لمونځ په دين کی يو ډير مهم بدنی عبادت دی نو ځکه د لمانځه په حصه کی ذيات حديثونه راغلی چی دهغه را ټولول دلته ګران دی له هغه څخه ۴۰ حديثونه په لاندی ډول دی.
۱- نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی چه الله جل جلاله زما په امت دټولو څيزو نه مخکی لمونځ فرض کړ او په قیامت کی به دټولو څيزونو نه مخکی دمونځ حساب کيږی .
۲- بنده او دشرک په منځ کی فرق کونکی يواځی مونځ دی .
۳- داسلام نښه لمونځ دی څوک چه زړه فارغ کړی او دوختونو او مستحباتو لحاظ ساتلو سره لمونځ وکړی هغه مؤمن دی .
۴- هيڅ يو شی دايمان او دلمونځ نه بهتر فرض کړ شوی نه دی که چيری ددينه بهتر بل شی فرض کړی وی نو فرښتو ته به یی دهغه حکم ورکړی وای ،فرښتی شپه او ورځ څوک په رکوع کی او څوک په سجده کی دی .
۵- لمونځ ددين ستن ده .
۶- لمونځ دشيطان مخ توروی .
۷- لمونځ دمؤمن نور دی .
۸- لمونځ بهترين جهاد دی .
۹- کله چه بنده لمونځ شروع کړی نو الله تعالی د هغه طرف ته پوره توجه فرمایی او کله چه لمونځ نه لری شی الله تعالی هم تری لری شی .
۱۰- کله چه کوم آفت دآسمان نه نازليږی نو دجماعت له آبادونکو نه لری وی.
۱۱- که څيری لمونځګزار په څه وجه دوزخ ته ولاړ شی نو اور یی د سجدی ځایونه نه سوزوی .
۱۲- الله تعالی د سجدی ځايونه په اور حرام کړی دی .
۱۳- دټولو نه ذيات خوښ عمل دالله تعالی په نزد لمونځ دی چه په وخت وشی .
۱۴- الله تعالی ته دبنده په ټولو حالاتو کی دټولو نه ذيات خوښ دا حالت دی چه هغه په سجده کی ووينی چه تندی یی پر ځمکه وی .
۱۵- الله تعالی سره دبنده دټولو نه ذيات نزديکت په سجده کی وی .
۱۶- دجنت ګنجيانی لمونځ دی .
۱۷- کله چه بنده د لمونځ لپاره ودريږی نو د جنت دروازی ورته خلاصی شی او دالله تعالی او دغه لمونځګزار تر منځ پرده لری شی تر څو چه توخی يا نور څه کی مشغول نه شی .
۱۸- د لمونځ درجه په دين کی داسی ده لکه دسر درجه په بدن کی.
۱۹- لمونځ دزړه نور دی څوک چه زړه نورانی جوړول غواړی نو په لمانځه سره یی د جوړ کړی.
۲۰- دځمکی په کومه برخه د لمونځ په زريعه الله ياد شوی وی هغه برخه پر نورو حصو د ځمکی فخر کوی .
۲۱- څوک چه دوه رکعته لمونځ وکړی دالله تعالی نه څه دوعا وغواړی نو الله تعالی به دده دوعا قبولوی خو ژر وی يا د څه مصلحت له خاطره څه موده پس وی خو ضرور یی قبلوی.
۲۲- څوک چی يواځی والی کی دوه رکعته لمونځ وکړی چه دالله تعالی او فرښتو نه بغير یی هيڅ څوک هم ونه وينی نو هغه ته به د دوزخ څخه دخلاصی اجازه نامه ورکړشی .
۲۳- څوک چه يو فرض لمونځ ادا کړی دالله تعالی په نزد دهغه يوه دعا قبوله شوه.
۲۴- څوک چه د پنځه وخته لمانځه ساتنه کوی دهغه رکوع ،سجده ،اودس او نور په ښه شان آدا کوی جنت دهغه لپاره واجب شو او دوزخ په هغه حرام شو.
۲۵- لمونځ دهر پرهيز ګار قربانی ده .
۲۶- مسلمان بنده کله چه د پنځو لمونځونو ساتنه وکړی شيطان د هغه نه ويريږی او کله چه هغه په لمونځونو کی بی پروایی شروع کړی نو شيطان په هغه زړور شی د هغه په غلولو کی یی طمع پيدا شی .
۲۷- دټولو نه بهترين عمل په اول وخت کی لمونځ کول دی .
۲۸- دالله تعالی په نزد دټولو لمونځونو نه ذيات خوښ په اول وخت کی لمونځ کول دی.
۲۹- دماسپخين دلمانځه ړومبی دڅلورو رکعتو ثواب داسی دی لکه د تهجد دڅلورو رکعتو .
۳۰- کله چی بنده لمانځه ته ودريږی نو د الله تعالی رحمت هغه طرف ته متوجه شی.
۳۱- دټولو نه بهترين لمونځ دنمی شپی دی خو ددی کونکی ډير کم دی.
۳۲- دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د مشقت ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی.
۳۳- دتهجد لمونځ ضرور کوی چه تهجد دصالحانو طريقه ده او دالله تعالی د نزديکت سبب دی تهجد دګناهونو نه منع کوی او د خطاګانو د معاف کولو زريعه ده ،په دسره بدن هم تندرست کيږی .
۳۴- دلمانځه په باره کی دالله تعالی نه وويريږی ، دلمانځه په باره کی دالله تعالی نه وويريږی ، دلمانځه په باره کی دالله تعالی نه وويريږی.
۳۵- لمونځ ترک کول بنده کفر ته رسوی - يو بل ځای ارشاد دی چی دبنده او کفر وصل د لمانځ ترک دی – بل ځای ارشاد دی چی دايمان او کفر په منځ کی دلمونځ پريخودل فرق دی.
۳۶- څوک چی دوه لمونځونه بغير له کوم غذر په يوه وخت وکړی هغه د ګناهونو د دروازی يوی دروازی ته ورسيد.
۳۸- په اسلام کی دهغه کس هيڅ حصه نشته کوم چه لمونځ نه کوی ،او بی اودسه لمونځ نه کيږی لمونځ ددين لپاره داسی دی لکه دسړی لپاره چه سر دی.
۳۹- څوک چی څلويشت ورځی په اخلاص داسی لمونځ وکړی چه تکبير اولی تری فوت نه شی نودغه کس ته به دوی خلاصون نامی ورکړ شی چه يوه د دوزخ څخه دحلاصون او دوهمه د نفاق څخه د نجات کيدو.
۴۰- دالله تعالی ارشاد دی چه ای دآدم اولاده ته دورځی په شروع کی دڅلورو رکعتو نه آجز مه جوړيږه زه به ټوله ورځ ستا کارونه پوره کوم
نبوي مرغلرې
د اسلام سپيڅلي پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
۱) څلور څيزونه وجود ناروغه کوي:
أ. زياتې خبرې
ب. زيات خوب
ت. زيات خوراک او
ث. زياته شهواني غريزه
۲) څلور څيزونه وجود ويجاړه وي:
أ. تشويش / خفګان
ب. غم / انديښنه
ت. لوږه او
ث. د شپې له خوا تر ناوخته ويښ پاتې کيدل
۳) څلور څيزونه د مخ نور او خوښۍ له منځه وړي
أ. درواغ
ب. بې احترامي / بې ادبي / بې حيايي (د پوهې سره سره پر يو ناسم څيز ټينګار کول)
ت. له پوهې پرته پر يو څيز جر او بحث کول
ث. بد اخلاقي (له بيرې پرته د يو ناوړه کار ترسره کول)
۴) څلور څيزونه د مخ نور او خوښۍ زياتوي
أ. دينداري / له خدای بيره
ب. وفاداري
ت. سخاوت / ورکړه
ث. د يو چا سره مرسته کول پرته له دې چې هغه يې در څخه غوښتنه وکړي
۵) څلور څيزونه روزي کمه يا ټالوي
أ. د ګهيځ خوب (د لمونځ څخه وروسته تر لمر ختو پورې)
ب. کم عبادت
ت. تنبلي / بيکاري او
ث. ټګي / خيانت
۶) څلور څيزونه روزي زياتوي
أ. د شپې له خوا د تهجد لمونځ / عبادت کول
ب. پر خپلو ګناهونو پيښمانې او توبه ايستل
ت. د خيرات او صدقې ورکول
ث. او تل د پرورديګار څښتن يادول
د اسلام سپيڅلي پيغمبر همدا رنګه فرماېي:
که چېرې تاسو کوم ايت مبارکه اوريدلې وي هغه بايد نورو ته ورسوئ، دغه ايت به د قيامت په ورځ ستاسو شفاعت وکړي.
دغه مبارکې خبرې په خپل ورځني ژوند کې د عمل په هيله