د نقشې بیا کښنه- د افغانستان د اتنوگرافیکې بدلــَونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48463
بروس ریچارډسن
دخبریدو نیټه : 2012-04-02

ژباړه : رحمت آریا
 فبروري ۱۰ - ۲۰۱۲
لېکوال : بروس ریچارډسن

د نقشې بیا کښنه- د افغانستان د اتنوگرافیکې ځانگړتیا بدلــَونه
 
که زموږ په منځ کې څوک دې پاېلې ته رسیدلی وي چې په بل دولت کې د ځمکنیو پولو بیا ټاکنه او یا د نوې نقشه جوړَونه د یوه هېواد د اراستوگنو پرگنو پر ژوندانه باندې ډېره ناوړه اغیزه نه شېندي نو یو ځل دې د تأریخ پاڼو ته په مخه کولو لومړی د اسراﺋـیلو رامنځته کېدل او د فلسطیني وگړو پر ژوند هغه ناوړه اغېزې وشمېرې چې د اسراﺋـیلو له جوړېدا سره سم رامنځته شولې، یا دې د کشمیر – هند د لانجې پایلې راوسپړي او یا دې په نولسمې پیړۍ کې د ناندریزې ډیورنډ کرښې رامنځته کېدل وڅېړي چې د سیمې اراستوگنې پرگنې ېې څومره او څنگه بې ځایه او د افغانستان او اوسني پاکستان د بېلتون - کرښې په اوږدو کې د میلیونو دیره پښتنو پر ژوند باندې د دې کرښې ژورې اقتصادي پاېلې و څېړي او څرگنده دې کړي چې په دغه بشري ناورین کې څومره کورنۍ ورېتې شولې. هغه بشري بې ځایه کېدنې او کډوالۍ چې د بریتانوي راج د سیمه ییز ویش په پایله کې رامنځته او د اقتصادي شتمنۍ شوکې ېې راوپارولې، زښته ډېرې ژورې اغېزې او رېښتونې جرړې لری. دا خبره ولې  نن دومره ډیره د ارزښت وړ ده؟ داسې بهرني ځواکونه شته چې د بریتانوي ښکیلاک له هماغو وختونو نېولې تر نن پورې ېې د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ تگلاره او لېد لوری په زړه کې ساتلی دی، دا هماغه ځواکونه دي چې اوس د نوی نقشې د اېستنې ملاتړ کوي... دوې دداسې یوې نوې نقشې د جوړښت ملاتړ کوي چې د افغانستان اتنوگرافیکه تجزیه په کښې نغښتې ده. ددغې خبرې ننۍ انگیزه د پرون په شان اقتصادي او ستراتيژیکه انگېزه ده. تأریخ گواهي ورکوي چې د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې سترې برېتانېې او تزارې روسېې دواړو پر افغانستان باندې د بري موندنې او نېواک په هڅې کې د تأریخ په لابراتوار کې د ازمویل شوې « بېل ېې کړه ایل کړه» چلوټې په کارولو، په لوی لاس ددیورند کرښه جوړه کړه؛ د هغه مهال دواړو سترو ځواکونو ویل چې ددې کرښې د رامنځته کولو موخه تش په نامه د « اغېزو» د چاپيریال رامنځته کول او بیلول دي. که د افغانانو او په پاکستان کې د استوگنو پښتـنو او د هغوی ددولتونو ترمنځ د شخړو ، ناندریو او د څاڅ و پرغز « خشم او غضب» پر اور باندې یو شمېر سکالو « موضوعات» تیل شیندلای شي نو یوه ېې د دیورند اوسنۍ کرښه ده.  پاکستان ځان د ډیورند د کرښې فرضي او منتصب وارث بولي خو په کابل او نورو ځایونو کې پاکستان ته د گویا – قراردادي تړون غیر قانوني میراث خور او د پښتنو په کور کې د یوه مغرض یا مځکه لاندې کوونکي په سترگه کتل کېږي. وگورﺉ [ لمنلېک ] [1]  
 
د پخوانیو تأریخي تجربو پر بنسټ، د جگړې پر مهال بدل شوي یا له سره جوړ شوي خلف دولتونه چې د جگړې د تاوانونو د بدل په بله وینا د « جنگي غراماتو» په لټه کې وي نه شي کولای د یوه منل شوي دودیز او یا د یوه باالقوه مدعي او میراث خور په توگه سر راپورته او د پخواني ځمکني جوړښت پر بنسټ دې کومه حقوقي دعوی وکولای شي. د همداسې حالت د زېږېدلو شونتیا د افغانستان په تجزیې او د هېواد د نوي جغرافیوي جوړښت په رامنځته کېدا کې شته ځکه په منځ کې اصلي عارض / د دعوی خوا یا داسې هستي ورکه ده چې د دعوی کولو وړتیا دې په قانوني توگه ولري.
  
وروسته د شلمې پېړۍ په اوږدو کې شوروي اتحاد د خپلې ځمکسوځونې کمپاین په لړ کې د افغانستان د تجزېې هڅې پيل کړې، شوروي د پښتني مقاومت د ځپلو لپاره چې د شوروي د نیواک او ښکیلاک پر وړاندې د مقاومت بنسټېزه ستنه وه د خپلې بېلتونپالې پالېسې او چلوټې په ترڅ کې هڅه کوله چې افغانستان له اتنیکي اړخه تجزیه کړي. تأریخ او له پېړیو پېړیو راهېسې منل شوي دودېز روایات دواړه موږ ته وايي چې په افغانستان کې د بهرني نیواک او واکمنتیا پر وړاندې د ډیرکي پښتني غورځنگ پرېکنده نښه د پښتنو مقاومت دی. په ۲۰۰۱ ز کال کې د « ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې» یا د نوې طرحې تر پوښښ لاندې امریکايي نېواک او یرغل تر سره شو، واشنگټن چې ښايي د خپل تربور، بریتانوي راج، د پیر د پایڅوړو له پخوانیو ټپونو څخه په خواخوږۍ کړېده، د افغانستان د اراستوگنو پر گنو پر وړاندې د پوځي بریا او د خپلو گټو د تر لاسه کولو په موخه ېې یو ځل بیا هماغه پخوانی بېلتونپاله اتنیکي کارډ له لستوڼې را وایست ځکه د امریکې پر وړاندې د یوه نابرابر مقاومت بنسټېزه جرړه بیا هم د ډیرکیو پښتنو په منځ کې پرته ده. د تېرو پېښو د لړۍ سپړنه په زباد رسوي چې د طالبانو پر وړاندې د لږ شمېر کسانو له پلوه هرې خواته د خپرې دښمنۍ جرړه د ترانس – افغان –« د وړاندېز شوي» - نللېکې پرسر د امریکايي یونوکال شرکت او طالبانو تر منځ په ناکامو خبرو اترو کې نغښتې ده. دا دښمني هغه مهال لا پراخه شوه چې د طالبانو د واکمنۍ د ړنگولو په لارې کې لابیو « دلالېو» لا زور واخیست، د رژیم د بدلون ددلالیو په سر کې څرگنده څېره د یونوکال لابیست او د بوش د ادارې رسمي چارواکی زلمی خلېلزاد ولاړ وو. همدغو نامتو خو ناکامو خبرو اترو د جگړې د پيل برخلېک جوړ کړ، داسې یوه جگړه چې دا دی اوس خپل یولسم کاله ته رسیدلې ده. ددې ترڅنگ په واشنگټن کې « د پښتنو» د پیژند یادې شوې ځانگړې نښې ته د هغوی د سرټبمه گۍ یا عصبیت د نښې په سترگې کتل کېږي، ځکه د بوش او اوباما دواړه ادارې په څرگنده پوهېږي چې پښتنو هېڅکله بهرنیو اوامرو یا گټو ته د یوه گوډاگي په توگه نه سر ټېټ کړی او به ېې ټېټ کړي.          
 
که د دوه وو « یرغلگرو جگړو» د ستر جرم د ورانۍ پر وړاندې کومه باالقوه قضاﺋـيي دعوی رامنځته شي بیا هم نړۍ وال قانون د روسېې او د امرېکې د متحدو ایالاتو په گټه دی ځکه دواړه د افغانستان د تجزیه کېدلو د مشرتابه پر څوکۍ ډډه وهلای شي. که افغانستان تجزیه او شتون ېې د یو موټي هېواد په توگه له منځه لاړ شي نو د پخوانیو تأریخي  او قانوني پېښو په پام کې نېولو سره هماغسې چې د نولسمې او شلمې پېړۍ په اوږدو کې د هېواد نقشه بدله شوله  له روسېې او امرېکې څخه د جنگي تاوان هر ډول قضاﺋـيي دعوی به هم بابېزه او دړې وړې شي او په دې مانا به تفسیر شي چې په نوي جغرافیوي چاپيریال کې له سره جوړ شوی هېواد یا خلف دولت نه شي کېدای د خپل هېواد د پخوانيو ځمکو ددعاویو میراث خور پاتې شي.    
 
د کسکد عملیات : د شوروي بېړني پلانونه او په ژبنيو او اتنیکيو پولو د افغانستان د ټوټه کېدلو لپاره تیارۍ 
 
شوروي هېواد - مشر لیونید بریژینف د ۱۹۸۱ ز کال د دسامبر په مېاشت کې افغان هېواد مشر ببرک کارمل ته امر وکړ چې د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو سره دې د هېواد د شونې یو ځاې کېدنې بنسټېزې چارې تر لاس لاندې ونېسي. د هغه مهال په خاد کې ډگر جنرال غلام صدیق میرکی چې د شوروي له پلانونو څخه ېې د لومړي لاس مالومات درلودل او وروسته ېې دنده پرېښودله وايي د بریژینف لومړنی پلان ځکه دومره په آسانۍ د پلي کېدا وړ نه وو چې په افغانستان کې د خلق او پرچم د دوه وو کمونیستو ډلو تر منځ پرله پسې دښمني روانه وه [ وگورﺉ [2] ]. بریژینف د خپلې څارگرې ادارې په سلا د افغانستان د ټوټه ټوټه کېدلو لپاره یوه نوې ستراتیژي رامنځته او د کسکد د عملیاتو [3] مستعار نوم ېې وباندې کېښود. [ وگورﺉ [4] ] د کسکد د عملیاتو پټه دنده دا وه چې د هندوکش په اوږدو کې نهه ولایتونه چې پښتانه ډیرکي په کې دونې ډیر دېره نه دي بیل او د شوروي اتحاد له هغو  سوسیالیستي جمهوریتونو سره ېې یو ځای کړي چې ورسره گډه اتنیکي جرړه لري. پایله دا کېدله چې د افغانستان سویلي برخو د پښتــنـو د یوه خیالي - خپلواک دولت بڼه راخپلوله ، له هغه وروسته همدا دولت د لوی پښتونستان او بلوڅستان د بېلتونپالو غورځنگونو لپاره د فعل او انفعال په ډگر اوښت‏ او په داسې یوې بې ثباتې سېمې کې یو له بل سره ادغام غوښتونکي غورځنگونه شوروي ته زښت ارزښتمن پریوتل او له راپارَول شوې بې ثباتۍ او اړودوړ څخه ېې تر شونې کچې گټه پورته کولای شوای. وگورﺉ [ لمنلېک[5] ]  
 
شورویانو د کندز، سمنگان، بدخشان، بغلان ، توخار، بلخ، جوزجان، بادغیس او فاریاب ولایتونو ته ځانگرې لېوالتیا درلودله.  د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو ددغو ولایتونو په راخپلولو ددې وړتیا موندله چې سېمه د زښتو ډیرو گران بیو عملیاتو له پرمخ بېولو پرته آرامه او د لوژیستیکي اکمالاتو او اړېکو مهمې کرښې خوندي کاندي. په شمالي سېمو کې ددیره وگړو ډېرکۍ شمېره تاجیکان او وزبکان دي چې له اتنیکي اړخه د افغانستان د شمال د شوروي گاونډیو جمهوریتونو  له وگړو سره ورته اتنیکي جرړه لري. وگورﺉ [ لمنلېک [6]] د کي جي بي د سرحداتو ریاست ته د کسکد د عملیاتو تر ډال لاندې دنده سپارل شوې وه چې که د افغانستان شمالي ولایات د شوروي اتحاد د منځنۍ آسیا له سوسیالیستي جمهوریتونو سره ونښلول شول نو د یادو ولایتونو د امنیت دنده دې تر لاس لاندې ونېسي. د کسکد د عملیاتو تر سیوري لاندې شمال ته د سویل او سویل لویدېز په پرتله بیله پاملرنه کېدله او پر بنسټ ېې بېلې پالیسۍ په کې پلي کېدلې. د مسکو په موخو کې دداسې شرایطو رامنځته کول نغښتي ول چې سېمه ییزې پرگنې به د نویو رامنځته شویو حالاتو تر سیوري لاندې خپلې ټاکل شوې گټې ولري.   
 
د شورویانو عملیاتي طرحې « په ځانگړې توگې د شوروي د هوايي بمباردونو لړۍ» ښيي چې د نیغ کنترول له تر لاسه کولو وروسته ېې سېمې د افغانانو د اتـنـیکي ځانگړتیاوو پر بنسټ غوره او په نښه کړي دي او بیا ېې هڅه کړې چې سېمې له وگړو تشې کړي، په دې مانا چې شورویانو د پښـتـنو سېمې چې د هېواد له سویل لوېدېزه نېولې او تر ختیزو ولایتونو پورې غځېږي له یوې مخې په لوی لاس په نښه او په سلگونو زره وگړي ېې وژلي او په بمبارډ کې ژوندي پاتي شوي دې ته اړل شوي چې له خپلو مېنو څخه کډه او جلا وطن شي. 
 
د کسکد د عملیاتو دویم ، زښت ځیرک او پټ اړخ دا وو چې د غیر پښتنو له منځه ځانگړي او زبده ځواکونه غوره، استخدام او بیا دې له شوروي اتباعو سره گډ او بیا دې د مسکو په استازیتوب د شمالي ولایتونو ځواک په لاس ورکړل شي. [ اخځ : تڼی، مرگولیس،  شیبارشین، لیاخوفسکي، گریگوریف او گروموف [7] ] د پلي کیدا د پړاو او د څارگرو مالوماتو د راټولو لپاره مستعار نوم [ چامیلیون [8]] وو. وگورﺉ [ لمنلېک [9]] د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې د چامیلیون د عملیاتو د پام وړ او د شوروي د همکارانو په منځ کې د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې د پنځشیر مخالفه وسلواله ډله او د ۵۳ فرقې بولندوی عبدالرشید دوستم جوزجاني وو چې نړۍ والې ټولنې دواړه ډلې په بې شمیرو بې رحمیو او له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورنې گڼلي دي. دواړه ډلې چې اوس د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو د ټلوالې ملگري دي د شمالي ټلوالې په نامه پیژندل کېږي. [ مرگولیس، تڼی، شیبارشین، لیاخوفسکي، گریگوریف، گروموف، هیناما، لپنین او یوري چنکو[10]]
 
د امریکا تر مشرۍ لاندې ناټو ټلوالې هم د شوروي معاصرو په څیرو د افغانستان اتنیکي لږکۍ ، شمالي ټلواله، وپنځوله او بیا ېې له پوځي او سیاسي اړخه په کار وگومارله. شمالي ټلوالې او په بدلو جامو کې روسي سرتیرو دواړو په گډه د ناټو د ځواکونو تر څنگ د طالبانو پر وړاندې جگړې کې برخه واخیستله او روسي بې نښو الوتکو یو ځل بیا د هېواد په سویلي برخو کې د طالبانو پر ټاکل شویو ځایونو باندې د بمبارد مأموریتونه تر سره کړل [ پاویل فلجین هوو، پراوډا [11]]. له سیاسي اړخه، د شمالي ټلوالې ویاندان ددې لپاره چې نوم ېې په نړۍ والې کچې وپيژندل شي د امریکا، اروپا او روسېې په ملاتړ په نړۍ والو کنفرانسونو او اکاډیمیکو سیمینارونو کې د گډون هڅه کوي او د فدرالېزم، پراخ بنسټه دولت ، ډېموکراسۍ او نورو نوعدوستانه او ښکلیو اصطلاحاتو تر سیوري لاندې د یوه تجزیه شوي هېواد لپاره ددلالۍ « لابۍ» هلې ځلې  کوي، دا د کانگو « استفراغ» تر برېده شاربل شوې هغه منځتشې اصطلاح گانې دي چې د ځواکمنوملتونو له خوا کارَول کېږي ترڅو د بلاغت په ځلاندو ویناوو کې د ویل شویو گټو او موخو برعکس  خپلې پټې گټې ورباندې وپوښي. په پام کې ولرﺉ چې : دا لړۍ د غلطو مالوتو د خپرونې یوه پراخه ستراتیژي غواړي چې دیپلوماتیکي، څارگرې او د رسنېو سرچېنې په کې گډون لري.        
 
له ستراتیژیک اړخه ، نوی شکل بندي شوی افغانستان کولای شي د څو امریکايي  وسلوالو بنسټونو کوربه اوسي چې له یوې خوا ایران او چین ته د نېږدې واټن چاپيریال برابروي او له بلې خوا پر دواړو هېوادونو باندې د اقتصادي برلاسي وړتیا ورپه برخه کوي په دې مانا چې امریکا به د هېواد په شمال کې پرتو بې شمېرو کاني سرچېنو ته او هم د کسپین په کاسې کې د تیلو بډایو سرچېنو ته لاسرسی ومومي. د نبراسکا د پوهنتون د ځمکپيژندنې پوهانو جک شروډر[12] اټکل کوي چې د افغانستان په خاورې کې څه دباندې ۳۰۰ ډوله کم پیدا عناصر موندل کېږي چې په منځ کې ېې د لیتیم شمېره زښته ډیره ده، لیتیم هغه عنصر دی چې د کمپیوټر جوړولو او د پرمختللې ټکنالوژۍ په نورو برخو کې زښت ډیر کاروَل کېږي.   
 
تجزیه د ښکیلاک له پیره پاتې یوه بلواگره پارَونه ده چې پایله ېې د اراستوگنو پرگنو په کلک تاوان او د پانگوالو ځواکونو د ځانگړو گـټو په تر لاسه کولو اوړي. د جگړې پر مهال تجزیه به افغان پرگنو ته د هغوی د هېواد ځمکنی جوړښت او سرحدي نښې نفی او هېواد ته به نه له منځه وړل کېدونکي حقوقي ستونزې یا ننگونې راوپاروي او داسې یو هېواد به ورڅخه جوړ کړي چې د جنگي غراماتو په دعوی يي قضایاوو کې د یوه باالقوه هیواد ځای او ارزښت ونه لري. ددې احتمال شته چې روسیه او امریکا به دا ادعا وکړي چې د دعوی د ېوې خوا یا مدعي په توگه افغانستان نور شتون نه لري او نه هم د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو په نامه کوم هېواد شته. د تجزېې نورې سرباري پایلې به د ځمکنۍ بشپړتیا د لاسه ورکولو ستونزې، بهرنۍ / باندنۍ لاسوهنې او ملاتړونه وي او ښايي ځان د ملوک الطوایفیو یا د بهرنیو تحت الحمایه سیمو په بڼو راڅرگند کړي چې له کبله به ېې په سلگونو زره افغانان نه یوازې له اقتصادي اړخه تاواني شي بلکه له خپلو سېمو او مېنو څخه به کډه کولو ته اړ شي او په دې توگه د وحشت د یوې متداومې کړۍ یوه ناپایه څپه به راوپاروي. 
 
یادښتونه :
  
1.     Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq, 2006
2.     ‘The Fall of Kabul has not slowed the Pace of Regional Strategic Change’,Defense& Foreign Affairs Strategic Policy, Washington, by Yossef Bodansky, 1992.
3.     ‘The Russian Elite, Inside the Spetznaz and Airborne Forces, by Carey Schofield, 1993, p.113.
4.     ‘Russia’s Secret Wars’, Moscow Times, by Pavel Felgenhauer, 2012.
5.     An ‘Interview with Shah Nawaz Tanai’, With translation by Afghan journalist Sayed Noorulhaq Husseini and Bruce G. Richardson, Rawalpindi, October, 1997.
6.     ‘Poletiat Li Nashi Rebiata Bombit Afghan’, Komsomolsk skaia Pravda, 2011. 7.
7.     ‘Operation Kaskad’ and “Operation Chameleon’ Afghanistan, a Search for Truth, by Bruce G. Richardson, 2009, pp. 59-69.
8.     ‘The Hand of Moscow’, by Leonid Shebarshin, Director, Foreign Intelligence KGB, Translated by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and Literature, Harvard University, 1992, pp. 177-214.
9.     ‘Limited Contingent’, by General Boris V. Gromov, Translated by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and Literature, Harvard University, 1994, pp. 188-197.
10.  ‘The Pandzhsher from 1975-1990’, by S.E. Grigorev, 1997, p. 40.
11.  ‘Plamya Afgana’, by A.A. Liakhovskii, Translated for the Cold War in History Project by Gary Goldberg, 1999, pp. 485-486.
12.  ‘The Soldiers Story, by Anna Heinamaa, Maija Leppanen and Yuri Yurchenko, 1994, pp. 113-122).
13.  American Raj, Liberation or Domination? Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, by Eric S. Margolis, 2008, p.196.
 
--------------------------------------------------------------------
[1] Nabi Misdaq 60-61
[2] Bodansky 11
[3] ’Operation Kaskad’
[4] Bodansky 11
[5] Bodansky 11
[6] Bodansky 12
[7] Tanai, Margolis, Shebarshin, Liakhovskii, Grigor’ev, and Gromov
[8] Chameleon
[9] Schofield
[10] Margolis, Tanai, Shebarshin, Liakhovskii, Grigor’ev, Gromov, Heinamaa, Leppanen and Yurchenko
[11] Pavel Felgenhauer, Pravda
[12] Geology Professor Jack Schroeder of the University of Nebraska