صالح محمد صالح
”د کوکنارو کرنه- قاچاق او دودېدنه د افغانستان لپاره يو ستر ګواښ ګڼل كېږي، چې دغه هېواد ته يې په ملي او نړيواله كچه ګوزار وركړى دى“. دا خبره نن د هر چارواكي له خولې څخه اورو، چې نړيوال ملاتړ يې هم ورسره بدرګه كوي. له همدې كبله د نړۍ زيات هېوادونه په دې باور دي چې افغانستان د نړۍ په كچه د مخدره توكو په توليد او قاچاق كې لومړى مقام لري.
امريكا اعلان كړى، چې ۷۸۰ مليون ډالره به د دغو توكو د له منځه وړلو لپاره بېلوي، دغه راز د انګلستان دولت هم د يوه اووه كلن پروګرام لپاره اووه مليونه ډالره په پام كې نيولي، چې د كوكنارو د له منځه وړلو پر لار به يې لګوي. دا چې دغه پانګه به وكړاى شي، چې د دې كر مخه ونيسي، دا بېله موضوع ده، خو پر دې خبرې تر غور وړاندې به ځينې هغه فكټورونه راوسپړو، چې دومره پام نه ورته كېږي او د چا خبره زيات كسان په دې اړخ كې له مړې ګېډې خبرې كوي. پر دې خبره خو په واشنګټن كې د افغانستان لپاره د سوله ساتو پوځونو پخوانى رئيس هم اقرار كوي، چې: ”افغانانو ته دا ستونزمنه ده، چې د مخدره توكو پرضد دې مبارزه پيل كړي، ځكه دوى ته يې مادي ګټه هم د پام وړ ده.“
دغه راز په دې وروستيو كې د افغانستان د عالمانو شورا هم اعلان وكړ، چې د كوكنارو د مخنيوي لپاره په كار ده، چې اوچت ګامونه اوچت شي او نړيوال هم بايد په دې برخه كې افغانستان هېر نه كړي، د دې تر څنګ كله چې د افغانستان لومړني منتخب ولسمشر د لوړې مراسم ترسره كول، نو تر دې مراسمو وروسته ورځو كې يې د وينا عمده موضوع د كوكنارو د كر، قاچاق او دودېدنې د بنديز مسئله وه.
د ۲۰۰۴م كال د نومبر پر ۲۳مه نېټه مې د بي بي سي راډيو په ماښامنۍ خپرونه كې د ښاغلو: انورالحق احدي، نصرالله ستانكزي او مياګل اروال هغه ګردى مېز واورېد، چې ښاغلي داود جنبش يې كوربه توب پر غاړه درلود، د دې ګردي مېز موضوع هم د همدغه نشه يي توكو د له منځه وړلو په باب وه.
ښاغلي احدي د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل: ”دا ستونزمنه ده، چې موږ درې تنه دې په يو څو دقيقو كې دغو كروندګرو ته داسې لاره په ګوته كړو، چې هغه دې په بشپړه توګه سمه، معقوله او جامع وي، له دې كبله بايد اوږدمهالى پروګرام په پام كې ونيول شي، چې وكړاى شي ژور اغېز ولري او د ډېر وخت لپاره كار وركړي“.
ښاغلي مياګل اروال هم د جلال اباد د زياتو اوسېدونكو د خبرو په تاييد وويل: ”خلك د مجبوريت له كبله كوكنار كري، زيات كروندګر غوښتنه لري چې د اوبو بندونه دې ورته جوړ شي، لويې ويالې دې ورته وغزول شي او د اوبو اسانتياوې دې ورته برابرې شي، چې دغه كار به په خپله د كوكنارو د كركيلي مخه ونيسي“.
دغه راز ښـاغلي نصرالله ستانكزي هم ښو ټكو ته اشاره وكړه، چې په اقتصادي لحاظ يې د دې كار زيانونه په ګوته كړل او داسې نور...
كوكنارو د افغانستان لپاره عمده ستونزه ده، خو داسې هم نه ده چې دا ستونزه دې دومره لويه وي، چې د حل يوه لار هم ونه لري. تر هرڅه وړاندې خو بايد هغه لاسونه لنډ كړاى شي، چې دغه توكي په ګرانه بيه رانيسي او ان چې اسيايي، اروپايي او نورو خليجي هېوادونو ته يې د لېږدونې او هورې د پلورنې او ماركېټ ځواك هم لري. لومړى بايد د نړيوال مافيا هغه ريښې وچې او غوڅې كړاى شي، چې د دولت په جوړښت كې عمده ځاى لري. لكه سيمه ييز قوماندانان او ځينې چارواكي، چې له يوې خوا د مخدره توكو د له منځه وړلو شعارونه وركوي، له بلې خوا په خپله عملا د دغو توكو په كرنه، لېږدونه او دودونه كې لوى لاس لري. البته نړيوال مطبوعات دغه اړخ ته زياته پاملرنه كوي او تل يې پر دې ټينګار هم دى، چې په خپله دولت هم دا مني او هر مهال ټينګار كوي، چې د دغو توكو په توليد او قاچاق كې د دغو كسانو لاس شته.
د فرانسپرس اژانس په حواله: ”د انګلستان حكومت ژمنه كړې، چې اته اعشاريه درې مليونه ډالره به د يوې دوه كلنې پروژې په ترڅ كې د خوراك نړيوال سازمان ته سپاري، چې په افغانستان كې د كوكنارو د كر مخه ونيسي.“
خو بيا هم د مخدره توكو پرضد د مبارزې د ادارې مشر ميرويس ياسيني ټينګار كوي، چې د اروپايي ټولنې، امريكا او انګلستان اوسنۍ مرستې ډېرې لږې دي، بايد چې په دې برخه كې نورې مادي مرستې هم وشي، د دې تر څنګ كه بل پلو وګورو، دا مادي او مالي مرستې له څو كلونو راهيسې راروانې دي، بيا يې هم كوم درد نه دى دوا كړى، د دې پرځاى چې دغه مرستې كوم ځاى ونيسي، د دې كښت كچه يې زياته كړې هم ده، البته دې موضوع ته لږ وروسته راځو.
څو كاله وړاندې وپتېيل شوه چې د كوكنارو د مخنيوي لپاره دې كروندګرو ته د يوه جريب ځمكې پر سر درې نيم سوه ډالره وركول كېږي، چې دا پيسې وروسته كمې ”پنځوس ډالره“ شوې، ان چې په زياتو سيمو كې دغو كروندګرو ته پر يوه جريب ځمكه پنځوس ډالره هم ورنه كړل شول. په ګڼ شمېر ولايتونو كې خو كروندګرو لاريونونه وكړل او غوښتنه يې كوله، چې دغه پيسې دې زياتې شي، كه نه زياتېږي، لږ تر لږه خو دې انصاف په پام كې ونيول شي، ځكه چې پيسې د زورواكو او ټوپكوالو جېبونو ته لاړې، يو كروندګر هم پرې ښاد نه شو. لس سلنې (فيصده) مثبته پايله يې هم ورنه كړه، چې اوس دا دى د څو كلونو په تېرېدو سره يې بيا هم مثبتې اغېزې او وړ پايلې نه ښكاري.
د تېر لمريز كال د تلې مياشتې په وروستيو كې نيويارك ټايمز هم په افغانستان كې د كوكنارو د زياتېدو په اړه يوه څېړنه خپره كړې، چې ګواكې: ”په ۲۰۰۴م كال د افغانستان د كوكنارو كچې بېسارې بڼه درلوده، چې په تاريخ كې يې بېلګه نه ده ليدل شوې او افغانستان په دې برخه كې تر كولمبيا هم مخكې شوى دى. چې پړه يې پر ولسمشر او د بهرنيو انجوګانو پر نيمګړي كاري سيسټم وراچوي.“
په هغو شمېرو او اټكلونو كې چې په ځينو خپرونو كې راغلي او د انټرنټ د ځينو پاڼو په حواله: په ۲۰۰۴ م كال د افغانستان په ۳۲۱۲۶۳ هكټار ځمكه كې كوكنار كول شوي وو، چې په دغه كال كې يې حاصل ۴۲۰۰ ټنو ته ورسېد، له قاچاق څخه يې لاسته راغلې پيسې دوه اعشاريه اته مليارده ډالره اټكل شوي دي، چې په ۲۰۰۳م كال كې افغانستان ۳۶۰۰ ټنه ترياك توليد كړل او دا په ټوله نړۍ كې بې كچه توليد و، چې بل هېواد په دومره څومره والي كوكنار نه وو توليد كړي.
ميرويس ياسيني يادونه كوي چې د ۲۰۰۰ م كال په پرتله د كوكنارو په كر كې، په سلو كې ۶۴ زياتوالى راغلى دى. خو بلې غاړې ته بيا د پاريس سهارنۍ ورځپاڼه ليبراسيون په خپله يوه سرليكنه كې كاږي: ”...په داسې حال كې چې ۱۵۰۰۰ امريكايي سرتېري او د ناټو نظاميان د افغان دولت ملاتړ كوي، بيا هم د دوى د لګښتونو نيمايي د كوكنارو له كښت څخه لاسته راځي.“
اړوندو ادارو په ۲۰۰۰ م كال كې اعلان وكړ، چې افغانستان د نړۍ لپاره يو ستر ګواښ دى، چې مخدره توكو يې ټوله نړۍ نيولې ده. په هغه كال كې يې ۲۰۰۰ ټنه كوكنار توليد كړي وو، خو اوس ګورو چې د دغه توليد كچه څوچنده زياته شوې، يانې افغانستان د ۲۰۰۰ م كال په پرتله نړۍ ته ۶۴ سلنې زيات ګواښ پېښ كړى، حال دا چې په وروستيو درېيو كلونو كې بايد دغه كښت ډېر راټيټ شوى واى او اړوندو ارګانونو هم بايد اغېزناك كارونه كولاى، ځكه چې اوس خو يې په خلاص مټ د نړيوالو ټولنو ملاتړ هم درلود او هغه خنډونه هم پر لار ورته نه وو پراته، چې پخوا يې يادونه كېدله. اوس خو پر ټول هېواد يو مركزي حكومت واكمن و، د جګپوړو چارواكو په وينا يوه واحده اداره هم موجوده وه، نو بيا دغه كرنه ولې دومره زياته شوې ده؟
نو چې داسې ده، كېدى شي په ۲۰۰۵ م كال كې دا كچه نوره هم لوړه شي او د هر كال په تېرېدو سره دا سلنه (فيصدي) نوره هم اوچته شي، چې په پاى كې به دا هېواد د دغو توكو د توليد او قاچاق لومړنى مركز شي.
ملګرو ملتونو په خپل يوه رپوټ كې څرګنده كړې چې په ۲۰۰۴ م كال كې د كوكنارو كرنه، په بې كچه توګه زياته شوې، چې د ټولې نړۍ ۸۷% جوړوي، دغه رپوټ وړاندې زياتوي: ”اوس مهال د كوكنارو له كر څخه كلنى عايد درې مليارده ډالر كېږي، چې د افغانستان د تجارت عمده برخه جوړوي.“
يوه انټرنټ پاڼه د اروپا په سلو كې ۷۵ ترياك او په سلو كې ۹۰ هيرويين د افغانستان ګڼي.
زيات مهال په نړيوالو رپوټونو كې اورو، يا هم په ځينو خپرونو كې لولو چې د دې كركيلي د زياتېدو او پراخېدو يوه وجه په دې قاچاق او سوداګرۍ كې د ټوپكوالو لاس لرل دي، چې خپلې ګټې په كې پالي او دوى له دې لارې تغذيه كېږي، ان چې په زياتو سيمو كې كروندګرو ته د كوكنارو تر كر وړاندې پيسې وركول كېږي او ورته وايي چې د كال په پاى كې بايد په همدې كچه كوكنار ورته برابر كړي. نو كه كروندګر په هماغه كچه كوكنار راټول نه كړاى شي، اړ دى چې هماغه پيسې بېرته ورپوره كړي او يا هم كوكنار ورته پيدا كړي، چې دا د اوسنۍ پېړۍ يوه بله غميزه ده، ځكه چې دا د يوې بلې تېرايستونكې معاملې يوه داسې بڼه ده، چې اصلي ګټه يې د بل چا ده او خواري يې بل څوك ګالي.
ستره ستونزه دا ده چې نن قاچاق وړونكي هم نارې وهي، چې كوكنار د افغانستان لپاره يوه ستونزه ده او بايد چې مخه يې ونيول شوي، هغه كس چې دا بوټى كري، هغه هم همدا چيغې وهي. چې څوك اوس دا تفكيك هم نه شي كولاى او كه يې كولاى شي څه ويلاى نه شي، ځكه اكثره عناصر چې كوكنار كري او بهر ته يې د لېږدونې وړتيا او ځواك لري، دا توان هم لري چې د وسلو په زور خلك او مطبوعاتي وګواښي، چې نړيوالو رپوټونو هم د ځينو جګپوړو چارواكو خپلوان او دوستان په دې قاچاق كې ښكېل بللي چې دا ليست خپور شوى دى.
په دې خبره نړيوال هم په يوه خوله دي، چې د كوكنارو له كر څخه لاسته راغلې پيسې كروندګرو ته نه رسېږي، ان چې په سلو كې ۱۰ ګټه يې هم جېب ته نه ورلوېږي. اصلي ګټه يې د نړيوال مافيا او هغو ډلو ټپلو ده، چې شل چنده ګټه ځنې اخلي او دغه كوكنار يا هم لاسته راغلي اپين د نړۍ په ګوټ_ ګوټ كې بازارونو ته رسوي. نو چې دغه مافيا دومره قوت او پراختيا لري، ولې يې د له منځه وړلو هڅې نه كېږي، ولې د كوكنارو تقاضا له منځه نه وړل كېږي، چې يوازې د عرضې مخه نيول كېږي، دغه پانګه چې د كوكنارو د كركيلي د بنديز لپاره بېلېږي، څوك څومره ډاډ لري چې ټولې يې پر مشروع لار لګېدلي او رښتيا هم يوه مثبته پايله يې وركړې ده.
سمه ده، په زياتو سيمو كې د الوتكو په مرسته پر كروندو داسې دارو شيندل شوي، چې د كوكنارو بوټي له منځه وړي، دا داسې دارو دي، چې كروندګر كله كوكنار اوبه كوي، بوټي يې وچېږي او پاڼې يې هم ناڅاپه رژېږي، كه څوك دا موضوع په حقوقي لحاظ وڅېړي، يوڅه د غور وړ ده، ځكه په همدغو اكثرو سيمو كې دغو داروګانو پر تازه مېوو اوان چې حيواناتو هم ناوړه اغېزې كړي، چې دا يو بې ګټې كار دى، ځكه جانبي زيان هم لري، چې ټول يې همدغه بېوس او كموس كروندګر ته متوجه دى.
د حيرانۍ وړ خبره ده، نړيوالې ټولنې او د كوكنارو مخالفې موسسې هر مهال شعارونه وركوي، چې د كوكنارو پرځاى بايد غنم، نور حبوبات او غلې وكرل شي، خو په زياتو سيمو كې كه كروندګر دغه توكي كري او د پلورنې لپاره يې بازار ته وړاندې كوي، هغه شوي مصارف يې هم نه پوره كوي، چې ښه بېلګه يې په هرات ولايت كې د تېر كال بهير دى، چې غنم په نيمه بيه پلورل كېدل او كروندګرو خپل غږ تر نړيوالو هم ورساوه، خو چا پرې غوږ ونه ګراوه، ليدل كېږي، چې زياتو انجوګانو به له بهر څخه په ډېره لوړه بيه غنم راواردول، يا هم تېر كال په غزني ولايت كې خلكو كچالو (پټاټې) زياتې وكرلې، خو بازار ته دومره عرضه شوې، چې اخر چا من په لسو افغانيو هم نه رانيولې، ان زياتو خلكو خو خپلې پټاټې غويانو او نورو څارويو ته وركړې، چې څو چنده تاوان يې وګاله.
نړيوالې ټولنې كه د كوكنارو بندېدل غواړي، د نورو توكو لپاره دې د بازار او ماركېټ زمينه برابره كړي، كروندګر به اړ نه وي، چې له مافيا څخه د كوكنارو پيسې مخكې له مخكې واخلي. دا په خپله زباتوي چې د دغو انجوګانو او ټولنو پلان لنډمهالى او بېړنى دى، چې يوازې د اوس لپاره ورباندې غور او فكر شو، له دې كبله يې ګټه هم دومره زياته نه ده، چې مثبتې اغېزې يې تر ډېره پاتې وې. دغه ټولنې دې غور وكړي، كه نن دغه ټول كروندګر د كوكنارو له كر څخه لاس واخلي، څه به كري؟ ايا كه نور توكي وكري، نو همداسې تاوانونه به پرځان وړي؟
زيات كارپوهان خو د طالبانو د حكومت وروستي كلونه د بېلګي په توګه يادوي، چې پر كوكنارو يې بنديز ولګاوه، نو په هماغو نژدې مياشتو كې د دوى تر ولكې لاندې ټولو سيمو كې د كوكنارو كركيله تر ډېره راټيټه شوه او هېچا هم جرئت نه كاوه، چې دغه بوټى وكري. خو كه داسې يو فرمان هم صادر شي، كېدى شي زيات خلك دا ووايي چې د كروندګرو مجبوريت ته پام ونه شو، يا هم حكومت يوازې خپل ضرورت په پام كې نيسي او د مړې ګېډې خبرې كوي، بيا هم كه هماغو عمده ټكو ته پام وشي، تر ډېره حده كېدى شي چې د كوكنارو د كركيلي كچه راټيټه شي. د ناڅاپي بنديز هيله خو يې ځكه نه شو كولاى، چې اوسنيو شرايطو او امكاناتو ته په پام سره دا كار دومره شونى نه دى، په تدريجي ډول يې د ګراف راټيټونه امكان لري، خو چې د يوه منظم پلان او ستراتيژۍ له مخې كار وشي.
اكثريت ولايتونه د بندونو جوړونې ته اړتيا لري، چې د زياتو كروندګرو او ځايي اوسېدونكو غوښتنه هم همدا ده. كه دغه اړخ ته پام وشو، زياتې شاړې ځمكې به سمسورې شي، كروندګر به هم له زياتو مجبوريتونو او خواريو خلاصون ومومي، چې دا كار به د بيارغونې او ابادۍ پر بهير ډېر مثبت اغېز وكړي.
د كوكنارو د كركيلي پرځاى دې تقاضا له منځه يووړل شي، د هغو مافيايي ډلو لاسونه دې لنډ كړاى شي، چې دا توكي په لوړه بيه رانيسي. دغه كار به په خپله د دغه كښت ريښې وچې كړي.
نړيوال چې د دغه كركيلي له بنديز سره ډېره لېوالتيا ښيي او په دې برخه كې له هر ډول پرمخيون سره مينه څرګندوي، نو كه هر اقدام ويني، دوى يې د پراختيا او غوره پايلې لپاره مټې رانغاړي. كه څوك په دې برخه كې كوم فلم جوړوي، دوى ښه فنډ وركوي، كه ځينې خپرونې ورته ځانګړې شوي، نو همدغو انجوګانو ډبلې پيسې وركړې دي. يا هم كه د كروندګرو كوكنار اړول شوي، نو پر هر جريب ورته ځانګړې اندازه پيسې بېلې شوي، خو هغو كروندګرو چې په خپله خوښه يې د كوكنارو پرځاى نور توكي كرلي، يا هم ځينو سيمه ييزو شوراګانو پر دغه كښت بنديز لګولى، له هغوى سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، يا هم نه دي هڅول شوي.
د ساري په توګه، د هلمند، كونړ او جلال اباد په زياتو سيمو كې ځينو ولسواليو پرېكړه كړې چې نور به كوكنار نه كري، نه به هم نورو كروندګرو ته اجازه وركړي، چې دغې كرنې ته دوام وركړي. كه چېرې د دغو كسانو اقدام او دغه هڅه په خپرونو كې منعكسه شوې واى او د دغو كسانو تجربې نورو ته لېږدول كېداى، ښايي په زياتو نورو سيمو كې هم خلك هڅېدلاى، چې دا توكي ونه كري او دا به يو اغېزناك اقدام واى.
په هر صورت، نړيوالې مرستندويې ادارې بايد اوږدمهالي پروګرامونه په پام كې ونيسي، خو خپل كارونه دې يوازې په دې نه محدودوي، چې پانګه واخلي او خپل كاري پرسونل دې زيات كړي او عملي كار يې يوازې په دې پورې محدود وي، چې تش غونډې، سيمينارونه او وركشاپونه راوبولي، يا هم يوازې خپلې چاپي خپرونې زياتې كړي. د موضوع پر ژورو اړخونو دې پام وكړي، چې دغه كرنه، له بېخه وركه كړي. په مقابل كې دې نورو كرنيزو محصولاتو ته بازارموندنه وشي، چې وكړاى شي، دغه كروندګر په مالي برخه كې تقويه كړي.