له کلونو کلونو وروسته ښار ته راغلم ، ښار ته له ننوتو سره سم يو څو کسان مخې ته راغلل يوه يې خپلې ګوتې زما سترګو ته ونيولې او بيا يې وويل دا څو دي ؟
ما ور وکتل او وه مې ويل چې ( درې ) بيا يې د بل لاس ګوتې رانېغې کړې او پوښتنه يې وکړه چې دا نو څو دي ؟
ما يې لاس او ګوتو ته وروليدل او بيا مې ځواب ورکړ چې ( دوه ګوتې ) دي ٠
د همدې سره يې کلک ونيولم او لاسونه يې تر شا را وتړل ، زه حيران شوم خو وارخطا ځکه نه شوم چې ښار له خلکو ډک و ، رڼا ورځ وه او ګڼه ګوڼه ، نو ځکه مې خدای شته د غلو شک هم پرې نه کېده ٠ يو لاس کړ او دوه تېره تېره سيخان يې راپورته کړل ، زه لږ ووېرېدم ، چغې مې کړې ما ويل ګوندې دا ښاريان به راسره مرسته وکړي او ، له دغو څو کسانو به مې خلاص کړي ؟!!
ټولو ښاريانو په غټو غټو راليدل ، سيخ والاوو راته ويل : ځان مه ستړی کوه دا خلک نه ستا غږ اورې او نه دې ليدلی شي، دا ټول ړانده او کاڼه دي ، پدې لوی ښار کې يوازې ته يې چې د يوه لاس ګوتې شمېرلای شې نو ځکه تا هم پدې سيخانو اوس ړندوو چې بيا کله زموږ په مخ کې د دوی په څېر رانېغ او خنډ نه شې ٠