یاجوج اوماجوج ته داسلام دعوت رسېدلئ دئ :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48477
علامه أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2012-04-04

 

فتوی نمبر (۵۹۸) .  

 

مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

 

مستفتي    :  انجنير نصيب الله يوسفزی /صوبه پشتونخوا /پاکستان  .

 

حضرت علامه أبوالفضل (حفظه الله) ته او د بينوا ادارې مسؤل محترم خالد صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم خدائ مو ژوندي او موفق لره ، ځما پوښتنه داده چي ياجوج او ماجوج د چا اولاده ده ؟  او ايا دوۍ ته د اسلام دعوت رسيدلئ دئ که يا ؟ ستاسي د جواب په انتظار  .

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :

 

محترمه وروره  !  په دې خبره کښي چي ياجوج او ماجوج د چا اولاده ده درې مختلف قولونه ذکر سويدي  :  امام نووي (رحمه الله) ددغه سوال په جواب کښي  فرمایلي دي چي د اکثرو علماؤ په نزد دوۍ د حضرت حوآء  او د حضرت آدم اولاده ده  .  او ځينو بیا داسي ويلي دي چي دوۍ د حضرت آدم اولاد دي  نه د حضرت حوآء ، نو بيا دوۍ ځموږ يواځي د پلار له طرفه وروڼه بلل کيږي وبس  .

او حافظ أبوعمر بن عبدالبر پر دې خبره باندي اجماع رانقل کړېده چي دوۍ د يافُث اولاده ده کوم چي د نوح (عليه السلام) ځوۍ ؤ   .

او ددوهمي پوښتني جواب دادئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) له همدغي خبري څخه وپوښتل سو چي ايا ياجوج او ماجوج ته ستا دعوت رسيدلئ دئ ؟  ده مبارک په جواب کښي ورته وفرمايل : هو ! زه ودوۍ ته دمعراج  په شپه کښي وروستل سوم او ما دوۍ د اسلام ودين ته راوبلل ، خو دوۍ قبول نکړ او انکار يې وکړ   . حیوةالحیوان   ج۲ ص ۴۳۱