ښځه به له چا څخه ستر کوي ؟ د نقيب الله پوښتنه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48795

دخبریدو نیټه : 2012-04-21

 فتوی نمبر (۶۰۹) . 


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  : نقيب الله صادق  .

 

محترم مولانا صاحب پوشتنه مي داده چي په راتلونکي يو څو ورځو کښي ځما واده دئ نو پوښتنه مي داده چي زما راتلونكي بي بي ( خانمه ) به چا څخه ستر كوي او له چا څخه بي نه كوي؟ 
او بله خبره دا چي زما يو اكا دي خداي ج دي زموز او ستاسي سره ورته د نيكي لياري هدايت وركري هغه نه لمونځ كوي او نه روژه نيسي  دده څخه به هم زما ميرمن ستر كوي او كنه ؟  د مهرباني له مخي محترم مولوي واضح جواب راته وليكي چي ستاسي د لارشووني سره سم ورته ووايم صاحب دير مننه 

 

الجواب و هو الملهم للصواب


محترمه وروره ! يو أصلي اسلامي لار ده ، او يو د پښتنو رَسم او رواج دئ  ، اسلامي لار د ښځي د ستر په باره کښي داده چي له هر هغه چا څخه به ښځه ستر کوي کوم چي په يو وخت له وختو کښي ددې نکاح له هغه سره صحيح کيږي  ، نو پدې سبب د ښځي  ليور (د خاوند ورور) اخښئ  ، د خاله او عمه ځوۍ ، د اکا ځوۍ وغيره ټول هغه خلګ دي چي ښځه بايد ستر ورڅخه وکړي  .
هغه خلګ (که د ميړه په قريبانو کښي وي او که د ښځي) چي ددغي ښځي نکاح له هغو سره په هيڅ وخت کښي له هغو سره صحت نلري  (لکه د ښځي خُسر ، د ميړه اولاد له بلي ښځي څخه او داسي نور) دا د ښځي مَحرم خلګ دي ، چي له دوۍ څخه شرعًا ښځه په ستر سره مکلفه نه ده  . 
دا د «حنفي» مذهب ، بلکي د ټولو امامانو په منځ کښي اتفاقي خبر ده  .  

البته که د يو چا فاسقتوب ښکاره سي او دا ګمان باندي راسي چي دغه څوک په روا او ناروا نه دئ بند ، نو پر ښځه باندي لازم دئ چي له هغه څخه ستر وکړي ، که څه هم ددې ورور يا بل څوک وي  ، نو پدې وجه ستا له اکا څخه بايد ستا ښځه ستر وکړي  .