د نور محمد د خوب تعبير :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48796
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-04-21

فتوی نمبر (۶۱۰) . 


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :  نور محمد له کابل څخه  .

 

عاليقدر محترم مولانا صاحب ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ، محترم أبوالفضل صاحب ما یو خوب لیدلی ده چی په شپه کی زه لمونځ کوم او دا لمونځ زه ټول په بشپړتو ګه تر سره کړم  که مهربانی مو وی را ته تعبیر یی کړی   ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب


محترمه وروره ! ستا د خوب تعبير او معنی داده چي تاته به الله پاک ددې توفيق درکړي چی د الله پاک د حقوقو ذمه واري پوره کړي ، او له بدو کارو څخه پرهيز کونکئ او د نيکو کارو عامِل وګرځي  .

[في تعطير الأنام  ص ۲۰۲ /باب الصاد :  «فمن رأی أنه أقامَ صلاة المکتوبة في وقتها المعلوم ، بوضوئها وقيامها و رکوعها وسجودها ، متوجهًا نحوَ القبلةِ ، مُستويا ، فانه يؤدي کما فرضَ الله عليه ، مثلُ الحج أو مَظلمة او دَينٍ ، ويجتنب الفواحش والمنکر ]  .