دجماع په وخت کي هم بربنډېدل ممنوع دي !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48478
علامه أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-04-04


فتوی نمبر (۵۹۹) . 

 
مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي    :  محمد رحيم  رحيمي / له جرمني  څخه  .  

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  ، هيله کوم چي جوړ او روغ ياست ، محترم مولانا صاحب په لوڅ حالت کښي له ميرمني سره جماع کول څه حکم لري ؟ که مو جواب راکړ احسان به مو وي  .

الجواب و هو الملهم للصواب  :


محترمه وروره ! حيا او شرم د ايمان له ښاخلو څخه ده ، او په اسلام کښي ډير لوړ مقام لري ، هر مسلمان بايد حيا خپل طبيعت او عادت وګرځوي  .
د جماع او نزديکت په حالت کښي پرده او ستر کول هم د حيا له جملې څخه بلل سوئ دئ  بایدلوڅ لغړ دغه کارسره ونکړي، پدې باره کښي دي لاندي دوه مبارک حديثونه وکتل سي  :

عن عتبة بن عبد السلمي أن رسول الله (صلی الله عليه وسلم) قال  : «اذا أتی أحدکم أهله فلیستتر ولاتجردن تجردالعيرين »  .  رواه ابن ماجة  . 
يعني رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي کله چي ستاسي څخه يو و خپلي ميرمني ته ورځي نو ستر دي کوي (ځان دي پټوي) او تاسي مه يواځي کيږۍ (له پردې څخه) په ډول د يواځي والي د دوو وحشي خرو (چي له پردې ، ستر او جامې څخه خالي دي)   .

 وعن النبي (صلی الله عليه وسلم) قال  : «اذا أتی أحدکم أهله فليلق علی نفسه ثوبا ولايتجردن تجرد العيرين»  .  رواه النسآئي .
يعني نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : کله چي يو له تاسي څخه و خپل أهل (کوروالا) ته ورځي نو اچوي دي پر ځان باندي يوه جامه ، او ځان دي نه يواځي کوي په ډول د يواځي والي د دوو وحشي خرو  .
والسلام   .