دايوه لوبه او دباران غو ښتلو دعا ده کوم وخت چي دوچکالۍ ويره وی په کلیوالو اولیروپرتوسیموکی دالوبه ترسره کیږی.په کلی کی دما ښام له مخی چی شپه وی دکلی هلکان او ځوانان راټولیږی اوپه خپل منځ کی همدا هلکان یاځوانان یومصنوعی سپینږیری جوړوی چی یوځوان ځان ته دسپینو وړیوڅخه ږیره او بریتونه جوړوی او یو اوږد کوټ یاکوسی که کوسی نه وی یوه اوږده چپنه پرځان اچوی او ددی جوړسوی سپین ږیری څخه لکړه وی او دځوانانو ددی ټولی سره روانیږی دکلی یوه یوه کور ته ورځی کله چی دکورمخی ته ورسیږی نودکور مخ ته ټول دریږی او دکورد دروازی سره بی له دی چی دروازه وټکوی همدا ترانه په لوړ آواز وایی.
بارانه باران بو شیلی ډکی داوبو
خدایه باران وکی دحاجی غنم لانده کی
حاجی به غړی وکی طالبان به په ماړه کی
بیا ټوله په یوه آوازسره وایی الله امین
اودی نارو ته ترهغه وخته دوام ورکوی ترڅودکور خاوند راووزی په دی وخت کی د کور خاوند یو لوښی داوبو څخه ډکوی او دباران بودډلی پرجوړسوی سپین ږیری یی پاشی.پرسپین ږیری داوبو دپاشلو وروسته په یوکاسه یا کوټوری کی یوڅه غنم یاجوارورکوی اوکه دانه وی یوڅه پیسی ورکوی بیا دباران بو ډله په خوښی خندا شوق او زوق سره له دی کوره ځی دبل کور مخی ته او هلته هم دباران بو ترانه وایی او په ګده الله امین وایی په همدی ترتیب سره په ټول کلی کی ټولو کورونو ته ورځی او دټولو کورونو څه یوه اندازه پیسی یا نور څه راټولوی کله چی دکلی ټول کورونه خلاص سی نو بیا دباران بو ډله د شپی په اخیرنی برخه کی چی سهار هم نږدی سوی وی راټول سوی غنم،جواری یوځای کوی کوچه ورڅخه پخوی کله هم دغنمو څخه اوګره پخوی اویاهم ځینی وخت دهمدی شیانوپه پیسو وریجی رانیسی په شیدو کی یی پخوی چی شوله ورته وایی سهاروختی پاخه سوی شیان خیرات کوی او په ټول کلی یی ویشی اودالوبه دباران دغوښتلو لپاره له ډیرو پخوا وختونو په کلی او بانډو کی رواج لری تر څو وچکالی ختمه سی اوبارانونه واوریږی نو همدا لوبه ترسره کوی. ل:
لښکرګاه ۱۳۹۰/۱/۱۲