لکه چې دنسب له شجرې نه څر ګنديږي لالي يا ليلي وزير دپښتنو په کر لاڼي ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري او لالی دخدري ورور او دوزيرو دقبيلې يو ښاخ شمېرل کيږي چې دخپلې قبيلې د پا تې بر خې نه رابيله شوې (١) او دسپين غره په شمالي او لويديزه بر خه کې او سيږي او دوزيرو دقبيلې نه ددوی دجلا والي په اړه داسې ويل کيږي چې لالی دوزير زوی دخپل پلار سره د شوال په غره کې او سيده چې د هغه له لاسه د شيتکو پښتنو له اولادې نه يو تن ووژل شو٠
په دغه وخت کې لالی دبدل اخيستلو له ويرې د شوال سيمه پر ېښودله او دخوږ ياڼيو سيمې ته لاړ او هلته يې واده هم وکړ (٢)
٠ تاريخ حيات افغاني له نن نه ١٤٦ کلونه دمخه ددوی دوسله والو کسانو شمېر پنځه زره تنه ښودلي دي٠
همداراز دنو موړي تاريخ دمؤلف دليکنې پر بنسټ د لالي وزير اولاده د ننګر هار په سپين غره کې او سيږي٠ (٣)
--------------------------------------------------------------------
١- پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ١٣٩٥ مخ٠
٢- حيات افغاني،٤٢٨ مخ ٠
٣- نو موړی اثرد٣٥٨ مخ شجره٠