دعلومواکاډمۍله الف څخه ترواړه کاپ (ک) پورې.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4788
خادم کوچى
دخبریدو نیټه : 2005-12-18

خادم کوچی

کله چې موږپه افغانستان کې دعلوموداکاډمۍپه  هڅو اوهلوځلوخبرې کووبيانوزموږپه هيوادکې دژبودودې،غوړېدنې اوپرمختګ په اړوندحکومتي اودغټانوهڅې هم بايدملګرې،همغاړې اويوځاى ورسره يادې کړو،ياکه دغه خبره په بله خواشيندلې ياده کړله شي نوعلوم به يې يوه برخه شي اکاډميک به يې بله برخه شي وګړيزې هڅې اومالي لګښت به يې بله برخه شي چې حکومتي مشران اوغټان به پکې ګډ  اوبرخه وال وګڼل شي ګواکي ددغوګډوهلوځلوپه مټ اوبرکت به زموږعلوموته کارکېږي اوداچې ددغوګډوهڅواوهلوځلوله سيوري لاندې به زموږژبه وده،غوړېدنه اوپرمختګ کوي دهرې ورځې په تېرېدوسره به اکاډميک دښېرازۍ مزلونه کوي.

 

دګډوکارونو په بهيرکې بايدداهم خلکوته په ډاګه اوروښانه وي چې دژبودودې،پرمختګ اوغوړېدنې په لارکې څوک اوکوم لورى کارنه کوي ياداچې په کارونوکې ټګي برګي اوخنډونه رامنځته کوي.؟؟؟

 

دژوندپه ډېرواړخونوکې خلک شته چې نوروګړي غولوي اوداچې وګړي غولول شوي دي ولې په نن پوهنيزه ياعلمي نړۍکې وګړي ډېرڅه لاس په لاس اونغدچغدغواړي،دنن ژونددتېرې زمانې کيسې اونکلونه نه دي نن دنړۍوګړي اړتياوې لري دهغوى منل شوې اړتياوې بايدپوره کړل شي اوکه دهغوى اړتياوې پوره نه شي خامخاخپل لاس اوپښې وهي،هلې ځلې کوي ترڅوله نوروسره دژوندپه ګړندي بهيرکې خپل ځان اوخلک ورګډکړي.

 

داچې په افغانستان کې دعلومواکاډمۍکوم کارونه کړي دي؟؟؟ياولې يې نه دي کړي؟؟؟ياواکمن اودوخت مشرتابه ورسره همکاري نه ده کړې؟؟؟ياله حکومت سره په ګډه ولې دغه ټولنه اواداره دخلکوغوښتنې نه شي پوره کولى؟؟؟اوکه حکومت ورسره همکاري اومرسته نه کوي ولې دغه داکاډميکوعلوموټولنه په دې کارکې پاتې راغلې ده چې له خپلوستونزوڅخه خپل خلک اوولس خبرکړي؟؟؟ياداسې خوبه هم نه وي چې دغه خلک يوازې دخپل کاروبارپه بڼه يادخپل کاروبارله پاره په دغه اداره کې ناست ولاړاوراشه درشه کوي      اودخپلوخلکولوړ،اکاډميک خدمت،چوپړاوهغه مسوليت يې هېرکړى وي چې دغه ټولنه يې دخلکوپه وړاندې لري،هرڅه چې وي خوغوټه ورکه اوخوله پرې پټه بايدنه وي.

 

له نېکه مرغه په دغووروستيوکلونواودافغانستان دبيارغاونې په ترڅ کې ددغې ټولنې سرپنج اوسرميران غړي دبون له اېتلاف اودمشارکتي ملي حکومت له غړوسره ډېرې نيږدې اودسلاکارۍاړيکې لري،داسې اېسول کېږي چې دبيارغاونې په بهيرکې دغې ټولنې ته ډېرڅه په لاس اوګوتوکې ورکول شوي وي،دارګ له نيږدې همکارۍاوتړاوسره سره دځينې خلکواوواليانوله خولې څخه دځانګړومرکوپه ترڅ کې اورېدل شوي دي چې هغوى هم په دغه اوسنۍدره کې دعلوموله اکاډمۍسره مالي مرستې کړې دي خودمرستواندازه نه ده څرګنده شوې اوداچې دغه واليان له کومې لارې اوکوم پنډڅخه دغه پيسې ورکوي يادکوم باج اوراج له مخې دغې اکاډمۍته دغه بسپنه ورکول کېږي،ياداچې دعلوموداکاډمۍدسلاکاروزارت واک اوځواک دومره پياوړى شوى ده چې دهيوادپه مقرريوکې ګډاولاس لري؟؟؟؟هرڅه چې وي خوزموږهيله داده چې زموږ دغه دپوهنې اوعلمي ټولنه ديوښه راتلونکي په لور چټک،پياوړي،غښتلي،ازېلي،ګړندي اومېړني ګامونه پورته اولوړکړي.الوبل.

 

ځينې بېلبرې،ستونزې يادهغوى په ويناپرابلمونه دي چې بايدخبرې پرې وکړو،ترڅودخپلوخلکوسرونه اوخيالونه پرې خلاس کړودافغانستان په ټول مشرتابه کې په ځانګري ډول دعلوموپه اکاډمۍکې يوه غټه ستونزه داده چې دغه ټول مشرتوب دراتلونکي کهول،کوړمې اوکول چې دوى نسل ورته وايي په روزنه کې پاتې راغلي دي،ګواکي دغوټولومشرانوپه ټولنه کې داسې ځواک اوڅوک نه دي روزلي چې په کاري ډول ددغوخلکوهڅې شنډېدلوته پاتې نه شي ترڅوروان اوپنځېدلي پړاوونه ووهي ددغوخلکوکارونه دپخوانيوحاکمانوپه ډول دي چې اوس يې درملنه له بوټواوپارمولوسره ورکه ده داځکه  چې خاکوته دبوټو دورپېژندلو،دټولنې  اوډېروخلکودروزنې،دګډکاراودکارونودپراختياوړتيايې نه درلودله.

 

دعلوموداکاډمۍپاړسي برخه چې دوى ورته دري وايي په دغه څه باندې نه ده بريالۍشوې چې دپخواني اوننه ني اېران له ادبياتوڅخه دري ليکنې اوادبيات په داسې ډول رابېل کړاى شي ترڅوخلکوته څرګنده شي چې دري ادبيات اوټولنه ځانګري ارزښتونه لري،ددغه کارپرځاى دغه ښاغلي دوخت داېران سياسي اومذهبي پدل اواغېززموږپه خلکواوژبه باندې راتپل غواړي اوداچې دتپلوهڅه يې په پټوسترګوباندې کوي،دغه خلک په افغانستان کې داېرانستان،تاجکستان اونوروستانونودجوړولوهڅه کوي افغانستان ته راغلي دغه توکمونه هريوبېرته دخپل اصل،نسل اوپښت په لورماتېږي اودرومي ستونزه داده چې دارزښتونواوادبياتوله پلوه دغه خلک خپل ځان ياټولنه ديوافغان توکم اووګړي په ډول نه خونورچاته ورپېژندلى شي اونه خويې په خپله پېژندلى شي ياپه لنډډول دادبياتواوارزښتونوله پلوه دوى هيڅ نه لري له همدې امله ده چې دغه خلک دتل له پاره په افغانستان کې ياغي باغي چلندکوي دپاړس اوخراساني هيوادونودسياسي ګټو،نژادي،مذهبي اوژبني اغېزله پاره کارول کېږي په سيمه اوافغانستان دتوپيرونواوکرکې درامنځته کولوهڅه کوي.

 

دعلومواکاډمۍاودهغې غړي په ګډواوځاني ليکنوکې په دغه کارنه دي توانېدلي چې دپښتوژبې ځينې ځانګړي توري دخپلې ژبې دارزښتونوپه ډول په خپله وپېژني اوهم داچې خپلوخلکوته يې دژبې دارزښت په ډول وروپېژني ددغې شتمنې ژبې دځانګروتوروله ارزښت اوشته والي سره سره زموږدټولنې ډېرښاغلي داېرانيانوپه پل خپل پل ږدي په بې مسوليتۍ،ناخبرۍاوبې پروايي سره ډاکټرته (داکتر) ياد دوکتور،سيسټم  ته(سيستم)،ميټرته (ميتر)،راډيوته

 

(راديو) ټلوېژن ته(تلويزون)،لېټرته(لېتر)ليميټډته(لمتد)اوداسې نوره بېځايه وينا کوي له همدې امله ده چې پښتوژبه له يوې خواخپله ځانګړتيااوپورې اړوندارزښتونه له لاسه ورکوي اوله بل پلوه دپښتوژبې دغه ځانګړي توري له پښتوژبې څخه غورځول کېږي داولې دچادخوشاله کولوله پاره.؟؟؟

 

يوه ورځ مې له يوه انډيوال سره ديوه ښاغلي مشرهغه ويناياده کړله چې وايي دغه ژبې سره خويندې ژبې دي هغه راته ډېرپه خونداوجانانه ويناکې وويل:خويندې خوهم اخيرمېړونه وکړي يوخپلواک ژوندپيل کړي،ديادونې وړده دعلوموداکاډمۍپه ټنډه چې نوم لګېدل شوى دى په هغه کې هم نيمګړتياشته .

 

دافغانستان حکومت اودعلومواکاډمۍدواړه په ګډه سره ونه شوى کولى چې دنن وخت دکمپيوټراوانټرنېټ غوښتنوته ځواب ووايي چې زموږټولنې ته دليکنو په برخه کې داسې شتمني په واک کې ورکړي ترڅودوخت اړتياوې پرې پوره کړاى شي.همدغه ډول ټوله نړۍپيداوارلري نوې وکارې ياشيونه جوړوي ښايي زموږسيمه اوټولنه هم دغه کارته مخ واړوي اوزموږخلک دغه زړه،خيال اوذهنيت پيداکړي چې وکاره اولوښى جوړکړي دخپلې ژبې نوم پرې کېږدي پورې اړوندې څرګندونې اومالومات پرې وليکي دعلومواکاډمۍدنده لري چې په دغه ډول چاروله خپلوخلکوسره مرسته وکړي دوخت غوښتنه پوره کړي.

 

کلونه کلونه وشول چې پښتوژبه په يوه جنګي اودرباري کلا،ايساراوزېندۍکې شپې ورځې تېروي دنړۍنورې ژبې پرمختګ اوغوړېدنه کوي پښتوژبه له دربار،ددرباريانوله خولوڅخه راوغورځول شوه دېوان اودفترخودپښتنودژبې په تقديراوبرخه ليک کې نشته دمليتوب تش نوم ورکول شوى ووله بده مرغه دمليتوب له نوم څخه هم دغه ژبه راوغورځول شوه اوس دپښتنوننګياليو،جنګيايو،تورياليو،برياليوژبه ديوې سندرې،ببولالې ژبه بلل کېږي چې دغه خلک ورته ملي سرودوايي دتل له پاره افغانستان پښتنوپه خپلوډېرووينو ساتلى دی،خوله بده مرغه نن ددغه هيوادپه ټولوخپرونوکې پښتوژبې ته ټيټ،لږاوداچې ځاى نه ورکول کېږي،دژبې دودې اوخونديتوب له پاره دعلوموداکاډمۍپته ورکه ده چې دوى چېرته،دڅه په برخه کې اوله چاسره اودکومې ژبې له پاره کارکوي دژبې ديوې کارکونکي اوخدمتګارې ټولنې په توګه يې خپل تول ونه ښووده.

 

دنړۍدټولوژبودغه ډول ټولنې دنويوياهغوويوکودراټولوهڅه کوي چې ټولنه ورته اړتياولري له يوې خوادخپلوخلکواړتياپوره کوي اوله بلې خوادخپلوخلکواوژبې ارزښتونه خوندي کوي اوددوداوژوندي کولوهڅه يې کوي دکاريوه برخه يې همدغه ويوکي راټولول،رسنيواوخلکوته ورپېژندل وي دعلوموداکاډمۍپه ټول وګړيزاوکتابي شتون کې ددغه کارله پاره څه نه ليدل کېږي،يوويوکى يې هم خپلوخلکواورسنيوته ندى ورپېژندلى.

 

دعلومواکاډمۍدنده لري چې دژبې له غوړېدنې سره سره دژبې په يوه تګلاره ددوى په ويناچې دمعيارپه غوره کولوکې ونډه ولري،خوله بده مرغه دغه کاروباري ټولنه ددغه کارپه چورت اوخيال کې هم خپل ځان نه ګډوي دغه ښاغلي دپروژوپه يوسرليک اوعنوان چې تل ددوى په ويناخپل ځان پکې مصروف اوزموږپه ژبه پکې بوخت ښکاره کوي ياداخبره دوى په دېګ کې څه ښيي خوڅه ترې غورځي نه،اوکه کله هم له دغه ډول ټولنواوخلکوڅخه ددغه ډول کارونودسرته رسولوله پاره غوښتنه وشي اوپه کارکې ونډه ورکول شي بيادغه روايت پالونکي په زاړه پله روان خلک دي دغودرنوښاغليوډېروپه پرديوژبوکې زده کړې کړې دي په پرديواوبېګانه ادبياتوباندې خبرې کوي ددوى دغه ډول، چلندداسې لوړ،دتېري اوياغيتوب بڼې ته رسېدلى دى چې زموږټولنه اونورخلک په پښتوژبه باندې بېباوره کوي ددوى دپړسېدلې ادبياتودکارونې له امله پښتوژبه خلکو ته نېستمنه اوخوارکۍورپېژندل کېږي روايت پالونکي په يوه لاره روان خلک دي نوښتګري ددغه ډول خلکوپه مذهب کې نارواوي اونوښتګررټلي.

 

له دواړه لوريه روايت پالوپښتنومشرانواوکشرانوڅخه که دپښتوژبې ديوې ګډې تګلارې(معيار)په اړوندپوښتنه وشي ددوى له پاره به معيارزموږدژبې پخواني ادبيات وي ياداچې ددوى له پاره به داسې ادبيات معياروي چې نيم په نيمه به پردۍژبه اوادبيات پکې ګډوي يوه داسې ګډوله به وي چې نېغ په نېغه به پردي ويوکي دپښتوويوکوځاى نيسي،وايي داورپه بانه راغلې دکورمېرمن شوې.

 

دپښتوژبې ټول بنسټيزارزښتونه زموږله کليوالوسيمواوزموږله کليوالوخلکوسره دي زموږدخلکوپه خوروورولهجوکې دي له بده مرغه دعلومواکاډمۍزموږدخلکويوويوکى يايوارزښت په ټول جوړښت کې په داسې ډول خلکوته ورونه پېژانده چې ګواکي دسيمې دغه ويوکى دباندېني دغه ويوکي ځاى ډېرسم اوپه ښه ډول نيسي،له خلکوڅخه يې غوښتنه ونه کړه چې دپردۍژبې دغه ويوکى وغورځوئ اوپرځاى يې دخپلې ژبې اوخلکودغه ارزښت خپل کړئ.دمورشودې يې شه.

 

دعلوموداکاډمۍيوسترکارهغه کتاب دى چې له الف څخه ترواړه کاپ پورې مزل پکې شوى دى،سړى نه شي ويلى دغې کاروباري ادارې دغه مزل په څوکلونوکې وهلى دى؟

اوداچې په دغه کارکې حکومتي مشران اودافغانستان حکومت هم ورسره ګډوواوکه څنګه؟ اوداچې تر(يا)پورې نورمزل به څه وخت وکوي؟.

 

دپوښتنې وړده چې په دغه کتاب کې له نوښتګري څخه کاراخيستل شوى دى اوکه روايت پالنه پکې شوې ده،ګواکي په هغوپړسېدليو،بېدرکه اوبېلارې ادبياتوباندې خوبه نه وي ليکل شوى چې داداري ستونزو،سياسي،درباري اواداري اغېز،زورواکۍاوپدل له مخې زموږپه ژبه اوخلکوباندې راتپل شوي وو،له نېکه مرغه چې اوس دڅواړخيزې جګړې په ترڅ کې د الونياکېدواوپناکېدوپه خورکې دي،چې زموږخلکوته دذهني،انداوخيال دخپلواکۍ،په خپلوخلکواوژبه باندې دبشپړباورتوغ اوبيرغ په شمله کې ورټومبي.

--------

يادونه :

ښاغلي خادم کوچي بېنوا ويبپاڼي ته په خپله يوه بله رالېږل شوې مقاله کي پاړسي ته د قبايلو وزارت د نوم اوښتني په هکله خپله ژوره خواشيني ښودلې وه ، څنګه چي د مقالې ځيني برخي يې د بېنوا ويبپاڼي له خپرنيري تګلاري سره سمي نه وې له خپرولو يې ډډه او د دغي يادوني په خپرولو يې بسنه کوو .