ما توبه وويسته!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48611
اجمل اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2012-04-12

 

څو ورځې مخکې يو سندرغاړي  يوه زم  زمه راته وکړه او بيا يې وويل چې  فلانی صيب  پدې  طرز يو شی راته وليکه ٠

همدا زمزمه  مې خيال کې ګرځېده  چې پرون لکه د خوب  پريشاني داسې سخته او خوږه شعري څپه راباندې راغله او سمدواره  مې  يو، دوه بيتونه وليکل چې :

                                     را شه   ياره  نن   جرت   او  زړه    کوو --- -    بې نکاح او بې ملا  واده  کوو

                                      نو ر د مور اوپلار سترګو ته مه ګوره  -- -   ځه چې ځو شوتلو کې واښه کوو

دهمدې  بيتونو سر يودم  ډله خلکو کلک  پلک  ونيولم  چا په سووکانو وهلم  چا په څپېړو او چا په لغتو او سوباړو٠ په سترګو مې رڼا ورځ  تياره شوه او د  تېښتې لار او لودن  رانه  ورک شول، شپږ   اوو  کسانو له ګرېوانه نيولی  وم  او خدايزده چې څومره  مې په وهلو  اخته ول ، بس دومره  مې اورېدل  چې يو ويل: مه يې پرېږدئ  دا د ډم  بچی ، بل ويل : په سترګو ړوند شې لکه ړوند چې يې زموږ دا قرباني وګوره او ستا ډمتوب ، دا شکېدلي ګرېوانونه، وينې ، زخمونه ، يتيمان  درته  نه ښکاري  لعنتي  د  دوزخ سپييه٠

يو بل حلقي غږ مې   واورېد چې  ويل يې : دا فاسق دی  زموږ  د پلار نيکه  معنويات او د ځوانانو اخلاق فاسدوي  بيا يې راته ويل : دا ته دومره ځوان  يې چې دا د غر غوندې دروند قوم سپکول غواړې  اوس به دې داسې سابه په مالګه کړو چې ژوندی بيا شعر مېر  ونه ليکې ، پر ټولو يې بيا غږ کړ:  د خدای  دپاره  يې وهئ او د همدې سره يې خپل سر نه لونګۍ را ايله کړه او زما غاړه کې  يې راواچوله  او لکه  د دار  رسۍ داسې په زور يې  راښکله ، ما ټوپ کړ سر مې له زنګنونو را پورته کړ  ورخطا مې  يخوا دېخوا وکتل  ښه  وه چې هيڅوک نه ول  ژر مې پر ځمکه  پوزه راښکله او د خپل دروند او وياړلي قام له سپکولو مې توبه  وويسته٠

 / کامه