ايا په غيبت او دروغ ويلو سره اودس ماتيږي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48635
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-04-13

فتوی نمبر (۶۰۲) . 

مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  : حفيظ الله پوپلزی    .

 

و محترم المقام مولانا أبوالفضل (حفظه الله) او د ملت خدمتدګار خالد هادي صاحب ته اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  ، خدائ دي تاسي ټولو ددې عظيم خدمت أجر او بدل درکړي  ، محترم مولانا أبوالفضل صاحب ځما پوښتنه داده چي ايا په غيبت او شيطانت سره اودس ماتيږي او که يا ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب

محترمه وروره ! پدې باره کښي دوه مَسلکه دي  : اول د عارفينو أوليآء الله دئ (کوم چي أصحاب د حقيقت دي) ، او دوهم مَسلک د علمآؤ د شریعت دئ [چي فقهآء رحمهم الله دي]  .
د عارفينو په نزد په غيبت ، نميمت او دروغو وغيره سره اودس هم ماتیږي او روژه هم ؛ ځکه ددوۍ په نزد هر هغه شئ اودس ماتوي چي له مناجات او توَجّه الی الله سره منافي (ټکر) وي  .
او د علماؤ د شريعت په نزد دغه شيان اودس او روژه نه ماتوي ، خو البته د اوداسه او روژې ، دارنګه د نورو طاعاتو پر فيوضاتو ،  أنوارو او ثواب باندي حتمًا زورور بد أثر اچوي  .
په ځينو أحاديثو کښي داسي راغلي دي چی په غيبت سره اودس هم ماتيږي او روژه هم ، د طريقت علمآء دغه حديثونه پر ظاهر باندي حمل کوي (پريږدي) او د فقهآءِ کرامو په نزد دغه حديثونه پر زجر (ترټني) باندي محمول دي  . [الرياض ص ۳۱۵] .  
                                         والسلام   .