ارګ او زنګاوات !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48109
اجمل اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2012-03-18

کابو دشپې درې  بجې به وې چې پاچا د رموټ کنټرول  تڼۍ کېکاږله ټلوېزيون  يې مړ کړ او تلتک يې پر ځان راښکه او سمدواره يې سترګې  پټې  شوې خدايزده  چې څه  به يې  کرل  او رېبل  چې  ناببره  د کور ټلفون  وکړنګېده  ،پاچا وارخطا منډه  کړه  او ټليفون  يې پورته  کړ د بلې سره  سم  کوم  چا ورته  وويل : صيب  ستا انډيوالانو او ساتوونکيو بيا په کور بريد کړي  ښځې او کوچنييان  يې ټول  ووژل ٠ پاچا د  خوبه  و او بې خوبه هم و ، په خبر  يې سر سم  خلاص  نه  شو ټليفون يې پر ځمکه  وغورځاوه  او ژر يې  د ميرويس  خونې  ته  وځغاستل  ګوري  چې  نازولی  ځوی  يې  په  توده  خونه  کې  ښه بې غمه  په  درانه  او خواږه  خوب   بيده  دی ، ژر يې شکر وويست   بيده  ميرويس  جان  يې  پر مخ  بې شماره  ښکل  کړ ٠ اسوېلی  يې  وويست  او  ورو يې  وويل: شکر چې بلا  وه  او  برکت  يې  نه و٠  ځه  خير  دی   زنګاوات   ته  به بيا  سبا  په  قراره  يو  هيت  د تحقيق او پلټنو دپاره  ور واستوم  او اوس  به په  ارام   زړه  لږ خوب  وکړم٠
  / کامه