ژباړه : رحمت آریا
۲۰۱۲ مارچ ۲۲
تأریخي لنډیزونه
مارچ ۲۰۱۲
لیکوال : بروس ریچارډسن
تأریخ ته بل سپکاوی
مسکو، مارچ ۱۴ ، ۲۰۱۲
د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلیري کلنتن له خپل روسي سیال سیرگي لاروف سره د هغه تړون د جوړولو په موخې د اولیانوفسکي په ښار کې ولیدل چې د روسیې په خاورې کښې امریکې او د هغې ناټو ټلوالي ته د پوځي بنسټونو د لرلو اجازه ورکوي. مسکو ، امریکې او د ناټو غړو هیوادونو ته د هواﺌـي دالانونو د ورکړې تر څنگ، افغانستان ته او له افغانستانه دغو هیوادونو ته د لوژیستیکي اکمالاتو د وړلو راوړلو لپاره د ریل د پټلیو لارې هم په واک کښې ورکړې دي. د روسیې او امریکې تر منځ نوې تړونواله راکړه ورکړه به د لومړي ځل لپاره د ټلوالې غړو هیوادونو ته اجازه ورکړي چې د روسیې په خاوره کښې دننه د کارگو او سرتیرو لپاره یو لوژیستیکي بنسټ جوړ کړي. سیرگي لاروف له یاد تړونه په ننگې وویل څې د ناټو د مأموریت اړینه بریا د ترهگرۍ د هرومرو په شا تمبولو او د منځنۍ آسیا شپږو هیوادونو ته د غیر قانوني نیشه يي توکو په مخنیوۍ کې نغښتې ده.
خو د رسمي خبرو اترو هغه اړخ څې نه په زغرده کیږي او نه ېې په اړوند برالا خبرې کیږي دا دی څې د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د ډیریو ولایتونو په بمبارډ کې روسي بې نښې الوتکې برخه اخلي او د شمالي ټلوالې په جامو کښې پټ روسي سرتیري له ټلوالې سره یو ځای اوږه په اوږه د طالبانو پر ضد جنگیږي. را برسیره شوي گزارشونه دې ته نغوته کوي څې ددغو تابیاوو او راکړو ورکړو په خټې کښې او د طالبانو پر وړاندې د روسي پوځ د پلي کیدا سکالو دواړه د پټو پَردو تر شا هغو دیپلوماتیکو هڅو ته لاره پرانیزي چې امریکا به په چچنیا کې د روسيي د وینو بهونې پر روان بهیر باندې سترگې پټوي او په دې اړوند به د مسکو پر وړاندې په زغرده نیوکه او احتجاج نه کوي.
موږ او تاسو ډیریو ته پر افغانستان باندې د امریکا او د روسیې د گډو ځواکونو گډ برید هم له وجداني اړخه د غندنې وړ دی او هم د نړۍ وال قانون، د نړۍ وال تړون ، د نړۍ وال کنواسیون د حکمونو او هم له اخلاقي اړخه د غندنې او رټنې وړ دی. روسانو د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ ز کلونو په اوږدو کې پر افغانستان باندې برید وکړ او دغه هیواد يې ونیو، تر دوه وو میلیونو ډیر افغانان يې ووژل، او ۲۵۰۰۰ د ژوند او ژواک کلي يې په خاورو او کنډوالو بدل کړل. امریکا هم د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په میاشت کې د غلطو څارگرو مالوماتو پر بنسټ افغانستان بمبارد ، ويي نیو او په وینو ېې لتاړ کړ. د ملکي وگړو د وژل کیدا شمیره د خطر د زنگ د کړنگولو ترکچې مخ په ودې او ډیریدو ده، که څه هم د بشري حقونو څارونکي د وژل شویو ملکي وگړو د شمیرلو او د هغوی د نوملړ د جوړولو په لړۍ بوخت دي، خو لومړنۍ ذهن کرختوونکې اټکلنې دې ته نغوته کوي چې دغه شمیر زرگونو ته ختلی دی.
دواړو رسمي چارواکو ته د ژور شرم خبره ده چې د تړون له مخې به د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کوي او یا به د نیشه يي توکو د مخنیوي پر پلمې ټینگار کوي. ځکه مسکو او واشنگټن دواړه د ترهگرو د استخدام او گومارنې په چارو کې ډیر اوږد، تور او کرغیړن تأریخ لري، دوی د خپلو سیاسي گټو د خوندي کولو لپاره ترهگر استخداموي، د کانگرس او پرگنوله څارونکو سترگو لیرې او د پارلماني له ځیر او کره کتنې په پټې د نیشه توکو د کړیو د نښلونگ په کارولو داسې جگړو ته مالي بنسټونه مومي چې رسمي ریکارډ نه لري.
جنگي جرایم د جگړې د استعارې په توگه :
شلمه او یو ویشتمه پیړۍ دواړه د معاصر تأریخ تر ټولو خونړي پړاوونه دي؛ په دغو پړاوونو کې ملکي وگړي د بې شمیرو لښکرو په لاس له تالانگړو کړیغو یا هیبتونو سره مخامخ شوي دي، د ټولو لښکرو په منځ کې سروال لښکرونه د امریکې د متحده ایالاتو او د روسیې وسلوال ځواکونه دي. دا له دویمې نړۍ والې جگړې وروسته ول چې نړۍ والې ټولنې په نورامبرگ او توکیو کې عدل ته د جنگي جنایتکارانو د راوستلو د اړینتوب پر سپيڅلتیا باندې ټینگار وکړ. د یادو سوابقو او په دې وروستیو کې یوازې په تانزانیا او هالند کې د راونډا او د پخوانۍ یوگوسلاویا په اړوند د جنگي جنایاتو د شواهدو له اوریدلو پرته دا دی نیږدې پینځوس کاله کیږي چې د بې سارو تر سره شویو وحشتونو په شتون سره سره د عدل په لاره کې هیڅ بنسټیزه نړۍ واله هڅه نه ده تر سره شوې. په منځنۍ افریقا او افغانستان کې ترسره شویو تیریو او کړاوونو د جنگي جنایتو په اړوند د ټولنیز پوهاوي او خبرتیا کچه نوې پړاو ته راخیږولې او ددغو هیوادونو د اتباعو په منځ کې ېې بې شمیره پوښتنې راپورته کړي دي لکه : ټوله نړۍ گوري نو څنگه کیدای شي چې د نړۍ والو تر څارونکو سترگو لاندې دې دغسې وحشتونه تر سره شي؟ که دا توحش تر سره کیږي نو د تیریگرو په نیولو او هغوی ته د سزا په ورکړه کې کوم گامونه اوچت شوي دي؟
د ویتنام د جگړې په لړ کې امریکايي پرگنې له یوه لانجمن تراخه حقیقت سره مخامخ شوې : په دې مانا چې ددوی نور امریکايي هیواد وال هم ، د جنگي جنایاتو د تر سره کولو وړتیا لري او هم ېې درلوده. ژورنالیستانو گزارش ورکاوه چې ملکي ویتنامي وگړي په لوی لاس وژل کیږي او امریکايي وسلوال ځواک د خپلو هوايي بریدونو په لړ کې وچ او لانده دواړه په ړندو سترگو یو ځای سوځوي. د کوریا په جگړي کې د امریکې په لوړو ویاړلو نښانونو پنځول شوی دروند امریکايي سرتیری او د ویتنام د جگړې ډگرمن، انتوني هاربرت خپل نور ملگري افسران په برالا او زغرده په دې تورن کړل چې په جنگي جنایاتو کې ښکیل دي، دغو تورونو هاربرت ته د بل جزاﺌـي مأموریت د لیږلو سزا ور په برخه کړه. د ویتنام د جگړې د جنگي جنایاتو یوازینۍ عدلي دوتنه [دوسیه] د بریدمن ویلیم کیلي او تورن ارنست مدینا وه چې د ویتنام د [ مي لي My Lai] په کلي کې د ۱۹۶۸ ز کال د مارچ د میاشتې د شپاړلسمې نیټې د ټولوژنو د تور د سپیناوي او څیړلو عدلي سکالو وه. په دغې نیټې د چارلي د کمپنۍ د درویشتمې پلې فرقې یولسمه لیوا د مي لي کلي ته د پلټنې او نړونې د مأموریت په موخې ننوتله. لیوا د شنه سهار په اتو بجو کلي ته ننوتله. اووه ساعته وروسته د ۵۰۰ کلیوالو مړي د ځمکې پر مخ خواره واره پراته ول چې ډیري یې ښځې او ماشومان ول. سره له دې چې د عدلي پریکړې په لړ کې بریدمن ویلیم کیلي او تورن ارنسټ مدینا دواړه د وژنو په تور پړ وبلل شول، مگر پریکړه دا وه چې دواړه دې د څو ورځو لپاره زندان ته ولیږل شي.
د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې اوسنۍ او نه اټکل کیدونکې ټولوژنه زموږ مخې ته د ویتنام د مي لي د کلي څرگنده پرتله ږدي. کټ مټ په ویتنام کې د بریدمن کیلي د پیښې په څیر، د پنجوايي په پیښې کې د مشر بریدگي رابرت بیلز په اړوند لومړنیو گزارشونو هم ویل چې بریدگی کلیو ته په یوازې سر تللی او د ښځو او ماشومانو په گډون يې شپاړس تنه وژلي دي، مگر اوس گومان کیږي چې د سیمې د شپې په چاپه وهلو کې له ۱۵ تر ۲۰ تنو پورې امریکايي سرتیرې ښکیل ول ؛ امریکايي سرتیرو له دې پیښې څو ورځې مخکې د همدې سیمې د کلیو نارینه کلیوال په مرگ گواښلي ول. د افغانستان د ولسې جرگې غړی حمید لالی حمیدزی له پلټنو وروسته وايي [ دا ټولوژنه د یوه یوگړي سرتیري له خوا نه بلکه د امریکايي سرتیرو د یوې ډلې له خوا تر سره شوې ده]. حمیدزی زیاتوي [ ټولو کلیوالو ویل چې له ۱۵ تر ۲۰ تنو پورې کسانو په څو کلیو کې شپنۍ چاپې تر سره کړې ، سرتیرو کلیوالو ته ویلي ول چې تاسو به [ د سړک د غاړې د تیر بمبي برید بیه ورکوئ]. امریکا په همدغه ټکي ټینگار کوي چې یاده شوې ټولوژنه [په رواني رنځ اخته د یوه سرتیري له خوا تر سره شوې ده].
د پنجوايي پیښه یوازینی جنایت نه دی چې په دې وروستیو کې تر سره شوی دی، د جگړې په لړ کې دې پیښې ته ورته ډیر جنایتونه تر سره شوي دي. د ۲۰۰۱ ز کال د ډسامبر په میاشت کې یوې B-52 الوتکې په یوه کلي باندې دوه B1B بمبونه وغورځول او ۱۱۰ یا ۱۱۲ تنه کلیوال یې په داسې حال کښې ووژل چې کلیوال په یوه واده کښې د خوښۍ د نمانځنې لپاره راټول شوي ول. ددې تر څنگ نور جنایات هم شوي دي د بیلگې په توگې امریکايي او د ټلوالې د ځواکونو سرتیري ، مړیو ته په سپکاوي کې، د هغوی د بدن د غړو په پریک کولو کښې ښکیل دي چې د سوغات په توگه پریک کړي او یا د سپیڅلي کتاب د سوځولو څو پیښې د متکررو جنایاتو نورې نښې دي. بله بیلگه ېې د پاکستان د فاټا په قومي سیمې کې د ډرون د بي پيلوټه الوتکو له یوې مخې بمباري ده چې په سلهاوو کسان يي وژلي دي.
په ویتنام کښې د مي لي د کلي پیښې او په کندهار کښې ټولوژنې څې د رسنیو د مخونو سرلیکونه يې جوړ کړي دواړه د جگړې پر وړاندې د پرگنو مخ په وَدې کرکه او مخالفت په زغرده رابربڼدوي.
د خواشینۍ ځای په دې کې دی څې امریکې د نړۍ والې محکمې له غړیتوبه ډډه کړې او هیواد – مشر اوباما په دې وروستیو کې داسې یوه لایحه لاسلیک کړې څې له مخې یې د بوش د ادارې غړو ته په افغانستان او عراق کښې د تر سره شویو جنگي جنایاتو په پیڅه کښې معافیت ورپه برخه کوي. هغه وکیلان څې د مشر بریدگي رابرت بیلز دفاع ته گومارل شوي هڅه کوي د بریدگي پر طبي ناروغۍ په ټینگار له هغه څخه دفاع وکړي او شوني بریښي چې په بریدگي لگول شوي تورونه به پاک او یو سپین چرگ به ورڅخه جوړ کړي. ښايي د عدل پر ستوني پښه کښیښودل شي. تأریخي تجربې ښيي څې یوازې د نړۍ ډیر زورور ملتونه ددې اجازه لري څې د جنگي جنایاتو د تورونو پړه په ډیرو بې وسو او کمځواکو ملتونو باندې واچوي. یوازې هسپانوي محکمي په خپل دې حکم اخلاقي زړورتیا ښودلي [ هغه جنگي جنایتکاران باید ونیول سي څې د خپلو هیوادونو له ساتندویه چاپيریال څخه دباندې سفر کوي] او خپلو وحشتناکو جرایمو ته دې په محکمې کې ځواب ووایي. د هسپانیې د محکمې په نوښت د جنگي جنایاتو د خپلواکې محکمې د جوړولو وړاندیز اوس د څو هیوادونو تر غور لاندې راغلی دی.
که موږ ته د امریکا په وسلوال ځواک کې د نارینه او ښځینه سرتیرو د سرښندنو په تړاو وراشې او نصایحې راڅڅول کیږي په بل اړخ کې موږ دا د یادونې وړ غیر طبیعي وړتیا هم لرو څې د ترهگرۍ پر وړاندې جگړې کې د زرگونو وژل شویو کسانو له بې ځایه ژوند اخیستلو څخه سترگې پټې کړو. ددغو ناتارونو او د [ ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې] د اور په ترڅ کې د رامنځته شوې قصابي پازوال [ مسؤولین] مهندسین دي باید : د انسان پر وړاندې د بل انسان د غیر انساني چلند د متل پر بنسټ تر محاسبې لاندې ونیول شي. پای