په طریقت کي څلورسیره!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48192
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-03-22

نوټ : مفتي صاحب دڅه خاصوعوارضولامله دفرصت نعمت څه موده ډېرکم وموند،همداوجه ده جي څه موده دفتواووسلسله يوڅه په تدريج روانه ده،شائقين کرام دي ګيله نه کوي،انشاءالله تعالي مفتي صاحب له تاسومحترموڅخه هيڅ فرصت نه سپموي،اوستاسي دديني اودنيوي مشکلاتوحل ترخپله وسه کوي.(ناشرستاسوددعامحتاج).

فتوۍ نمبر(5۹۱)

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته

مستفتي : عبدالحمید
وحضورته دمحترم عاليقدرابي الفضل صاحب!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!پس له سلامه

ستاسويوشعرمي په بېنواپاڼه کښي ولوستئ،الحمدلله ډېرخوندوروو!!!اوالله جل جلاله ته ‌ډېرشکردئ چي تاسوته داسي لوئ خاصيت درکړئ دئ.چي شاعري ده!

نومي مخکني اراده چي تاسي ته به خپل سوال ليږم نوره هم محکمه کړه ترڅودادئ تاسوته مي وليږئ!!!

په طريقت کښي خوڅلورسيره دي،ستاسومحترموڅخه مي سوال،استفسارپه دې ډول دئ چي داسيرونه څي نوميږي اوپه دغوسيروکښي سالک څه وظيفه اجراکوي؟

ستاسودجواب په انتظار!!!

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:
محترمه په طريقت کښي چي کوم څلورسيرونه دي، نوهغه په دې شرح دي:
(۱): «سيرالي الله»دئ.   

(۲):سيرفي الله بولي.
(۳):سيرعن الله با الله بولي.
(۴):سيرفي الاشياءبولي.
 په دغوسيروکښي چي کوم اول دوه سيره دي نوپردې باندي کمال دسالک موقوف دئ سالک ترهغه پوري کامل نسي کېدلای چي دغه دوه سیره پای ته ونه رسوي  اوپراخيري دووسيروباندي تکميل دسالک موقوف دئ. سالک هلته شیخ مکمل ګرزي چي دغه دوه سیره پوره کړي.
اول سيرعبارت دئ له حرکت کشفي اوعلمي دسالک څخه په کائناتوکښي اوددې سيرپه پائ ته رسېدوسره سالک ته «فنافي الله»حاصليږي.
اودوهم سيرعبارت دئ له حرکت کشفي اوعلمي څخه دسالک په صفاتودالله جل جلاله کښي،اوددې سيرپه ختمېدوسره سالک په خالص حيرت اوجهل کښي واقع کيږي.
اودريم سيرعبارت دئ له حرکت کشفي څخه دوهم  ځل په صفاتودخدائ جل جلاله کښي.
اوڅلورم سير عبارت دي  له حرکت کشفي دسالک څخه دوهم ځل په کائناتوکښي.
 درخانه اګرکس است يک حرف بس است.
سر پنهان است اندرزيربم.....فاش اګرګويم جهان برهم زنم.
والسلام ومن الله التوفيق.