فتوی نمبر(5۹4)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته
مستفتي:نصیر احمد
ډیر عزتمند محترم مفتی صاحب ،
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زه ستاسو ته ډیر زیاته دعا کوم چی تاسو خپل قیمتی وخت د خلکو د خدمت او د مشکلاتو د حل لپاره وقف کړی.مفتی صاحب اوس خپلی پوښتنی ته راځم.ما تقریبا 11 میاشتی مخکی ما کویدن کړی ده خو واده می لا تر اوسه نه دی کړی.او د خپلی نامزاد سره په تلیفون په ذریعه خبری کوم.ما ددی خبرو نه مخکی دا سوچ نه وکړی چی ایا کوم کار چی زه کوم.کومه ګناه لری او که نه.ستاسو درانه مقام ته دارنګه رجوع کوم چی ددی کار په باره کی راته معلومات راکړی چی له واده نه مخکی د نامزاد سره خبری د اسلام له پلوه کومه ګناه لری او که نه؟
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:
محترمه وروره! ترواده له مخه له خپلي ښځي سره تليفون کول په دې شرط چي ښځه هم په راضي وي پردوه ډوله دي : يوډول يې دادئ چي له ښځي سره شرعي نکاح نه وي تړلې سوې صرف مثلاًمالګه ورسره څکله سوې وي،نوپه دغه صورت کښي دغه ښځه پردې ښځه بلله کيږي بايدضرورخبري ورسره ونکړې سي.
اودوهم ډول يې دادئ چي : له دې ښځه سره شرعي نکاح تړلې سوې وي خوصرف راواده سوې نه وي،په دغه صورت کښي له ښځي سره خبري کول که په تليفون کښي وي که بې تليفونه وي شرعاروادي،خوالبته په عرف کښي دغه کارهم يوڅه ناڅه له حياسره منافي کاربلل کيږي.
نوپه دې وجه که کوم ضرورت نه وي اوياپه دې کښي ګټورحکمتونه په نظرکښي نه وي نيول سوي نوبايدپه دغه صورت کښي هم له تليفوني خبروڅځه ډډه وکړه سي.
والسلام ومن الله التوفيق.