معصوم هوتک - کاناډا
په خواشينۍ سره خبرسووچي دکندهار يومشهور اجتماعي اوفرهنګي شخصيت محمدحليم سليمي دليندۍ دمياشتي پر٢٣ مه ١٣٨٤ ش دچارشنبې په ورځ په يوه ترافيکي پېښه وفات سو اوپه داسبايې په کندهارکي خاوروته وسپارل سو. عمريې اتياکالوته رسېدی . ارواښامحمدحليم سليمي دمرحوم حاجي لعل محمدخان الکوزي (مشهورپه بابا) زوی دحاجي نورمحمدخان لمسی اودمحمدسليم خان کړوسی دئ . دمرحوم حاجي لعل محمدخان پېشه سوداګري وه خودی پخپله دخپل وخت دانشمندسړی و اودمولانای رومي مثنوي شريف يې تل کوت . سليمي صاحب دادبي ذوق څښتن و اوپه ځواني کي يې ادبي ليکنو او تحقيق ته هم وخت ورايسته . د(زموږليکني) په نامه يوه رساله يې په ١٣٣٦ ش کي اودوهم وارپه ١٣٧٥ ش = ١٩٩٦ ع کي چاپ سوې ده . سليمي صاحب دخطي کتابويوه ستره زېرمه درلوده چي دپښتواوفارسي ژبي خورا ډېر نوادرپکښې خوندي وو . دده دخطي کتابوزېرمه تل د افغاني محققينوپه واک کي وه او په ډېره سخاوتمندۍ سره يې خپل نوادر دمحققينواستفادې ته وړاندي کول زماياددي چي په يولړعلمي سيمينارونوکي دکندهاري سليمي دکتبخانې نوادرداستفادې او نندارې په غرض ايښوول سوي وو. کله چي دثورترفاجعې وروسته له هيواده وتلوته مجبورسو په نيويارک کي يې دافغاني فرهنګ دځينوخواخوږوپه ملتيا دلوی احمدشاه باباپه نامه يوه کتابخانه پرانيستله . له هيواده بهريې دفرهنګي کاروپه لړکي دکابل چاپ پښتوــ انګليسي قاموس دوهم وارتجديدچاپ کړ . په ورځني ژوندکي ښاغلی سليمي ډېرجواد ، منور او مجلس آراء سړی و . دهيوادپه تنويري خوځښتونوکي دسليمي صاحب ونډه ډېره څرګنده وه اودهيوادله ټولوفرهنګي اوعلمي شخصيتونوسره محشوروپه تېره بيادعلامه حبيبي اوعلامه رشادله نزدې ملګرواوارادتمندانوڅخه و. زه دارواښادمحمدحليم سليمي مړينه يوه فرهنګي اوټولنيزه ضايعه بولم اوکورنۍ ته يې دزړه له کومي تسليت وايم . داڅوبيته مي ددغه ارواښادپه يادويلي دي چي له تاسي سره يې هم شريکوم .
زمانې لاس راته يـــــــــــــــــوکړی له اغياره سره چي راڅخه اخلي يـــومخ نازله نازورداره سره
ټاپی دتلين اوجنازې ســره ملګری سونن (١) دصفتوشهنشاه مل ســــــــــــــــــوله سالاره سره
پردې نامېنده دنياګۍ باندي مــــــاډېرليدلي چي ترګلونـــــــووه نازک ښخ سول له خاره سره
دښايست مېنه کــــــړه سپېره ستادجفالښکرو ژاړي به خــــــــــــودپاچادحسن له تاجداره سره
غمنامې تاردئ اچـــــــــــــــــــولی دقلم غاړي ته شپېلۍ دغـــــــــــم ده ږغوي يې له سيتاره سره
ته واښادي نه ده زوکړې زموږپرغولي باندي ته واخوښۍ ده کډه کـــــــــړې له سينګاره سره
دغمنامې ســــــــرليک ته نن هغه ککره راغله چي پـــــه ماتم يې ژاړي ټول خېل له تباره سره
ککرۍ نه وه مجموعــــــــــــــــه وه دنېکيودښو حلم وزغم صبرو مــــــــــــل له دې نامداره سره
په څه مېړانه يې ســـــــــــــــهل دزمانې داغونه داغ داولادڅه هم ونه کړل ؟ له دې پلاره سره
خوحــــــــــــــــــوادثوته ولاړودقيتول په شاني دغم لښکرباندي ډېرراغلل لـــه افشاره سره
شکمن به نه ســـمه په مينه کي دهغه نيازمن که پس له مړيني سويوځای له خپل دياره سره
پټۍ دګلوباندي کښېږدئ پرزخمي قبريې سليمي پروت دئ په لحدکي له پرهاره سره
۱۶ ډسمبر ۲۰۰۵ - کاناډا