څو ځلې يې ترې لاس راکش کړ. اخر ورته په قهر شو، د ګوتې په سر يې ورته له الکولو ډکه پاغونده ووهله او بيا يې يو نرۍ اومهينه څوکه والا شى له کاغذه راوويست.
هلک چې تبې يې رنګ زبيښلې و، د لابراتوار والا لاسونو ته کتل او چې څنګه يې تېره شي د ګوتې سر ته نږدې شو، نو سترګې يې پټې کړې او بيا له چخولو سره وران- وران شو.
د ګوتې له سره، غوټۍ-غوټۍ وينه را ووته، سلايډ يې پرې ککړ کړ او د مايکروسکوپ مخې ته يې کېښوده.
هلک د ګوتې په سر له الکولو ډک مالوچ ټينګ نيولى و او نتيجې ته منتظر و، خو زما فکر بله خوا لاړ.
ځان سره مې ويل، زموږ په خلکو جنګ تپل شوى ، که نه په خپل زړه د ضروريت لپاره هم څوک وينې تويلو ته نه دي چمتو.
جلال اباد ،١٣٩١ د غويي ٦مه