ددې کتاب دچاپ اونشردپېښیدواړتیا
ماچي کله دخپلولیکنوژباړو لړۍ په یوه کاغذرالیکله چي بایدپه کوم بخش اوموضع باندي څه ولیکم یاوژباړم نودفهرست په ډول مې هغه ضرور اودوخت داړتیا سره سم موضعات اوسرټکي راولیکل اوبیا مي دهرعنوان مطابق دموادو لټون پیل کړ چي همداد لیکوالي اوصول وو،نوپه همدې لړکې مي یوهم دهوتکي دوري دتاریخ په اړه دداسي مواد رایوځای کول چي داوسني عصرځلمیواودهیواد دبچانولپاره پکي دخپلواکۍ درس اودپردیویرغلونودلړۍ په ضد دمخنوي تکل وو۲دویم هغه مذهبي ،سیاسي،جغرافیائي اودخپلواکۍ پوهني ټولنز حکمت چي په هوتکي دوره کي دهیواد اوملت ساتني لپاره په کاراچول سوي دهغه ښې اوروښانې بیلګي مي په ګوته کړي چي حتي بعضي پکي تکرارهم دهمدي هدف لپاره شوي ،موضوع تقریبا نزدي وي ،خو درس اوحکمت یې ځانګړي ترڅودهیواد بچان په دي ښه وپوهیږي چي پردي اویرغلکرڅنګ وشړو اوڅنګه دخپلوویاړونو،ناموس ساتني ، دهیواد ملي تمایت ، دازادۍ اوخپلواګۍ سمبول اوچاپیریال وساتو، اوڅه ډول ددښمن ،سیاسي ،ډیپلوماسي اوجګړیزي مبارزي اوفتوحاتو تابیاوتړو۳ بل د مرحوم الحاج میرویس خان نیکه هغه اوصاف چي دخپلواکۍ پوهني په ډګرکې ورځني کارواخلویوهم له هغوي څخه دازادۍ دلارویانولپاره داوو چي نه یواځی یې یرغلګرله کوره وشړل بلکي دیرغلګرو انګړاو کور ، کوربه هم شوه ۴ څلورم داچي هغوي غوښتل چي مذهبي یرغل زمونږترکوره را ورسوي چي داهل سنت والجماعت پرځای ناروا شعیه یزم اودخوارجو مذهبي مکروبونوباندي زمونږعقدوي چاپیریال رافاسدکړي ،خو میرویس خان نه یواځی داچي دشیعه توب مخه یې ونیوله بلکي داسلام مرکزعربي نړۍ یې هم دځان اواهل سنت په ملاتړ اوهمکارۍ راوږغوله ۵ پنځم داچي دهیواد یو شمیر جګړي یواځی دخپلواکي اوزورواکي تربیرغ لاندي ترسر ه شوي ، خومیرویس خانیکه نه یواځي داچي دهیواد او اولس ته یې خپلواکي وربخښلي بلکي دمیرویس خان جګړي اومبارزو یوه جهادي صبغه اوتګلاره لرله یعني هغه ترهغه وخته پوري دهیچا سره جګړه اومرګ ژوبله نده کړي ترڅوچي یې داسلام دسترعلماؤ کرام شرعي فتوی نه وو ترلاسه کړي ،خوهغه فتوی هم نه یواځی دهیواد دعلماؤ کرام بلکي دمکي مکرمې اومدنې منورې دسترمفتیانو ددارلافتاء له انګړ یې را اخېستي اوبیایې دهیواد سترعلماء ، شیخان، قومي ،منطقوي او اولسي شخصیتونه په همدې فتوي راجمعه کړي چي وروسته یې دجهاد ترسوري اودقران ترتوري لاندي خپله جګړي پرمخ بیولي ۶ ترکومه بریده چي ما دمیرویس خان نیکه دتاریخومواد پلټنه اومطالعه کړي ،نودده له اوصافو څخه ځکه ډیرمتأثره شوم چي په کوم اموروسره داسلام سترپېغمبرخپل امت مأمورکړي ،نویقیناً چي دخپلي سعی اوضرورت تروروستي حدیی هغه عملي کړي او ترسره کړي مثلا: میرویس نیکه دیوصالح عالم عابد شخصیت له کورنۍ او اولادي څخه وو دده مرحوم مورهم یوه عابده صالحه اونیک خویه میرمن وو ۲ده مرحوم ددینو علموزده کړه لکه فقه ، عقائد ، اوصول ،قراني علوم ، اوحدیث دضرورت ترکچي زدکړي ۲ دي مرحوم د سنتو دومره تابع وو چي هیڅکله هم ده دنورو داخلي سنتوباوجود دپکړۍ ،څادر، ږیري سره دسنتومخالفت ندي کړي ۳داسلام دپنڅوبناووډیرپایبند وو، دعلماؤو او ذاکرینوسره یې ډیره مېنه درلوده ۴خپله کورنۍ یی ټول (نراوښځېنه وګړي) په علم ،عبادت او اوالهي اذکارمأمورکړي وو۵ دومره خاکساره وو چي کله به کوم څوک دمجلس اومشوري کولو لپاره ورته راغلو نومیرویس نیکه به خپل څادرلومړي خپورکړاوبیابه یی یواوبل څنګه ته دشوری اومشوري غړي له ځانه سره کښېنول ،خوهغه څه چي تاریخ پری لیکلي دي دده دشخصیت او انسانیت دښوبیلګو او درسونو یوه ستروصیت نامه او عبرتنامه ځنی جوړيږي نورلیرنه ځم ،خودومره ویلای شم چي دهیواد دخپلواکۍ او ازادۍ دمکتب یوسترلارښود او بنسټ ایښودنکي وو.
ددې کتاب مطالب
په لومړۍ برخه کې مې دتاریخ مخکي دور اوراو وروسته دورته یوه لنډ کتنه کړي بیامي دهیواد سیاسي ،مذهبي اوملي لرغوني دوري ته چي پښتانه څوک اوچرته وو ؟ له هغه وروسته مي دخلجي پښتنو اصل اونسل ته ځای ورکړي چي ورپسي برخه کې دشخصیتونو پیژندني ته کتنه کړي اوبیامي دخلجي پښتنوقبېلي اوشجري په یوه لنډ او مختصر ډول راڅیړلي په دویمه مرحله کې مې دهوتکیانو تاریخي برم له باباهوتک وړاندي اورا وروسته ښودلي بیا په تفصیلي ډول دهوتکیانو فتوحات اودپاچاهی اداري اوسیاسي نظام انځورنه شوي چي دمسحي سیلاني ، کروسینسکي ،حبیبي ،بینوا اودنړۍ یوشمېرنورتاریخپوهانو لاسوندونه رایوځای کړي چي دکتنونکي لپاره به پدې وجه یوښه مستند اوپه زړه پوري تاریخ ګوټي وي چي دهیواد دهوتکي دور ټول هغه کتابونه اوتاریخي اثار مې راغونډکړي چي انشاءالله په بل کوم کتاب کي به ورته ترډیره حده ضرورت نشي پیدا .
له اوسني تاریخ لیکونکي څخه یوه ګېله !
مایوه وړوکي رساله چي د(اسلامي دستور اوپښتني کلتور) په نوم رالیکلي ،خومتاسفانه لاتراوسي مې دچاپ په اړه اقدام ندي کړي لیکن دې رساله کې مي دپښتنوکلتورداسلام له دستورسره مقایسه(پرتله) کړي چي هوبهو ، یوشان اوډول لري دا دافتخاراتو ډک ملي مذهبي زېرمتون چي دمسلمانو پښتنو د تاریخ برم لاپرې غښتلي اوسپېځلي کیږي ،خو دوخت پردي عناصر اوله هیواد دباندي عصريت اومادیت خوښونکي اشخاص مذهب اوپښتون سره بېله وي چي همداجفا نه یواځې له اسلام سره بلکې دپښتنو له غیرتي ضمیر سره یوستره جفا دصلیبي او کمونسټی نظریو یوه دسیسه ده ، که شرطا تاسو داسلام اومسلمان صفات له پښتنولیري کړي ایا بیا ویلای شوي چي پښتانه یوغیرتي ، اوباشهامته قوم دي؟ لیکن دا اسلام دي چي دهیواد حریم یې دپردیو له یرغل څخه ساتلي اوموږ یې دهیواد په ساتنه سره مامورکړي یو دننګ ،ناموس ،ابرواو پت ساتني درس خو موږ ته اسلام راکړي چي په دې اوصافو سره له نورو اقوامو اوملتونوبیل کڼل کیږو ،هو! ریښتیا هم دنړۍ په سیالو ملتونو کي یواځي پښتون دي چي ټو ل ملت یې دیوه خدای ، یوه مذهب اویو ه کتاب (قران کریم) پیروان دي .
البته دګیلي مخکي غوښتني راڅخه ډیري شوي ،خوهغه ګیله چي زه دهیواد له تاریخ لیکونکو اوپوهانو څخه لرم هغه دا ده چي : دهیواد په تاریخ کي له کله چي یې داسلام مقدس دین منلي باید هغه کارنامي او ویاړونه چي زموږ اتلو شازلمیو دخپلواکۍ او ازادۍ په بهیرکي لاس ته راوړي او داتاریخ لرغوني پاڼه یې داسلام په مقدسوکارنامو رنګینه کړي باید دقلم څوکي ونه ایستل شي چي دراتلونکي مسلمان نسل سره به جفااو خیانت وي ،ځکه چي که له پښتنولي څخه داسلام اومذهب دفاعي کارنامي واستل شي نو څه ګمان کوئ چي بیابه هم پښتانه په ناموس ،ابرو اوعزت باندي سرشندني کوي ؟ نن ولي موږ دهوتکي ، ابدالي ، ایوب خان ،ملالۍ ،غوري اوسوري فتوحات اوکارنامي دځان لپاره ویاړ ګڼو او دشاه شجاع ،کارمل او کرزي کردار بد،منحوس اوپه تاریخ کي یوه توره دوره بولؤ؟ سره لدې خبري چي شجاع کارمل اوکرزي دهیواد دابادۍ اوازادۍ نارې سوري وهلي ،خوبیاهم ملت ددي دشعارونوغبرګون منفي او کرغیړن ښئ ؟بلي دومره ویلای سوچي احمددهند دعلماؤ اوپه خاص ډول دحنفي مذهب فقهي عصراومحدث حضرت مولاناشاه ولي الله صاحب په معتصمه چېغه وربللي شوي اوله افغانانوڅخه یې داسلام دتوري ترسایه لاندي مرسته غوښتي چي بلاخره هنددافغاني پاچاهانو پلازمېنه شوه غزنوي هم هلته بوتان اودډبرو خدایان مات کړل اوپرځای یې دیوه خدای جل جلاله عبادت عملي کړي سوریان اوغوریانو هم داسلام ترچترلاندي دبودایانو نظام ختم اوهغوي یې دیوه خدای لورې ته رابلل او خپلواکو دولتونو تأسیس یې کړي او دایران فارسیانو هم هیواد ته دزاړه یهودیت اوخوارجو شعیه ګانو په ضدپاڅون وکړ چي دعربي نړۍ دعلماؤ په ملاتړیې دجهاد اوغزالومړي څرک دهیواد بچانوته دخپلواکۍ اوازادي د درس په ویلوسره ورښود چي په همدې بریاوو او اسلامي کارناموسره زموږ تاریخي برم دنړیوالو په وړاندي په عجمو کي لومړي او په عربو دویم مقام لري.
خو دومره باید ووایوچي مذهب اوپښتون بېلونه دپردیو جاسوسانو اواجنټانو یواځنۍ اوتل پاته دسیسه ده لکه چي نن زما عالم ټرورسټ (اودنورو ملتونوعلماء میانه رو) او ...دي .
تاریخ څه دي ؟
تاريخ اوترهغه پخوا دورو ته يوه كتنه
دایوه عامه مقوله ده چي وائي که له ماضی (تیرې زمانې څخه )خبرنه شو نودمستقبل (راتلونکي زمانې څخه) پېش ګوئی نه شو کولای ،خو انسان تل په دې فكر كي وو او دى چي خپل معلومات زيات كړي، او هر كله چي په يو كار كي يو حد ته رسېدلى دى نو په دې فكر كي لويدلى دى چي يو ګام وړاندي لاړ شي، او نوي نوي معلومات حاصل كړي، دغه هيلې او آرزو ګاني په عمومي ډول د وخت او ځاى په غوښتنه او اغېزه څه نا څه قوى كېږي او كمزورى كېږي او په هر ځاى كي يې پر مخ تګ يو راز نه وي. مګر په دې دوو وروستيو پيړيو كي دې مفكورې په نوې زمانه كي هر ځاى او خصوصاًپه غرب كي ډېر قوت او زور پيدا كړى دى او ډېر كوچني موضوعات چي پخوا به چا ورته توجه نكوله، نن هماغه موضوعات د خلكو په نظر كي اهميت لري او غور پكښي كوي بلكه دومره اهميت يې موندلى دى چي ځانته عمل يا د يو جلا علم څانګه ګرځېدلې ده.
تاريخ تل د بشر سره يو ځاى ؤ او دى او د ده د ژوندانه د لاري مل وي او د كومي نوي منبع له مخه چي ځيني معلومات ورځني لاس نه راځي هم كوم تازه او نوى شى نه دى بلكه هغه د بشر د پوهې د ډېرو پخوانيو مظاهرو څخه ګڼل كېږي، ځكه كه انسان هر وخت او زمانې ته رجوع وكړي نو هغه ته به دا خبره ښكاره شي چي انسان په يو خاص رنګ او تعبير سره په دې لاره كي كار كړى دى، كه د قصې په ډول وي او كه د شفاهي داستانو او نكلونو په رنګ، او كه د غرونو په څمڅو او تيږو كښي د پېښور د نقش په ډول او كه د تصويري او نيم تصويري او موتى او د بل رسم الخط د بيلو بيلو اقسامو په صورت وي، نو له دې كبله د تاريخ له حيثه د تاريخ د پخوانى والى او قدامت په مفكوره كي هيڅ شك نشته مګر څرنګه چي د بشري پوهي نورو څانګو تر دې اندازې پوري پراختيا موندلې ده چي په ځينو موضوعاتو كي يې بېخي نوي څانګي پيدا كړي دي نو تاريخ هم تغير موندلى او پراختيا يي پيدا كړې او يوه سلسله نوى علوم: انتروپولوژي (د انسان طبيعي تاريخ) اتنو لوژي (د بشر د نژادو د بدني خصوصياتو بيان) خلك پېژندل، د پخوانيو آثارو (عقيقه) پېژندل، لولكلور او داسي نور نور علوم ميدان ته راوتلي دي او پخپله هر يو يې نن ورځ دومره پراختيا پيدا كړې ده چي جلاجلا څانګي او ښاخونه لري. مګر په دغه ټول په حقيقت كي د يو مقصد دپاره چي تاريخ دي كار كوي.
پلټونكى انسان تل په دې فكر كي ؤ او دى چي د ګمان او خيال په قوت او دروغ عقل او فكر په رڼا كي د تېرو زمانو او پېړيو تورې تيارې پردې ليري كړي او د زرګونو كلونو پخواني واقعات و ګوري، او د دغى كتني په مرسته څو قدمه وړاندي لاړ شي او د خپل ژوندون او شاؤخوا، او د نورو كيفيتونو مجهول اسرار ځانته څرګند كړي. له هغو واقعاتو څخه چي اوس فى الحال پېښېږي تر هغو پوري چي په ډېرو پخوانيو زمانو كي تېر شوي او لا تر اوسه پوري د بشر فكر د هغو په كشفولو بريالى شوى ندى دغه ټول بې له استثنا د تاريخ جزء دى او يوه بېلوونكى كرښه دغه اوږده دوره په دوو برخو جلا كوي او هغه رسم الخط او ليكنه ده.
موږ و ويل چي انسان تل په دې فكر كښي ؤ او دى چي د خپل او د خپل شاوخوا ژوندون پټ واقعات راورسپړي او په هغو باندي يو مشى. دغه لوى او مهم كار يعني د تېرو او پخوانيو زمانو په پټو واقعاتو باندي پوهېدل او په هغو باندي رڼا اچول يواځي د ګمان او خيال په مرسته نه كيږي، كوم چراغ چي په دې لاره په مثبت ډول رڼا اچولى شي هغه رسم الخط او ليكنه ده چي پر خاورينو پخوا و او مو ټوټو، دننه په غرونو كي، او پر هډوكو، تيږو، خاورينو لوښو ، او د ونو پر پوټكو او د څارويو پر پوستكو او پر ډول ډول ټركرانو او كاغذونو باندي د تېرو او پخوانيو پېښو او واقعاتو څرنګوالى ساتلى او تر موږ پوري يې رارسولى دى.
نو هغو دورو ته چي د رسم الخط د پيدا كېدو نه پخوا تېري شوي دي په عمومي ډول د (قبل التاريخ زمانه) ويل كېږي، او هغه زمانې او پيړۍ چي د رسم الخط د پيدا كېدو د وخت نه را په دې خوا دى (تاريخي عصر) بلل كېږي. او له دې جلا والى څخه اساسي مقصد يواځي د كار آسانول او د موضوع روښانول دى. لكه چي هر څومره خپلو دورو ته نژدې كېږو له بېلو بېلو طبقه بند يو نه كار اخلو.
بايد دا خبره په نظر كي ونيوله شي چي هر كله چي رسم الخط په ټوله دنيا كي يو ځل او په يو وخت كي ندى پيدا شوى، نو د دنيا تاريخي او د قبل التاريخ دوره هم يو شريك حد نه لري، او يو واحد خط په ټوله دنيا كي دغه دوه برخي سره نشي بېلولى، بلكه هره برخه حتمي هر مملكت او هر قوم ځانته جلاجلا حدود لري چي د ټاكلي تاريخ سره تصادف كوي، په بل عبارت په حقيقت كي موږ دوه ډوله تاريخ او دوه ډوله قبل التاريخ لرو:
يو د هر مملكت هر قوم او هرې برخې خصوصي تاريخ او قبل التاريخ دى او بل د دنيا عمومي تاريخ او قبل التاريخ دى چي لومړى صورت د يوم قوم او د يو مملكت د خلكو د ژوندانه په مرحلو پوري اړه لري، او دوهم صورت يې د بشر د ډېري پخوانۍ ټولني د ژوندانه معيار د مدنيت په مراتبو كي خاص بيا د اسم الخط په پيدا كولو كي استاد نيسي.
قبل التاريخ د بشر د ژوندون په مراتبو كښي د يو عصر څخه عبارت نه دى بلكه د فكري او مادي قواو د پراختيا مرحله ده، او بشري ټولنو په بيلو بيلو ځايو او جلا جلا زمانو او عصرونو كي دغه مرحله وهلې ده. او په دې زمينه كښي زمانه فرعى رول لوبوي. زياتره بايد د بشر د ژوندانه څرنګوالى او تحول په نظر كي ونيول سي. (1) دا خبره هم بايد په نظر كي ولرو چي يواځي د رسم الخط وجود هم زموږ مطلب حاصلولى نشي بلكه د هغه په لوستلو هم زموږ قدرت شرط دى، ځكه چي ډېرو قومونو رسم الخط او ليكنه درلودله، او موږ لوستلې نشوه او استفاده مو ورځني كولاى نه شوه نو په دې صورت كښي د رسم الخط شته والى او نشتوالى فرق نكوي، له دې كبله (اتروسكيان) د ايطاليا پخواني اوسېدونكى او (هيتيتيان) چي په كوچنۍ آسيا كي يې ژوند كاوه سره د دې چي رسم الخط يې درلود په قبل التاريخي مرحلو كښي شمېرل شوى وو، او كرار كرار د هغوى د رسم الخط او ليكنو (كتيبو) په لوستلو سره تاريخي دورې ته راغلل.
هر كله چي تحريري او صورتي رسم الخط په مصر او بين النهرين كي د (۳۵۰۰ او ۳۰۰۰ق م) په شاوخوا كي پيدا شوى دى د شرق تاريخي او قبل التاريخ دورو فاصل حد درې نيم زره (ق م) كلونه ټاكل شوي دي.
د تاريخ نه پخوا وختو (قبل التاريخ) پلټني او ګروېږني د ټولونه لومړى په فرانسه او غربي اروپا كي او وروسته بيا د نيل په ناوه او بين النهرين كي زياتي او ډېري شوې او كرار كرار دغه كار لږو ډېرو په فارس، هند، چين، جاپان د شرق الهند په جزيرو، استراليا او امريكا كي عموميت پيدا كړ او تر اوسه پوري په زړه پوري صورت په ټوله دنيا كي دغه كار عملي شوى نه دى، او سره د دې چي د دغو پلټنو لمن په ځينو ځايو كي لويه شوې ده مګرپه عمومي ډول يې وسعت نه دى پيدا كړى. دغه كار زموږ په مملكت كي د ۱۹۳۶كال نه را په دې خوا شروع شوى دى چي د يو څو ضرورى مقدمو له بيانولو نه وروسته به په دغه فصل كي د دې موضوع په باب د خپلو معلوماتو له مخي بحث وكړو.
په قبل التاريخ دورو كي د بشر ژوندون تقريباً په ټولو ځايو كي يو ډول او په يو شكل سره ؤ او د خاوري او نژاد په اختلاف سره څه ډېر فرق پكښي نه ؤ. د لمر خاته او لمر پرېواته خواو خلكو، او ماليزي او مركزي افريقا خلكو او د آريانا، هند، چين ، بين النهرين، مصر، او د فارس اوسېدونكو تقريباً ټولو يو ډول تحول كړي دي، او هغه مواد چي دوى د خپلو لومړنيو او پخوانيو ادواتو او آلاتو د جوړولو دپاره په كار كړي دي په ټولو ځايو كي د چقماق طبيعي ډبره توږل شوې او صيقل شوې ډبره او هډو كي، تبر او نور د سورى كولو، وهلو ټكولو او پرېكولو مخصوص آلات يو بل ته سره ورته دي او د مقايسې وړ دى. له دې كبله د دغه ډول پلټنو او نجسساتو تدقيق كونكى او پوهان په بېلو بېلو ځايو كي د ډبرينو آلاتو او ادواتو له څيړنو او كتنو نه وروسته د هرې ډبريني دورې دپاره جلا جلا اشكالو، مميزاتو او نومونو قايل شوي دي، او د ژوندانه د بېلو بېلو او مختلفو اړخونو او جزئياتو د كتنو نه وروسته د هرې دورې دپاره يې معين چوكاټونه ټاكلي دي چي په حقيقت كي مقصد د كار آسانتيا او د بشر د استعداد د تحولاتو او د زمانې د تېرېدلو طبقه بندي ده چي د رسم الخط د نشتوالى په صورت كي كله د هغه په ځاى له ډبرينو ادواتو څخه كار اخلي او كله د كودړو د لوښو څخه او يو وخت هم له ډبرينو آلاتو نه.
هغه عوا مل چي تاریخ پرې بناء دي
چي تاریخ موږ بېله دې چي په جزئياتو كي داخل شو د موضوع د تسلسل دپاره د هغو نومونه اخلو: د ډبرو لومړنۍ دوره- د تيږو پخوانۍ دوره، د ډبرو منځنۍ دورهو د ډبرو نوې دوره. (1) چي ځينو په ساده ډول حجري دوره د ډبرو په (پخوانۍ) او (نوې) دوو مرحلو تقسيم كړې ده، او د لومړى دورې دپاره د الف ب په دوو دورو قايلېږي، مګر اصولي وېش او تقسيم يې هماغه لومړنى وېش دى چي دغه موضوع يې په درېيو پخوانۍ- منځنۍ او نوې دوره تقسيم كړې ده. (1) چي په لومړۍ دوره كي ډبرينو ادوانو زيادتره طبيعي شكل درلود. او په دوهمه دوره كي يې زياتره لاس خوړلى او تغير پكښې راغلى دى او په درېيمه دوره كي صيقل شوى دى. هر كله چي د دې دورې په وروستنيو مرحلو كي د صيقلي ډبرو تر څنګ خاورين او فلزي لوښي هم پيدا شوي دي، او دغه دوره د (كلكولي تيك) يا (انه اولي تيك) په جلا نوم يادېږي. (2) زموږ په مملكت افغانستان كي لا تر اوسه وري د دغو دورو په باب تحقيقات نه دي شوي، نو له دې كبله موږ نېغ په نېغه د (كلكولي تيك) يا (انه اولي تيك) دورې ته راځو او په بحث يې پيل كوو:
د كل كولي تيك دوره: د ډبرو آخرنۍ، نوى دورو د صيقلي شوو ډبرو دوره په شرق كي عموماً په دوو برخو وېښل كېږي. يوه ډېره اوږده دوره چي د فلزاتو د كشفيدو نه پخوا زمانې پكښې راځي، او بله هغه دوره ده چي صيقلي شوې ډبري او خاورين او فلزي لوښي يو ځاى پكښې استعمال شوي دي او د پخوانيو برخو څخه د تميز او جدا كېدو دپاره په دغو پاسنيو نومونو يادېږي.
د شرق د ډبري په نوې دوره كي د خاورينو لوښو پيدا كېدل د (۲۰) زرو كلونو (ق م) په شاوخوا كي شروع شوي دي لكه چي په مصر كي يې ځيني آثار پيدا شوي دي مګر د شرق نوري برخي په دې نژدې زمانو او مختلفو وختو كي دغې دورې ته داخلي شوي دي او مظاهر يې بې د فلزو له ګډون څخه ډېر لږ ليدل شوي دي (۱) لكه چي ثابته شوې ده مس په شرقي خاورو كي لومړى ځل د اكسوس (مروې نه نژدې انو) په حوزه كښي او د قفقناز په شاوخوا كي د (۶۰۰۰ ق م) په حدودو كي پيدا شوي دي او له دغو ځايو څخه د (۵۵۰۰ ق م) په شاوخوا كه په (عيلام) كي نو د (۵۰۰۰ ق م) په شاو خوا كي په مصر كي او د (۴۰۰۰ ق م) په حدودو كي د فارس د خليج او حزر د سواحلو تر منځ ځمكو كښي پيدا شوي دي او ځيني مورخين په دې عقيده دي چي فلزات د سومريانو سره د اكسوس له حوزې نه غربي ځمكو ته تللي دي لنډه دا چي د كلكولي تيك يادانه اولي تيك دوره په مصر كي په دوو مرحلو وېشل كېږي چي لومړى مرحله يې له. (۷۵۰۰ نه تر ۵۰۰۰ ق م) پوري، او دوهمه يې له ۵۰۰۰ ق م نه تر ۳۵۰۰ پوري ده چي د رسم الخط د پيدا كېدو او د تاريخي دورې شروع ده. عمومي عقيده دا ده چي هغه د ښكار ژوندون چي د جګو ځايو د غرونو په لمنو كي يې دوام درلود په مصر كي د (۷۵۰۰ ق م) په شاوخوا كي پاى ته رسېدلى او خلك په دغه وخت كي جلكو او سيندنو غاړو ته راښكته شوي دي، او د ځمكو او كرهڼي سره يې ډېره علامه او رابطه پيدا كړې ده له دې كبله د استوګني د ځاى نښي او آثار او قبرونه له هغه خط نه پاس كشف شوي دي چي د نيل د سيند طغيان ورته رسېدلى نه دى. او داسي خاورين او ښې ښكاره او كشف شوي دي چي په آزاد اور كښي پاخه شوي دي. په دوهمه مرحله كي عمراني آثار او نور شيان هم پيدا شوي دي چي بيان ته يې ضرورت نه لرو.
د بين النهرين او عيلام ځمكي د جوړښت (ساختمان) په لحاظ د نيل د دلتا سره ډېر شباهت لري. د بين النهرين په تلونو او د سوزيان په غونډيو كي د استوګني ځايونه او آباد او ودان نقاط لېدل شوي دي. او د ځينو محلي مميزاتو له كبله د دغي دورې خصوصيات په دې ځاى كي د لومړى سوز او دوهم سوز په نامه سره وېشل شوي دي. همدا رنګه د دې دورې مظاهر چي هغو ته د كلكولي تيك مدنيت ويل كېږي په لومړى، دوهم، دريم، څلورم، او پنځم (زر ق م) كلونو كي د حفرياتو او پلټني د پر مخ تګ له مخي د فارس په مختلفو غونډيو په پخواني آريانا، د اكسوس په حوزه، د هير مند په حوزه، او په بلوچستان كي د نال او جاله وان، او د اندوس (سند) په حوزه كي هم پيدا شوي او ثابته شوې ده چي دغه مدنيت د اندوس له حوزې نه د نيل تر ناوې پوري يو پراخ ميدان نيولى ؤ لومړى د هغه مميزات په عمومي ډول او بيا د آريانا له خاوري نه د باندي د هغه د وجود په بيان شرح او وروسته بيا د هغو پلټنو او تجسساتو په بيانولو پيل كوو چي د ۱۹۳۶ كال نه را په دې خوا دننه په مملكت كي شوي دي.
غربي آسيا: د شلمى پېړى تر اوائلو پوري د تاريخ پوهانو او لرغول پېژندونكو په هغو وسيلو او ذريعو سره چي په لاس كي يې درلودل د نيل، دجلې، فرات په ناوو او د غربي آسيا په نورو مدني ځايو كي يې مدنيتونه بيان كړي او رڼا يې ورباندي اچولې ده چي ټول يې د تاريخي دورې جزء دى، او ثابته شوه چي د غربي آسيا د تاريخي زمانې اوايل د (۳۵۰۰ق م) كال په شاوخوا كي ټاكل كېږي پس له دې د هغو نوو اقداماتو په اثر چي په ترتيب سره په بين النهرين او پارس كي او د ۱۹۲۲ كال څخه راپه دې خوا د سند په ناوه او بلوچستان كي او په ۱۹۳۳ كال د اكسوس په شمال (مروې ته نژدې انو) كي او په ۱۹۳۶كال په افغانستان (دسيستان په نادعلى) كي شروع شوي دي د هغو لويو سيندو او رود خانو له حوزو څخه چي ياد شول داسي شواهد په لاس راغلي دي چي په عمومياتو كي ډېر مشترك ځايونه لري د غرب لوى پوهان د اوږدو او ډېرو مطالعو او مقايسو له مخي په دې قايل شوي دي چي ۴۵- ۵۰ زرو ق م كلونو په دوره كي د نيل له ناوې او د سپين بحر له سواحلو څخه نيولې د سند او ګنګا تر حوزو پوري يو لوى مدنيت خپور ؤ چي په عمومي اساس پخپل منځ كي سره متشرك ؤ او په محلي خصوصياتو كي هري برخي طبعاً د خپل موقعيت په لحاظ ځيني جلا مميزات درلودل هر كله چي په دې دوره كي د ډبرو كوډړو او فلزي آثار څنګ په څنګ پيدا كېږي نو دا دوره د كلكولي تيك په مدنيت او دوره يادېږي، په بين النهرين كي د (اور ur) د سلطنتي كاورنۍ نه پخوا چي دتاريخ عصر د اوايلو سره سمي خورې دغه لوى مدنيت د هغو ځايو په لحاظ چي آثار او شواهد پكښي په لاس راغلي دي او بيا هم د هغو د جلا طبقاتو له مخي د هماغو ځايو
په نومونو په درېيو دورو ويشل شوي دي چي:
دبنسټ درې پړاونه
د (عبيد دوره) د (اورك دوره) او د (جمدت نصر دوره) په نومونو يادېږي او هر طبيعي دوره د خاورينو لوښو، د تېږو او فلزي اثارو په جوړښت، رنګ او شكل كي ځيني مميزات لري د عيلام په ټلونو او د سوزيان په غونډيو كي چي بيا هم د طبيعي جغرافيې په لحاظ د بين النهرين په خاوري پوري اړه لري د سوز د لومړى او دوهمي طبقې په ټاكلو سره همدغه پلټني او تجسسات شوي دي، د فارس په خاوره كي همدغه پوښتني او پلټني شوي دي او ځينو پوهانو لكه مورګان، پزارد هرزفلد، ګرشمن سميت د موسيان په غونډيو، برسه پوليس او د بو شهر په بندر او د سيالك او حصاروجيان په غونډۍ او نورو ځايو كي حفريات كړي دي، او د هغه ارتباط له كبله چي زموږ راتلونكې مطالعات يې غواړي د ځينو برخو په بيانول پيل كوو، موسيو ګريشمن په افغانستان كي د فرانسې د حفرياتو د هيت مدير په هغو كشفياتو سره چي پخپله يې كاشان ته نژدې د سيالك او جيان په غونډيو او نورو ځايو كي كړي دي په دغو ځايو كي يې تر لومړى زرو ق م كلونو پوري چي په دغو ځايو كي د آريائيانو د پيدا كېدو تاريخ دى د دغي دورې مختلف مراتب كشف كړي دي. له هغو كشفياتو نه چي د اوسنى ايران په خاوره كي شوي دي داسي معلومېږي چي چپاويان د (۳۰۰۰ ق) م په شاوخوا كي د بين النهرين له اطرافو نه جنوب غرب ته چي د سامي مدنيت مركز دى د دغه مملكت تر مركزي برخو پوري راغلي دي او دوى مدنيت بنسټ او اساس يې ايښى دى چي هغه ته (پروتو علامي) يا د سوزيان مدنيت وايي، په دغه عصر او زمانه كي تصويرونه د خاورينو لوښو له مخي كم شوي او د لوښو شكلونو تغير كړي دي او ډېرې زياتي ګنى او فلزي هنداري او د لاجورود و كاڼي د مړو له قبرونو څخه چي د استوګني په خونو كي به يې ښخولې پيدا شوي دي، عيلاميانو د فارس په غربي برخو كي دغه مدنيت رواج كړ او د دوى مال ګڼل كېږي د هغې نتيجې له مخي چي د كاشان د حفرياتو څخه په لاس راغلې ده د (۴۰۰۰ او ۲۰۰۰ ق م) كلونو تر منځ په دغو برخو كي كوم تازه شي نه دى پيدا شوى.
د (۱۲۰۰ ق م) په شاوخوا كي د كاشان په اطرافو كي د مړو د ښخولو طرز تغير پيدا كړى دى نخچي (نقشي) لوښي نښته او نورو لوښو په نوو شكلونو سره د هغو ځاى نيولي دي د برنجو او مفرغو آلات او ادوات ليدل كېږي د سرو زرو كاڼي ډبري دي د (۱۱۰۰ق م) په آخر كي اوسپنه هم پيدا شوې ده، د موسيو ګريشمن د عقيدې له مخي په فارس كښي د كاشان د ژوندانه وروستۍ مرحله د آريايي ژوندون شروع ګڼل كېږي او د (۱۰۰۰ ق م) كال په شاوخوا كښي لومړى ځل دا ثوري پاچايانو په سالنامو كي خاص آريايي نومونه پيدا كېږي، تر دې چي په (۸) او (۹) ق م پيړۍ كي د پارسوا (پارس) او آمادي (ماد) آريايي قبيلې هره يوه پخپل روڼ سره دا ثوري پادشاهانو په ليكنو (كتيبو) كي يادېږي په دغه وخت كي كلى لوى شوى دى او يو ټينګ او مستحكم ښار ورځني جوړ شوى دى په ځينو غونډيو باندي يې خښتي فرش كړي دي چي د ودانيو جوړولو دپاره ميدان پراخ شي نو د غونډيو په سر باندي يې ماڼۍ ا و ودانۍ جوړي كړي دي او ګرده چاپيره يې ورځني ديوالونه تاو كړي دي. د ښارونو او كلا ګانو له سنګرو او مرچو څخه څرګندېږي چي نوي راغلو خلكو يعني (آريائيانو) شهزادګان، رئيسان، او پادشاهان او د نجباوو ټولګۍ درلودل، د آسونو كيږى او د سپرلۍ او سوار كارۍ تورې نښي او ادوات لكه سرنېزه، فلزي سرتېر، توري او نور شيان هم كشف او پيدا شوي دي، او دغه ټول په فارس كي د لوط د دښتي په غربي ځمكو كي د سوار كار قوم په پيدا كېدو او ظهور دلالت كوي چي د آريايانو نه عبارت دى چي د شرق له خوا نه د باختر او د آريانا د نورو ځايو نه دغې خواته تللي دي او ساميانو هغه ځاى دوى ته پرې ايښي او د غرب خواته لېږدېدلي دي او دغه لومړى ځل دى چي د مادي شواهدو له مخي د (۱۰۰۰ ق م) په شاوخوا كي په فارس او مديا كي د ساميانو په خاوره كي د آريائيانو د پيدا كېدو نښي او علامې څرګندې شوي دي. او د باختر نه د شرق او غرب خواته د آريايانو د تګ تفصيل به په دافغانستان په پخواني تاریخ کې وګورئ، په دغه ځاى كي د قبل التاريخ د كشفياتو له مخي په دې باره كي پوره رڼا يې واچوله شوه.
یــــــــــــــوه بل اهـــــــــــــــــــم ټکی !۱
مادپښتوفارسی اوعربی تاریخونو اوویب سائیتونوترڅنګ دایرانیانو تاریخونه هم ډیروکتل دهغوي دروغ اومسبت نظرونه مې راوڅیړل یوشمیر انځورنه مې ترلاسه کړل چي دهوتکي دورې دویاړو یوښه پس منظربلل کیدای سي ،خوډیرمې دافغان اتلانو هغه اسلامي کړني چي تاریخ لیکونکي صرف نظر ګرزولي وي هغه مې ترلاسه اونشرکړي له هغوڅخه دمکي اومدني علماؤ دفتوی ټکي او اوهندي دشاه ولی الله صاحب معتصمه چېغه چي افغانانوتریالوته یې کړي وه اوداسی نور...
اخځ اولمنلیکونه :
(ادفغانستان پخواني تاریخ لومړي ټوک ، البرونی ، حبیبی ، پټه خزانه قلمي نسخه ښالم ،ایرانی سائټونه اودهیواد یوشمېرنورتاریخونه اوهمدا ډول په بهرکې دپښتني غوځنګونو په ویاړ دسیمینارونو چاپ اثار)
اویوشمیرنور...