خلفاءراشدینواصحابکهف لیدلي دي:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48030
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-03-14


فتوی نمبر(5۸۹)

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته

  مستفتي:سميرکراتشي.

 
جليل القدره عالم ابوالفضل صاحب سلامونه وړاندي کوم پوښتنه مي داده چي له اصحاب کهف سره زموږنبي مبارک يادده اصحابومبارکوليدلي دي اوکه يااواياپرده مبارک باندي دوي ایمان راوړئ دئ اوکه یا

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:
محترمه وروره!
نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم خپله له اصحاب کهف سره ليدلي نه دي،اودده له اصحابوڅخه صرف څلوروخلفاووليدلي دي،اومعاوية رضی الله عنه هم ددوئ ليدل وغوښتل خوويې نه ليدل اودروایت له مخي اصحاب کهفو پرده مبارک باندي ايمان راوړئ دئ: چي ددې ټولوخبروتفصيل په لاندي ډول دئ:
 له ابن عباس رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي موږله معاوية بن سفیان سره دمضیق په غزاکښي چي دروم وطرف ته وو ولاړو،بياموږپرهغه غار  باندي راغلوکوم چي په هغه کښي اصحاب کهف ووکوم چي په قرآن کريم کښي يې ذکرراغلئ دئ،نومعاوية وويل چي:کچيري دوۍ موږته ښکاره سوۍ وائ نوموږبه ورته کتلي وائ!نوماورته وويل:دانسي کېداۍ چي ته دوئ ووينيْ؛ځکه چي الله جل جلاله له داسي شخص څخه چي هغه مبارک له تاڅخه بهتردئ؛منع کړځکه چي الله جل جلاله ده (صلي الله تعالي عليه وسلم) ته وفرمايل چي:«لواطلعت عليهم لوليت منهم فرارا،ولملئت منهم رعبا»،نومعاويه وويل:چي زه ترهغونه ځم ترڅوددوۍ په حال عالم نه سم!،بيايې  يوڅه خلګ ودغه غارته ورولېږل  چي اصحاب کهف ته وګوري،اوورته وې ويل چي:ورسئ وغارته داخل سئ،نودوۍ وغارته ورغلل،کله چي وغارته ننوتل: نوالله جل جل جلاله يوبادپردوئ باندي راوالوزوئ اودوۍ يې له غارڅځه دباندي راوايستل.
 
اوداچي دوئ پرده مبارک(صلي الله تعالي عليه وسلم)باندي څنګه ايمان راوړئ دئ،اوخلفاءاربعه وودوئ څنګه ليدلي دي بيان په لاندي ‌ډول دئ:
ثعلبي اودارنګه ځينونوروعلماووذکرکړيدي چي نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم له الله جل جلاله څخه وغوښتل چي دوۍ وويني الله جل جلاله ورته وفرمايل:
«انک لن تراهم»يعني ته دوۍ نسي لېدلاۍ.
اوورته وې ويل:چي دوئ ته له خپلواصحابوڅخه څلورعظیم اولوۍ اصحاب ولېږه ددې دپاره چي ستارسالت ودوۍ ته ورسوي اودوۍ وايمان ته راوبولي.
نونبي کريم(صلي الله تعالي عليه وسلم)وجبريل(عليه السلام)ته وفرمايل چي: څنګه ئي ولېږم؟نوجبريل (عليه السلام)ورته وويل چي:ته خپله شړئ وغوړوه اوپريوه طرف يې ابوبکرکښېنوه اوپربل طرف يې عمرکښېنوه،اوپردريم طرف يې عثمان کښېنوه اوپرڅلورم طرف يې علي کښېنوه.
بياد«رخاء»بادکوم چي وحضرت سليمان(عليه السلام)ته الله جل جلاله مسخرکړئ وو دروه بوله نودالله پاک په حکم به هغه ستاتابعداري وکړي،نونبي عليه الصلاة والسلام هم هغسي وکړل،نودغه څلورنفره خلفاءراشدين درخاءبادپه واسطه داصحاب کهفودغاروخولې ته ورسېدل،اوبيادوۍ دغارله خولې څخه يوه ‌‌ډبره راايسته کړه،داصحاب کهفوسپي پردوۍ باندي دحملې اراده وکړه،خوکله چي يې ودوۍ ته په دقت سره وکتل نوسريې وښوراوواوبصبصة يې ورته وکړه،اوددې اشاره يې ورته وکړه چي وغارته راداخل سۍ!
نودوۍ وغارته ورداخل سول،بيايې وويل:«السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته»الله پاک ټول اصحاب کهف راژوندي کړل اودوۍ ته يې په دې ډول دسلام جواب ورکړ:«وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته»بيادوۍ واصحاب کهفوته وفرمايل چي:نبي کريم محمـدبن عبدالـلـه)صلي الله تعالي عليه وسلم)پرتاسي باندي سلام وايه،دوۍ په دغوالفاظوسره جواب ورکړ:
وعلي محمــدالسلام مادامت السماوات والارض،وعليکم بماابلغتم».
بيادوۍ ايمان راوړئ اودنبي (عليه الصلاة والسلام دين يې قبول کړ،بيايې ورته وفرمايل چي:زموږسلامونه هم وحضرت محمـــــد(صلي الله تعالي عليه وسلم)ته ورسوۍ!
بيابيرته الله پاک دوۍ وخپل سابق حال ته وګرځول.
ـــــ
حياة الحيوان الکبری/۲۶۳/۲.
والسلام ومن الله التوفيق.