺋـي بېلگه د اسراﺋـیلو د پخواني سروزیر ایرﺋـیل شیرون [11] په تړاو شته. سرور الامیري د ۲۸ تنو فلسطینیانو په منځ کې یو تن دی چې د بلجېم د ۱۹۹۳ ز کال د قانون تر سیوري لاندې ېې د ایرﺋـیل شیرون پر وړاندې د جنگي جنایاتو د دعوی اقامه کړې ، د بلجېم یاد شوی قانون خپلې قضاﺋـيي حوزې ته په نړۍ والې کچې اجازه ورکړې چې د هر هېواد د اتباعو پر وړاندې د جنگي جنایاتو پر وړاندې ددعوی اقامه وکړي. پر ایرﺋـیل شیرون تور لگول شوی چې د ۱۹۸۲ ز کال په اوږدو کې ېې د فلسطیني کډوالو د صبرا او شاتیلا [12] په کمپونو کې د څه دباندې ۲۰۰۰ تنو فلسطینیانو د ډله ېېزو وژنو څارنه کوله. د اسراﺋـیلو پر رسنیو تور لگول شوی چې هغوی د خپلو خپرونو په مقالو کې فلسطیني وگړي له انسانانو ټیټ موجودات او د پوپنا کېدلو وړ بللي دي، له همدې کبله ده چې ښکېلې اسراﺋـیلي رسنۍ د خپلو پرگنو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د پروپاگند او کرکجنو پیغامونو په خپرولو په همداسې جنگي جنایت کې د لاس په لرلو تورنې دي.
شک نه شته چې که ایرﺋـیل شیرون، د اسراﺋـیلو د رسنیو غړي او دوی ته ورته جیورج ډبیلو بوش، دیک چیني، رونالد رمزفیلډ، کونډا لېزا رایس، د امریکا د رسنیو پیژندل شوي کارپوهه غړي او د اوباما د ادارې اوسني رسمي چارواکي هغو هېوادونو ته چې پر وړاندې ېې ددعوی اقامې کېږي له ویروونکو قانوني ننگونو سره به مخامخ شي. ددې تر څنگ د بلجیم د ۱۹۹۳ ز کال قانون دا هم وايي چې که په جنگي جنایاتو تورن کسان د خپلو متبوعو هېوادونو له کرښو د باندې سفر کړي باید ونېول شي او په دې توگه به « د تل لپاره» د نړۍ وال قضاﺋـي هېـﺋـت د عدلي ترحم د منگولو تر وېرې لاندې ژوند وکړي. هیله ده چې په افغانستان او عراق کې د شوبلو او توپونو د ډزو له غلي کېدا سره سم د نړۍ والې جناﺋـي محکمې قضاﺋـيي غړي سره راټول شي.
یادښتونه :
د نورو مالوماتو لپاره د پیرزوینې له مخې د لاندینیو غوره شویو قضاﺋـیی – محاکماتي پیښلېکونو د ځېنو بېلگو د یادونې کتنه هم وکړﺉ :
Documents on the Laws of War: Edited by Adam Roberts and Richard Guelff, Second Edition, 1995.
Afghanistan: Political Frailty and External Interference, by Nabi Misdaq, 2006.
American Raj: Liberation or Domination, resolving the Conflict between the West and the Muslim World, by Eric S. Margolis, 2008.
Afghanistan, a Search for Truth, by Bruce G. Richardson, 2008.
بروس ریچارډسن
----------------------------------------------
[1] - breech of the peace : دا د انگلیسي ژبو هېوادونو په اساسي قوانینو کې یوه منل شوې حقوقي اصطلاح ده چې دلته ېې تر ټولو نېږدې ترېنه مانا violation of the 'public tranquillity'. یا د پرگنو سوکالۍ ته د گواښ د رامنځته کولو یا د هغوی پر ښیرازۍ باندې د برېد مانا را اخلم. [ ژ]
[2] Genocide نسل وژنه
[3] Resolution 59 (1)
[4] Society of Professional Journalists Code of Ethics
[5] Griffith Jones
[6] Julius Streicher
[7] Reich Marshall Herman Goering
[8] total war هر اړخیزه جگړه
[9] Matt Lauer
[10] Forbidden Truth
[11] Ariel Sharon
[12] Sabra and Shatila