شيخ الحديث چا ته ويل کيږي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48950
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-04-28

فتوی نمبر (۶۱۳) . 

 
مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :  

 

پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
دا پوښتنه می ددی په خاطر وکړه چی زما یو انډیوال دی په احادیثو کی زما ورباندی ډیر یاد دی خو هغه ته شیخ الحدیث وایی چی د عمر په لحاظ هم تر ما ډیر کشر دی. وسلام ستاسو دعلمی ځواب هیله

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :

محترمه ! يو د موجوده زمانې حال دئ  کوم  چي هر سړئ د هر کامِل صفت او ښه نامه مُدعي دئ  ، ټولي مُعاملې د خولې په ادعا او غومبر تر سره کيږي ، هر سړئ ځان عالم ، مولوي ، علامه او شيخُ الحديث  بولي  .  پخوا به په علمآؤ کښي په سلو کښي څلور يا پنځه مُدرِّس علمآء وو ، او بيا په مدرسينو کښي به جامع عالم بيخي لږ پيدا کيدئ ، اوس چي يو څوک دستاربندي وکړي نو سمدستي استاذالکل ، جامعُ المعقول والمنقول دئ  ، که د آيت تفسير په غلطه طريقه کوي نه په شرميږي ، که د حديث الفاظ غلط وايي او معنی يې غلطه کوي دا عَار نه بولي ، که طالب ته په دروغو سبق وايي پدې نه شرميږي ، او که پر ممبر باندي په خطبه او نصيحت کښي درواغ وايي پروا نه په کوي  ، که چا ته غلطه فتوا ورکوي هيڅ عيب يې نه بولي  .
او دغه د بېشرمۍ کارونه داسي نه دي چي په سهو او خطا له خلګو څخه صادريږي ، بلکي بالمشاهده ما ډير ليدلي دي چي ښه پدې پوهيږي چي ددغه حديث يا ددغه آيت په معنی زه نه پوهيږم ، يا دغه سبق چي زه و طالب ته وايم غلط دئ ، خو پر دې سربيره په قصد سره دا کارونه کوي ، او دا ډير لوۍ عيب ګڼي چي په کوم ځائ نه پوهيږي د هغه له يو بل عالِم څخه پوښتنه وکړي  .
يو چا ماته تليفوني خط راليږلئ ؤ چي زه هم أبوالفضل يم  ! ! !  ما ورته وويل چي وروره ! أبوالفضل کيدل پخوا ډير مشکل کار ؤ ، زه چي په کومه معنی أبوالفضل سوم نو په هغه وخت کښي پنځوس کاله ځما تر وجود له مخه لا ممکن هغه معنی په چا کښي نه وه موجوده سوې ، اوس چي ته وايي چي زه أبوالفضل يم نو پدې کښي شک نسته ؛ ځکه چي أبوالفضلان اوس لکه شيطانان د خره له انګاري څخه پيدا کيږي ، نو له يوې انګاري څخه بې ته هم پيدا سوئ يې  .

دا خو د زمانې حال دئ  !!!!

خو کومه چي أصلي حقيقي او علمي خبره ده  نو علمآؤ ذکر کړيدي چي د حديثو علمآء څلور قسمه دي :
اول محدث يا شيخُ الحديث دئ ، کوم چي د أکثرو علمآؤ په قول و هغه ته ويل کيږي چي پر مسند د درس باندي ناست وي ، او د أحاديثو تعليم و خلګو ته کوي  ، او ځينو محققينو  علمأؤ ويلي دي چي تر هغه پوري يو څوک شيخُ الحديث نسي بلل کيدلائ تر څو چي شل زره أحاديث يې متنًا او سندًا په ياد نه وي   .
دوهم «حُجّةُ الــْحَديث» دئ  ، دا و هغه شخص ته ويل کيږي چي درې لکه أحاديث يې سندًا او متنًا په ياد وي   .
دريم «حافظُ الحديث » دئ  ، دا هغه څوک دئ يو لک أحاديث يې سندًا او متنًا حفظ وي  .
څلرم  «حاکمُ الحديث» دئ ، حاکم هغه څوک دئ چي ټول حديثونه يې متنًا او سندًا ، جرحًا او تَعدِيلًا په ياد وي   .    [تلخيص البخاري ج ۱ ص ۲۳    ]  .