ژباړه : رحمت آری
فبروري ۳- ۲۰۱۲
لېکوال : بروس ریچرډسن
سره له دې چې د نورو انسانانو د ژوند ساتنه د ستاینې وړ کار دی، مگر په دې لاره کې دداسې وساﺋـیلو او تگلارو پلي کول هېڅ ډول توجیه نه لري چې د بشري ژوند له ټولو اړخونو او د جگړې له منل شویو دودونو سره دې په ټکر کې وي. که داسې وي نو د بشري ژوند د ژغورنې تر غوړې پلمې لاندې د تصور وړ هرې بیرحمي او قساوت توجیه ته موندل کېدای شي. جنرال جې. ایف. سي. فـُـلر .
د امریکا د متحده ایالتونو پخوانی لوی څارنوال رمسي کلارک لیکي : « له دوېمې نړۍ والې جگړې وروسته تر ټولو ستر بشري جنایت په خپله د امریکې بهرنۍ پالیسي ده.» د ریگن د ادارې پخوانی چارواکی او نامتو لېکوال پال کریگ رابرتس لیکي : « که موږ « امریکا» په ریښتیا صادق اوسو چې څوک خلک وژني او څوک ېې کړوي نو دا په خپله امریکا، اسراﺋـیل او بریتانیا ده چې هم خلک وژني او هم ېې کړوي.» نوموړی وايي همدا درېواړه هېوادونه دي چې « ستاسو شیطاني چورلېځ » جوړوي. نويو - محافظه کارانو چې له اره ېې نړۍ وال قانون ته درناوی نه دی کړی اوس ېې یوه هېښنده چار چلند ته لاس اچولی، کله چې دوی پر یوه لانجمن هېواد د برید تکل او یا په کورنیو چارو کې ېې د لاسوهنې لپاره په گونډو درېږي نو ناڅاپه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا سندرې غږوي او انگازې ېې خپروي. ظاهرا ً د کلام سیاق هر څه دی چې مانا اخېستل ورڅخه گران برېښي. کله چې امریکا پر افغانستان، عراق، گریناډا، سومالېې، یمن او لېبا برید کوي نو خپل برېدونه په جار جار د « اوږد مهالۍ آزادۍ د عملیاتو » ترسپیره او ځان په حقه گڼونکي سرې څپرکۍ لاندې توجیه کوي او نړۍ وال قانون په خپله خوښه تعبیر او تفسیروي، دوی ددې پروا نه ساتي چې ورکړل شوې توجیه ېې د ملگرو ملتونو او د نړۍ والې جناﺋـي محکمې هاگ، او یا د جگړې پر مهال د قانون واکمنۍ ته د نورو بې شمېرو ژمنو سازمانونو د غور او کره کتنې اپوته او خلاف وي.
د اوږد مهالې آزادۍ عملیات د چا لپاره : د امریکا « د روبات پر جگړې باندې » نړۍ والې سترگې په دې وروستیو کې هک پک نېغې شوې او په دې لړ کې هېواد مشر بارک اوباما ددې لپاره چې د نړۍ والو گوتنیونو لمنه ېې یوه څه رالنډه کړې وي وايي « بې پیلوټه الوتکې یا ډرون د القاعدې د هغو فعالینو پر وړاندې کارَول کېږي چې د امریکا پر وړاندې په فعالې دسېسې کې ښکېل دي.» خو موږ د پاکستانیو ژورنالیستانو د بې شمېرو گزارشونو له مخې پوهېږو چې د په نښه شويو یاغي جنگیاليو لویه شمېره نه د القاعدې غړي دي او نه ېې د امریکا د خاورې پر وړاندې کومې دسېسې کې لاسونه ښکېل دي. د اوباما له دې ادعا څخه دا انگیرنه تر لاسه کېدای شي « هر څوک چې زموږ په ډرون وژل کېږي هغوی القاعده دي.» دا زر - ژبې اصطلاح یا ادعا کت مټ د ریچرډ نکسن هغې بې بنسټې ادعا ته ورته ده چې ویلي ول : « که هېواد مشر یو کار کوي نو په دې مانا ده چې هره کړنه ېې غیر قانوني نه ده.»
څنگ تر څنگه زیان : له ۲۰۰۱ز کال را وروسته د امریکې له پلوه د ډرون د بې پیلوټو الوتکو کارَونې د ملکي وگړو په وژنې کې بې شمېره زیاتوالی راوړی دی. امریکا به ادعا کوي چې افغان پرگنو ته ېې ډېموکراسي ډالۍ کړې خو د ملکي وگړو هره ورځنۍ لړۍ د طالبانو په لېکو کې د نورو وگړو د ورگډیدلو لامل گرځيدلې ده. د امریکا جگړه په ۲۰۰۱ ز کال کې په پیاوړو هوايي برېدونو پيل شوه او ورسره سم د افغان ملکي وگړو د ژوند د خوندیتوب په اړوند ژورې اندېښنې راپورته شوې. د کلونو په اوږدو کې د هوايي بمبارد ډیرېدا او په لړ کې ېې د ملکي وگړو د شمېر زیاتېدنه او تر څنگ ېې د پوځي ځمکنیو علمیاتو له کبله د ملکي وگړو د وژنې لوړه شمېره ټول ددې لامل شول چې د بهرنیو هېوادونو او افغان حکومت تر منځ ترینگلتیا وده ومومي. ‘Project on Defense Alternatives’ اټکل کوي چې د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر او د ۲۰۰۲ ز کال د جنورۍ تر منځ د ۳ مېاشتو په لړ کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ تنه افغان ملکي وگړي د امریکا د هوايي بمبارډ په لړ کې نیغ په نیغه وژل شوي او د ۲۰۰۲ ز کال د جنوري د مېاشتې تر پایه نور ۳۲۰۰ تنه د لوږې ، رنځ، ربړې او ټپونو له کبله مړه شوي چې غوښتل ېې ځانونه د امریکا د هوايي بمبارډ له ویرې د جگړې له سېمو څخه په تېښتې خوندي ځایونو ته ورسوي.
بریتاني ورځپاڼه گارډین اټکل کوي چې په ۲۰۰۱ ز کال کې څه د باندې شل زره تنه افغانان د امریکا د ځمکني او هوايي یرغل په لړ ووژل شول.
د نیو همپشایر د پوهنتون استاد پوهاند مارک هیرالډ په خپلې یوې پراخې او ستومانې پلټنې کې اټکل کوي چې : د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ ز کلونو تر منځ څه د باندې ۲۳۶۰۰ تنه ملکي افغانان یوازې د ډرون د یو مخي کارولو له کبله وژل شوي دي؛ امریکا په مغرضو، عمدي ، غلطو مالوماتو او څارگرۍ باندې ډډه لگوي، د ناټو، امریکا او آیساف ځواکونو ته دغه مغرض ، عمدي او غلط مالومات د شمالي ټلوالې له پلوه برابرېږي، ځکه شمالي ټلواله هېله لري چې ددوی دودیز سیاسي میرڅمن باید د ناټو د گډ پوځي ځواک په مرستې دړې وړې شي. مگر امریکا د « څنگ تر څنگ زیان» د غوړو اصطلاحاتو په کارولو چې غواړي د ملکي وگړو د غیر ضروري وژنې په اړوند د مخ په ودې نړۍ والو گوتنیونو له منگولو څخه ځان وژغوري نه شي کولای پر خپل مخ د اخلاقي مورال نقاب را کش او د افغانستان په اوږد مهالې خونړۍ جگړې کې ځانته کومه قانوني توجیه ومومي.
ناټو هغه مهال د خپلو هوايي برېدونه شمېره راکښته کړه کله چې وویل شول په ۲۰۱۰ ز کال کې یو شپیته په سلو کې ملکي وگړي د ناټو او افغان ځواکونو په لاس وژل شوي دي. د خلکو پر کورونو باندې د شپې له پلوه چاپه وهل یوه بله ستونزه ده چې د ملکي وگړو د وژل کېدلو یو لوی لامل بلل شوی دی. د رند په فکري بنسټ کې د یاغیانو پر وړاندې د مبارزې د چارو کارپوه سث ټامس وايي چې د ملکي وگړو د وژل کېدا ستونزه یو هغو لاملونه څخه ده چې د افغانانو د زړونو د ترلاسه کولو په لارې کې ېې د ناټو هڅې پيکه او کمرنگه کړې ده.
پر ناتو غـږ : لوبه پای ته رسېدلې، د سټېج پرده کش شوی ، نور دې په مخه ښه : ډېري کسان په دې اند دي چې ناتو باید ړنگه شي. ناټو ددې لپاره وزیږېدله چې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د وارسا د پکت د گډولې پر وړاندې ودرېږي. اوس د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه او د وارسا پکت دواړه له منځه تللي دي. نړۍ اوس ناټو ته د امریکايي امپریالیزم د یوه رغتوک یا گوډاگي په سترگه گوري چې جامه ېې د ترهگرۍ پر وړاندې د کمپاین تر نامه لاندې بدله کړې او اوس ېې د انرژۍ د ولکې د ترلاسه کولو په لټې کې ځان د روسېې د وره د درشل تر پوړیو پورې رسولی دی.
اوس د امریکې متحده ایالاتو، ناټو، او د آیساف د ځواکونو غړو انډیوالانو ته ښايي له هغه څه لاس پر سر شي چې لوی څارنوال رمسي کلارک او پال کریگ رابرتس دواړو « له دوېمې نړۍ والې جگړې وروسته د امریکا بهرنۍ پالیسي» د « شیطاني چورلېځ» په نامه « تر ټولو ستر جنایت » بللې او هم د کورنۍ جگړې جنرال فولر ویلي : اوس چې یرغلگرو جگړو او د انرژۍ د سرچېنو پر سر جگړو پر خپلو مخونو د ډیموکراسۍ د ډالۍ نقاب راکښلی او یا ېې د بشرپالنې د نورو غیر انتقادي هڅو تر سیوري لاندې خپلې جامې بدلې کړي نو « د بشري ژوند د ژغورلو د تودو ولولو د پلمې او ټگۍ برگۍ تر نامه لاندې هر ډول د تصور وړ سبعیت او بیرحمۍ ته هم توجیه موندل کېدای شي.»