دحرمینودکوترونسل له کومه سو؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47452
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-02-16


فتوی نمبر (۵۷۶) .

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .


مستفتي:نوريه/هندـ


دوتلي عالم مولاناعلامه ابوالفضل صاحب ته دزړه له اخلاصه نبوي تحفه وړاندي کوم السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،وروسته له سلامه زماپوښتنه داده چي په کعبه شريفه اوپه مدينه منوره کښي چی کومي کوتري دي ددغوکوترونسل له کومه ځايه څخه راوړلاړسوئ دئ؟والسلام ـ

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمی خوري دحرمينوشريفودکوترونسل له هغودوو وحشي کوتروڅخه راولاړسوئ دئ کومي چي دغارثورپرخوله باندي ددې دپاره دالله پاک په حکم کښېنستلې چي داسلام پيغمبراوحضرت ابوبکرالصديق چي دمکې مکرمې له مشرکانوڅخه په دغه مهال کښي په دغه غارکښي پټ سوي وو  دمکې مکرمې مشرکان يې ونه ويني  اودکوتروپه وجه ددوئ داګمان سي چي دلته څوک نسته .
في مسندالبزازفي جريان قصة غارالثوروهجرة النبي الکريم(صلي الله تعالي عليه وسلم):ان الله تعالي امرالعنکبوت فنسجت علي وجه الغاروارسل حمامتين وحشيتين فوقفتاعلي وجه الغاروان ذالک مماصدالمشرکین عنه(صلي الله تعالي عليه وسلم)وان حمام الحرمين من نسل تينک ا لحمامتين ـ
والسلام ومن الله التوفيق.