نعيم زى
په تيرپسې ...
په ١١٥٤ لمريز کال کې ابدالي او غلجائى سردارانو عبدالخالق سدوزى رامخته کړ او يو پنځه ويښت زريزه لشکر يې تيار کړ او د کابل په لور يې حرکت وکړ د ودرگو دشش گاو په سيمه کې د تيمور شاه د فوځ سره مخامخ شول جگړه پيل شوه، د عبدالخالق لشکرو ماتې وخوړه دلاور خان او پاينده خان دواړه تيمورشاه ته تسليم شول، عبدالخالق خان ونيول شو او په سترگو يې ړوند کړ کومو ابداليانو چې په دې جنگ کې گډون کړى ؤ او کورنۍ يې په کابل کې وې ټول ونيول شول او اړتون (زندان) ته واچول شول د عبدالله خان ديوان بيگې په شمول.
تيمور شاه چې کابل ته راغى مدد خان بارکزى يې خپل سپه سالار وټاکلو.
د ملتان سکهانو په ١١٦٠ لمريز کال پاڅون وکړ تيمور شاه هغه مات کړل، دوه ځله بيا د ملتان سکهانو او د کشمير خلکو پاڅونونه وکړل خو د مددخان سپه سالار او جنرال احمد خان نورزى له خوا وټکول شول په ١١٦٥ لمريز کال په کشمير کې د احمد شاه بابا د وخت والى آزاد خان د کريمداد خان زوى د تيمور شاه له اطاعت نه سروغړاؤ، سپه سالار مدد خان ورغى د کلکې مقابلې نه وروسته آزاد خان د رستم خان په کلاکې کلابندشو او ځان يې پخپل لاس په تفنگچه وواژو، د تيمور شاه په وروستيو کالو کې د هندوستان په جنوبي او ختيزو سيمو کې انگريزانو فعاليت پيل کړ او هم د افغانستان شمال نه بخارا امرانو هم په فعاليت لاس پورې کړ او په ايران کې هم.
تيمور شاه دخپلو اتو زامنو په منځ کې ويش وکړ. قندهار يې مشر زوى همايون ته، هرات يې دوهم زوى محمود ته، پشاور يې دريم زوى عباس ته، کابل يې څلور زوى زمان ته. غزني يې شجاع ته او کشمير يې کندل خان ته وسپارو يعنې د ذکر شوو ولاياتو واليان شول. تيمور شاه په کال ١١٧٢ لمريز کال کې په پشاور کې رنځورشو کابل ته راغى او په کابل کې وفات شو. داسې ويل کيږي چې د تيمور شاه مرگ طبعي مرگ نه ؤ بلکې د خپل کور د ښځو له خوا زهر ورکړل شوى وو او د هغه زهرو له کبله وفات شو والله اعلم.
د شاه زمان واکمنۍ له ١١٧٢ تر ١١٨٠ لمريز هجري پورې:
د تيمور شاه د مړينې نه وروسته زامنو يې هر يوه د بادشاهۍ غوښتنه درلوده. شهزاده عباس خان په بيړه له پشاور کابل ته راغى او د بادشاهى غوښتنه يې وکړه. همايون چې د تيمور شاه مشر زوى ؤ ځان يې له ټولو مستحق بالو. زمان خان چې د کابل والي و د پلار له شخيدونه وروسته يې ټول شهزادگان پرته له همايون د قندهار والي او محمود خان د هرات والي څخه د مشرانو جرگې ته راوغوښتل خو دنوي بادشاه د ټاکلو په برخه کې سلامشوره وکړي. شهزاده گان ټول حاضر شول پرته د همايون او محمود نه. خانانو، سردارانو او شهزاده گانو هر يوه کوښښ کاو د خپل لورې پله درنه کړي او د خپل فکر شهزاده وټاکي. شهزاده عباس خان ځان د بادشاهى لپاره وټاکو او ډير پلويان يې په جرگه کې وموندل شهزاده زمان خان چې د جرگې وضعه وليده چې د عمر مراعات او ارزښت پکې نشته يعنې د شهزاده همايون او شهزاده محمود چې دواړه مشران دي څوک يادونه، نه کوي نو ځان يې له شهزاده عباس او نورو شهزاده گانو څخه کوم چې په جرگه کې گډون لري د سلطنت د مقام لپاره وړ او مستحق وبالو. څرنگه چې نوموړى د کابل برحاله والي ؤ او د کابل ټول ځواک له نوموړي سره ؤ په مجلس کې يو شمير مشرانو د زمان خان غوښتنه د هغه د لياقت او ښه ادارې له مخې صحيح او حق وبلله او د شهزاده زمان مرسته يې وکړه. شهزاده زمان فوراً په جرگه کې ناست شهزادگان او د هغوى پلويان ونيول او ټول يې په بالاحصار کې بنديان کړل او خپل بادشاهي يې اعلان کړه، زمان خان بادشاه شو خو دده مشرانو وروڼو شهزاده همايون د قندهار والي او شهزاده محمود د هرات والي دده بادشاهى ونه منله. شاه زمان د ډيرو سختو کورني او بهرني گواښونو سره مخامخ شو چې د بادشاهي اته کالونه يې ټول په جگړو کې تير کړل. خو نوموړي ډير زړه ور او مدبر شخصيت ددغو ټولو ستونزو سره يې ډغرې ووهلې او مايوس نه شو په اصطلاح يوه پښه يې په پنجاب کشمير وه او بله د هيواد په بل ولايت کله به يې چې د پنجاب ، کشمير، ملتان پاڅونونه آرام کړل بيا په کابل کې يا کوم بل ولايت کې شهزادگانو او سردارانو سر را اوچت کړ.
د نوموړى د وخت سمې ستونزې داوې:
١- د نوموړي له واکمنۍ نه وړاندې په فرانسه کې انقلاب راغلى ؤ چې ټوله نړۍ يې لړزولې وه.
٢- د هندوستان په جنوبي او ختيزو سيمو کې انگريزي کمپنيو چټک فعاليت پيل کړى ؤ او دا سيمې يې تر خپل اغيز لاندې راوستې وې.
٣- په ايران کې هم پاڅونونه پيل شوي ؤ او دوه کاله وروسته داقامحمدقاجار له خوا د قاجاريانو حکومت جوړ شو.
٤- د شمال له خوا هم روسي واکمنانو د افغانستان شمالي پوله ترگواښ لاندې نيولې وه.
٥- په هيواد کې دننه شهزادگانو هم په هرځاى کې سر راپورته کړى ؤ او شاه زمان يې آرام نه پريښود. ددې ټولو مشکلاتو، ستونزو او گواښونو سره سره شاه زمان مقاومت وکړ او په ډيره زړه ورتيا او مدبرانه توگه يې د واکنۍ چارې په مخ بيولي اول بغاوت د شاه زمان په ړاندې د هغه مشر ورور همايون د قندهار والي وکړ ځکه: هغه مشر ؤ او ځان يې مستحق بالو. شاه زمان د قندهار په لور حرکت وکړ او د قلات سره د همايون جنرال ميرعلي اسحق زي شاه زمان ته تسليم شو او همايون بلوچستان ته وتشتيدو، شاه زمان بيرته کابل ته راغى له کابل نه پشاور ته لاړ اباسين ته لانه ؤ رسيدلى چې خبر ورته راغى چې همايون بيا د سيند د تالپوريانو په مرسته په قندهار يرغل کړى قندهار يې نيولى او د شاه زمان وړوکى اوه (٧) کلن زوى قيصر يې په چړو وهلى دى. شاه زمان په بيړه کابل ته اوبيا له کابل څخه يې د قندهار په لور حرکت وکړ همايون هرات ته وتشتيدو خو دلارې په اوږدو کې د محمد خان بلوچ له خوا ونيول شو، زمان شاه ته يې تسليم او د کابل په بالاحصار کې يې بندي او په سترگو ړوند کړ. له همايون نه وروسته دهرات والي شهزاده محمود هم سر را اوچت کړ او عطامحمد عليزى هم د پنځو زرو کسانو سره د محمود سره يوځاى شو او د قندهار په لور يې حرکت وکړ. د محمود او شاه زمان لشکرې په گرشک او زمينداور کې سره مخامخ شوې سخت جنگ ولگيدو. شهزاده محمود فراه ته وتشتيد او له هغه ځايه هرات ته لاړ شاه زمان هغه تعقيب کړ او په هرات کې يې کلابند کړ اخير مور يې د توبې نامې اوغاړه ايښودو سره شاه زمان ته وليږله. شاه زمان د مور د احترام په خاطر شهزاده محمود وبخښلو او د هرات ولايت ورته وسپارلو شاه زمان درې ځله د پنجاب قصدوکړ خو په هيواد کې بيا د وروڼو له خوايې يوځاى پاڅون شو او له نيمې لارې بيرته راوگرزيد
نور بيا...