فتوی نمبر(58۷).
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته
مستفتي: ډاکټرعبدالستار/دوبئ
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته زماپوشتنه داده چي مااورېدلي دي چي دحضرت محمد)صلي الله تعالي عليه وسلم په اصحابوکښي څوارلس دده مبارک رفيقان اووزيران بلل کېدل نوهغه څوارلس کوم صحابه وو نومونه يې څه وو؟
الجواب ومنه الصواب.
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه څوارلس صحابه رضی الله عنهم نبي علیه الصلوة والسلام دخپل ځا ن وزیران بللي دي په دې لاندي ډول:
له سيدناحضرت علي رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي چي هيڅ نبي داسي نه وو چي الله جل جلاله وده ته اوه ملګري اووزيران نه وو ورکړي،اوبېشکه ماته يعني الله جل جلاله څوارلس ملګري،رفيقان اووزيران راکړيدي،چي هغه څوارلس ملګري اووزيران په لاندي ډول دي :حمزة،جعفر،علي،حسن،حسین،ابوبکر،عمر،عثمان،عبدالله بن مسعود،ابوذر،مقداد،عمار،سلمان،بلال.
حدیث:
روي الامام احمدوالبزازوالطبراني وابن عدي وغيرهم باختصارعن علي بن ابي طالب رضي الله تعالي عنه،قال:قال رسول الله صلى الله عليه و سلم :«انه لم یکن نبي الاوقداعطي سبعة رفقاءنجباءوزراءواني اعطيت اربعة عشر:حمزةوجعفروعلياوحسناوحسيناوابابکروعمروعثمان وعبدالله بن مسعودواباذروالمقدادوعماروسلمان وبلالا»اوکما قال النبي صلي الله تعالي عليه واله واصحابه وسلم.والسلام