ستا په ښګلې ځوانۍ قسم دی
چې نور ستا د جدایۍ تاب او توان نلرم.
دا ستا د ښګلا او ښايست جادو دی که بل څه
چې زړه تر اوسه نا قرار دی
او ستا د راتلو لار څاري
زړه کې بس ستا یادونه دي
دا زړه !
هو! دا زړه ستا د یادونوپه عالم کې ډوب دی
دا زړه پریشان
دا زړه نا قرار دی
ته راسره نه یې
نو د زړه رباب خاموش دی
ته راسره نه یې
نو د مینې نغمې خاموشې دي
زما لپاره دا بهار !
هو! دا بهار څه بهار نه دی .
هره خوا ګلونه غوړیدلي دي
خو ماته هر ګل مړاوې مړاوې ښکاري
زه پکې ښګلا نه وینم
په رنګ یې نه پوهیږم
په بوي يې نه پوهیږم
ته راشه !
هو ! ته راشه چې د زړه رباب په تړنکیدو شي.
ته راشه چې د مینې نغمې د اوریدو شي .
ته راشه چې ګلونه راته ګلونه ښګاره شي .
ته راشه چې د ګلونو په رنګ پوه شم
ټه راشه چې د ګلونو په بوي پوه شم
ته راشه چې په زړه کې خوشحالۍ په نڅا شي.
ته راشه !
د ګلمۍ ( پوره سپوږمۍ) په څیر مخ راښګاره ګړه .
او زما د ژوند په آسمان کې وځلیږه.
خیر که بیا ځې نو لاړه شه.
له ګلمۍ نه عادت واخله
لاړه شه او بیا راشه
له سترګو پناه شه
بیا را ښګاره شه
بیا لاړه شه
او بیا راشه
خو د خدای په خاطر
داسې مه کوه چې هیڅ به نه راځې
که ته رانه شې
نو زه به څه کوم
دا بدبخت زړه به څه کوي
دا زړه چې
ته یې قرار یې
ته یې آرام يې
ته یې امید یې
ته یې ارمان یې
ته یې ارزو یې
ته یې روح یې
ته یې خوشحالي یې
ته یې ژوند یې
ته یې هر څه یې
چې ته نه یې
نو نه به ارام وي
نه به قرار وي
نه به سکون وي
نه به په ژوند کې خوند وي
نه به لذت وي
نه به ارزو وي
نه به ارمان وي
نه به خوشحالي وي
هڅ به نه وي .
چې ته نه یې
نو هیڅ به نه یې.