دلوړپوړې ودانۍ ترڅنګ دړانده سړی ترمخ له یوې زړې خولۍ سره نږدې په یوه زنګ وهلی لوحه په غټوتورولیکل شوی وو ( زماسترګی څه نه وینی لطفاُ زماسره مرسته وکړئ )
په لاره دتیریدونکی ورځپاڼه لیکونکی چې په سړی پام شو،وروګرځېده ،دسړی په زړه خولۍ کی دپیسوڅونوټونه پراته وو. ده هم جیب ته لاس کړدوه د دری سکې یې په خولۍ کی ورواچولې اوپرته لدې چی له ړانده سړی اجازه واخلی لوحه یې راپورته کړ ه ،په غټوتورویې پرې بل څه ولیکل ،لوحه یې بیرته دده ترمخ کېښوده اوترې روان شو.
دورځې په پای کی ورځپاڼه لیکونکی بیرته خپل کورته روان ووچې په ړانده بوډایی سترګې ولګېدې چې ترمخ ایښې خولۍ یې له سکوډکه ده . ړانده سړی ورځپاڼه لیکونکی دګامونوله غږه و پېژانده اوپه رېږدیدلی آوازیې ترې وپوښتل چې دده پرلوحه یې څه لکلی وو!
ورځپاڼه لیکونکی ځواب ورکړ : کومه ځانګړې خبره نه وه مایوازې ستاپر لوحه دلیکل شوی متن بڼه بدله کړه . ړوندسړی په فکرکې شوپه ذهن کې یې بله پوښتنه راپیداشوه خوترغوږونویې دورځپاڼه لیکونکی دپښودتګ اوازشوچې ورو،وروترې لرې کیده . ړوندسړی په فکرکې ډوب شو، نه پوهېده چې ترمخ په ایښې لوحه یې څه لیکل شوی.
خوپه لاره تلونکوخلکوبه چې دسړی ترمخ په لیکلې لوحه سترګې ولګېدې ور وبه ګرځېدل ،په خولۍ کې به یې پیسی وراچلولې اوترمخ ایښې لوحې ته به ځیرشول . په لوحه په غټوکرښولیکل شوی وو. (( نن دپسرلی لمړۍ ورځ ده خوزماسترګې یې نه شی لیدلاي )
هوکې کله چې خپل کارپرمخ نه شی وړلای یوازې دخپل کارپه بڼه کې بدلون راولئ بیابه تاسې وګورئ چې څومره ستونزمن کارونه په څومره ساده ډول ترسره کولائ شئ . دډیروووکارونودترسره کولولپاره هم له خپل فکر،اودماغ نه مرسته وغواړئ ....دبری رازخپله تاسې سره شته خویوازې فکرته اړتیالرئ .