په ديني علم اوحديثوکښي دښځورول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47633
دارالافتاء ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2012-02-27


فتوۍ نمبر(584)


مفتي

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

مستفتي سلیمه له جلال ابادڅخه
وسترعلمي شخصیت ابوالفضل(حفظه الله تعالي عن موجبات التلهف والتأسف) السلام عليکم
زه غواړم چي په دې اړه معلومات راکړېچي دتاريخ په اوږدوکښي ښځوپه دېني تعليم کښي خصوصاپه روايت دحديثوکښي څومره رول لوبولئ دئ؟


الجواب ومنه الصواب.


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمي  په (بېنواپاڼه)کښي موږيوه نوئ سلسله انشاءالله شروع کووپه دې باره کښي به انشــاءاللـــــــــــــه مکمل تفصېلات په هغه سلسله کښي درنته راسي خودلته به دونه قدردرته ووايم چي داحاديثوپه راويانوکښي چي يوراوي دمسلم بن ابراهيم په نامه دۍ دغه راوي دامام بخاري اوامام ابوداوداودیحيی بن معين اودنصراودامام دارمي اودابوذرعه وغيرهم رحمهم الله داحديثواستاذدئ ددغه محترم استاذمسلم بن ابراهيم  اوياښځي په احاديثوکښي استاذاني  دي

امام عجلي(رحمه الله تعالي) ويلي دي:وروي عن سبعين امرأة».
[تهذيب الکمال ج۲۷ص۴۹۱،سيراعلام النبلاءج۱۰ص۳۱۶،خلاصه للخزرجي ص۳۷۴
نوچي اوياښځي ددغه يوه استاذدحديثوکوم چي دبخاري غوندواشخاصواستاذدئ استاذاني دي اوپه واسطه دده دغه ښځي دامام بخاري اوامام ابوداودووغيره استاذاني دي،بيابه دغه ښځي دنوروڅونه محديثونواستاذاني وي،اوله دغواوياښځوماسوابه نوري څونه ښځي وي چي په روايت داحاديثوکښي به دامامانودحديثواستاذاني تېري سوي وي.
[کذافي الکشف،ص۴۵۶].والسلام