په ټولنيزو علومو کي دڅېړني لار- لومړى برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48921
شريف الله دوست (سرواني)
دخبریدو نیټه : 2012-04-27


ليکوال:پوهنوال عصمت الله( عثماني)
ژباړن:شريف الله دوست (سرواني)
معاصرپوهان په دې باور دي چي په تېروڅولسيزو کي دعلوموډېرښت او پراختيا تر هغو علوموډېره ده هغه چي د خپل پيدايښت څخه بيا د شلمي پېړۍ نيمايي پوري رامنځ ته سوي دي

اند دا چي په دې دومره لږوخت کي د بشري علومو دومره وړاندي تګ هيښنده دى او رښتيا چي ستونزمن کارهم دى . خوکه سړى پام وکړي چي دعلمي څېړني د يوې سمي لاري څخه ګټه اخيستل هم ترڅولسيزو پرته اوږده مخينه نه لري نو په دې کي شک نه سته چي دا علمي ،اسان اوچټک وړاندي تګ يوازي او يوازي دسمي او دقيقي علمي څېړني په ځواک ترسره سوى دى.

له کومه وخته چي علوم يو يو د فلسفي تفکر دکړۍ څخه دباندي راوتلى کوښښ پردې سوى چي دهمدې هر يوه لپاره بېل بېل سبک او لاره وټاکل سي چي دا هڅه په کرار کرار دعلومو دبېلوالي له وخته پيل او غوټۍ يې د اوولسمي پېړۍ په لومړيو کي وغوړېدې، همدا پېړۍ وه چي ځيني پوهان لکه : ( بېکن ) ، ( ګاليله ) ، ( کلپر )او( دکارت ) په دې بريالي سوه چي په پراخو ځاني هڅو نه يوازي (علم) دفلسفې له ښکېلاکه و ژغوري بلکه د فرهنګي ښکېلاک له قيده چي د علم دپرمختګ لوى خنډ اوځنډ ؤ آزاد کړ او د خرافاتو په منځ کي يې علم ځاى پر ځاى کړ.
ښايي مبالغه نه وي که ووايو دا پاڅون د( فرانسيس بېکن ) د  (علومو ارزښت او پرمختک) کتاب او (اورګانون= د ارسطو د منطق دکتاب نوم )او د نوموړي د منطق دعلم داثارو د ټولګي سرليک ) څخه پيل سوى دى .

که څه هم دا دوه کتابه نن دومره علمي ارزښت نه لري خو بېکن ته منسوب دا دوې تاريخي رسالې د هغه وخت دخرافاتي افکارو د ماتېدو سبب وګرځېدې او لکه څنکه چي ليدل کيږي  دنوموړي ليکني دده ترمړيني وروسته د علومود آزادۍ باعث سوې .
هغه( پوه) چي کولاى سو د علمي لاري بنسټگر يې وبولو( رنه دکارت ) فرانسوي دى چي مطالعه يې د علمي روح پر بنسټ برابره کړه او دې پايلي ته ورسېد چي (( فکر کوم چي بيا شتون لرم . )) دا لومړى علمي او فلسفي ټينګارهمده پلى کړاو ددې رښتنولۍ په منلو سره يې خپلي لوستني پيل کړې اويوازي يې هغه مطالب دمنلو وړ وبلل چي قاطعيت يې دده لپاره څرګند ؤ او همدا ډول يې دې حقيقت ته د رسېدو لپاره هڅه وکړه چي مسايل په ساده ډول سره بېل او پر کوچنيو برخو يې غور وکړي په دې توګه يې وکولاى سوه چي پېچلي اوستونزمني کړني او مسلې ددې علمي لاري په پلي کېدو سره کشف او حل کړي .
د علومو له تاريخي مطالعې څخه څرګنديږي چي پرمختګ يې په مختلفو زمانو کي توپير درلود اويو ډول نه ؤ بلکه په لومړيو کي کرار او په ورستيو کي چټک سوى دى دهمدې دليل له مخي ويلاى سو چي د څو ورستيو پېړيو علمي پرمختګ او وړاندي تګ له مخکنيو پېړيو سره دا نه چي برابر نه دى وړانديتوب هم لري .

په ځانګړې توګه ويلاى سو چي په حقيقت کي همدا دڅېړنيزي لاري پرمختګ دى چي دعلومو پرمختک يې رامنځ کړ. له دې هرڅه څخه زموږ هدف حقيقت پېژندل دي چي ددې( پېژند) لپاره اړ يو په حقيقت سره د اصولو تګلاره غوره کړو.

د علم تعريف (پېژند ) :
امريکايي فيلسوف( چارلزپريس ) د اگاهۍ او پوهېدو لپاره څلور لاري وړاندي کړي اوهغه په دې ډول دي .
الف : د څرگنده منلو لار : په دې لاره کي انسان پرهغه څه تکيه لري چي هغه ورته روښانه وي ، هغه څه چي حقيقت ګڼي ددې لاري تکرار د مطلب ارزښت او حقيقت زياتوي، دبېلکي په توگه که ووايو : ورځ ده ، شپه ده ، تور او سپين دى او داسي نور...
ب : دملتيا لار : په دې سره د هغه څه ملتيا او پيروي کېږي چي هغه عام ارزښت ولري لکه مذهبي عقيدې او ملي دودونه .
ج : له مخکي پوهېدو اوتجريبې څخه آزاده لار : په دې لاره کي پر هغه څه تکيه ده چي د نورو له خوا ويل سوي وي ، دعقل او منطق سره هم په ټکر کي نه وي لکه د شمېر مطالب.
د : دعلومو لار: علمي لار دانسان پوهېدني يوه غوره لار ده په دې لاره تل د موخو پايلي او دهغوعقايدوڅخه بهر دي چي هغه سره تجزيه او بېلوي .
 پورته يادي سوي لاري بېله له علومو تلنلاري څخه له پخوازمانو څخه دود درلود اوس هم ځيني وختونه په بشرپوهېدنه کي له همدې يوې لاري څېړنه کيږي .
د علوموتلنلار يوه نوې لاره ده چي په کار وړل سوې او ټول علمي پرمختگونه دهمدې نوموړي علمي لاري د پيداکېدو او رامنځ ته کېدو پر بنسټ سوي دي .
د علومو دلاري تر بحث مخکي اړينه ده چي دعلم په ځانګړي ويي (لغات) پوه سو .
علم  : د هغو کلمو انډول دى چي په فرانسوي او انګريزي ژبه کي( سينس) نومول سوى دي او دلاتين ويي (سين تيو) څخه مشتق او راوتلې اود پوهېدو مانا ښندي، ددې ويي لپاره بېلا بيل تعريفونه(پېژنده) سوي چي اړين يې دادي :
- علم د منظومو اطلاعاتو د راټولولو څخه عبارت دى.
- علم د حقايق د پېژندلو لاري ته ويل کيږي .
- علم د ثبوت سوي پوهېدني څخه عبارت دى.
- علم دهغه څه څخه بحث کوي چي موجود دي ، نه د هغه څخه چي بايد وجود ولري .
- علم منظم پېژندل دى چي له ټاکلو لارو څخه ترلاسه کيږي او د ثابتو ، رابطو ، قوانينو او واقعيتونو څخه بحث کوي ، په عام ډول پورته تعريفونه ټول سم دي .
هغه نقش چي علم په غاړه لري دادى چي ټول هغه اصول او دپيښو رامنځ ته کېدل چي د علم په بحث پوري اړه و لري تر سره کړي اوله دې سره موږ وتوانيږوترڅوخپله پوهه په مختلفو اړخونوکي يوله بل سره شريکه کړو او هغه پېښي چي تر دا مهاله زموږ لپاره( ناپېژانده )پاته دي په سمه توګه او په پوره باور اټکل کړو.
د علم موخه څه ده ؟
د علم موخه د تيورى ايجادول دي اويا په بل ترتيب د طبيعي پېښو دعلت او معلول ،کشف او اړېکو سپړل دي چي تيوري بلل کيږي .
نورهم سته.......