فتوی نمبر (۶۱۱) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : محمدصابر"احمدزی .
سلام اونیکی هیلی ! دلوی خدای ج نه درته دښه صحت ارزواوغوښتنه کوم زما پوښتنه داده :
امام بخاری (رح) ولی خپل کتاب په باب کیف کان بدءالوحی سره شروع کړی حال داچی نورتمام مصنفین دکتابونو خپل تصنیفات په کتاب /باب الطهارت سره شروع کړی؟ دجواب په هیله
فاجرکم علی الله
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه وروره ! د يو کتاب په ترتيب کښي ، خصوصًا د حديثو د يو کتاب پر ترتيب کښي مُختلف حيثتونه موجود وي ، چي يو حيثيت د يو قسم ترتيب تقاضا کوي او بل يې بيا د بل قسم ، نو ځينو مُحدثینو ودېته کتلي دي چي زه چي دغه کتاب په حديثو کښي جوړوم نو بايد د فقهي د کتابو په ترتيب يې جوړم کړم ، مثلا د فقهي په کتاب کښي اول بحث د طهارت (پاکۍ) ذکر کيږي ، نو زه بايد پدې کتاب کښي اول هغه حديثونه ذکر کړم چي هغه د طهارت مربوط وي ، وهکذا .
دغه ډول کتابونه چي پدوۍ کښي حديثونه په ترتيب د بابو د فقهي راوړل سوي وي د مُحدثينو په اصطلاح کښي «سُنَن» بلل کيږي ، لکه «سنن أبوداؤد ، سنن ترمذي» .
او ځينو علمآؤ بيا د خپلو شیوخو (استادانو) په ترتيب د خپل کتاب حديثونه مرتب کړيوي او ځينو بيا په ترتيب د صحابه ؤ .
پدې اړه مُکمل معلومات ځموږ د بخاري شريف د شرح «فضل الباري» له ابتدائي برخو څخه حاصل کړه، چي همدلته په بينوا کي نشر دي .
امام بُخاري (رحمه الله) چي د وَحي باب مُقدم راوړئ دئ هغه ودېته کتلي دي چي شريعتِ اسلامي او د شريعت اسلامي ټول أحکام (که ايماني او عقيدوي وي او که فرعي او عَمَلي) په وحي سره ثابت سويدي ، نو پدې وجه ده دا مناسبه ګڼلې ده چي تر هغو ټولو أحاديثو ړومبئ چي د شريعت د مختلفو أحکامو په باره کښي دي هغه حديثونه راوړي کوم چي تر وحي او د وحي تر کيفیت ، او د وحي تر ظهور او ابتدآء پوري تعلق لري .
والسلام .