فتوی نمبر ( ۶۱۴) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : دکتور ضیآء الدين ضياء /هاليند .
تر هر څه له مخه و محترم عاليقدر مولانا أبوالفضل صاحب ته نبوي تحفه وړاندي کوم : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، محترم مولانا صاحب خدای مو ژوندي او صحتمند لره ، زه يوه پوختنه لرم هغه دا چي د جنياتو او حيواناتو اروحونه څوک قبض کوي ؟ هيله ده چي جواب يې راکړۍ .
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه وروره ! پدې باره کښي چي له انسان څخه ماسوا د نورو روح لرونکو شيانو روحونه څوک قبضوي اختلاف دئ ، او پدې باره کښي روايتونه هم مختلف راغلي دي .
په ځينو روايتو کښي داسي راغلي دي چي د حیواناتو د روحونو قبض کول د عزرائيل (عليه السلام) کار نه دئ ، بلکي د حیوانانو زندګي د الله پاک تر ذکر او تسبيح پوري مربوطه ده ، کله چي هر حيوان د الله پاک له ذکر څخه غافل سي نو دفعتًا مړ کيږي .
او په بل روايت کښي راغلي دي چي ملکُ الموت (عزرآئيل) او دده معاونين ملائکه د حيوانانو اروحونه قبض کوي .
او په ځينو روايتو کښي بيا داسي راغلي دي چي انساني روحونه ملکُ الموت قبض کوي ، او له ملکُ الموت څخه ماسوا درې نوري فرشتې دي ،چي په هغو کښي يوه د شيطانانو روحونه قبضوي ، او بله د پيرانانو او جنياتو او بله بيا د مرغانو ، درنده ګانو ، حشراتو او حيوانانو روحونه قبضوي .
مطلب د أروحونو د قبضولو دپاره څلور فرشتې مقرري دي ، خو ملکُ الموت پر باقي درو فرشتو باندي أمير دئ .
د اسرافيل (عليه السلام) د اولي شيپلۍ پر مهال د ټولو ملائکو د أروحونو قبضول هم د عزرآئيل (عليه السلام) کار دئ . او په يوه ضعيف روايت کښي راغلي دي چي هغه خلګ چي په دریاب کښي د الله پاک په لار کښي په شهادَت ورسيږي نو د هغو أروحونه الله پاک پخپله قبضوي ، بېله وايسطې د ملکُ الموت ؛ لپاره د اکرام او احترام ددوۍ . [مقدمة البيضاوي ص ۲۲۸] .
........... پدې باره کښی د علامه آلوسي (رحمه الله) تحقيق :
علامه آلوسي (رحمه الله) ذکر کړيدي چي د هر «ذِيْ روح » روح قبضونکئ حضرت عزرائيل (عليه السلام) دئ ، که انسان وي او که نه وي ، شهيد وي او که نه وي ، په وچه کښي وي او که په درياب کښي ، تر داسي حده چي ویل سويدي چي عزرآئيل (عليه السلام) به خپله روح هم پخپله قبض کوي . او ځينو علمآؤ ويلي دي چي د درياب د شهيدانو (يعني هغه خلګ چي په دریاب کښي شهيدان سي) د هغو ارواح عزرآئيل نه قبضوي ، بلکي بېله واسطې يې الله پاک قبضوي ، دغه خلګ په حديث د جوَيبر دليل نيسي ، خو هغه حديث بې انتها ضعيف دئ . او مُعتزله وايي چي ملکُ الموت يواځي د پيرانانو او انسانانو روحونه قبضوي ، او ځينو بدعتيانو بيا ويلي دي چي د چارپایانو ارواحونه ملکُ الموت نه بلکي له ده سره کومکي ملګري قبضوي .
والسلام .