ویاړلې نیټه ..... ۱۹۸۹ زکال د فبرورۍ ۱۵ - ریچارډسن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49143
بروس ریچارډسن
دخبریدو نیټه : 2012-05-08

ژباړه : رحمت آریا
   ۲۰۱۲ ز کال د مارچ ۱۶
لیکوال : بروس ریچارډسن

سږکال د فبرورۍ د میاشتې پینځلسمه نیټه د افغانستان له خاورې څخه د شوروي د وسلوالو ډلگیو له درویشتم کال سره سمون خوري. تأریخپوهان او نور پوهیږي چې په افغانستان کې څه تیر شول خو د هغې بې سارې لوړې بيې پوهیدنه اړینه بریښي چې یو یرغلگر زبر ځواک دې په خپلې  نغښتې پریکړې کې په خپل یوه داسې واړه گاونډي برید او د هغه د نیواک هڅه وکړي چې هیڅکله يي یرغلگر ته کوم گواښ نه وو رامنځته کړی. د اقتصادي تاوان بیه له شماره وتلي ده. د اقتصادپوهانو ورکړل شوې شمیرې څرگندې او روښانې نه دي ، یوازې په دومره ویلو بسنه کولای شو چې د یرغلگرې جگړې د اغیزو پایلو افغان پرگنو ته هډ ماتوونکې نیستۍ او بې وزلیتوب ور په برخه کړی دی. د انساني تلفاتو شمیره په ستوني کې سا بندوي، دوه میلیونه افغانان « میندې، پلرونه، زامن، لوڼې، اکاگان، نیکونه او اناگانې او د هغوی ملگري» په شهادت ورسیدل.

هماغسې چې تأریخ په یاد لري افغان پرگنې د تأریخ د ډیرو لرغونو پړاوونو په شان یو ځل بیا د خپل ټاټوبي د ساتنې لپاره دداسې بهرني ښکیلاک پر وړاندې په پښو ودریدې چې یرغلگر ځواک د ځمکې پر مخ د ستر لښکر په لرلو د وژني په وروستي ماډل تکنالوژۍ سمبال وو.  افغان مقاومت د نولسمې پیړۍ په زښتو زړو له کاره لویدلو وسلو سمبال وو، په دغو وسلو کې د شوروي یو لږ شمیر وسلو هم گډون درلود چې امریکې د شوروي د یرغل او نیواک پر وړاندې د خپلې ایدیالوژیکي دښمنۍ د ښودنې په توگه مجاهدینو ته برابرې کړې وې؛ دغه نابرابر انډ‌ول ته په کتلو په لومړيو کې گومان کیده چې مقاومت به په بشپړه توگه دړې وړې شي خو پایله يي په هک پک کوونکې کوډگرې بریا وواښتله. که شوروي د تأریخ پاڼې په ځیر اړولې وای نو احتیاط به يې کړی وای چې افغانستان باندې برید په حقیقت کې ځانته د پوځي او اقتصادي ټپونو رابلل او د خپلې دیکتاتورۍ د انډول د ډړې وړې کولو په مانا به وي. په نړۍ کې به د افغانستان په شان بل داسې هیواد نه وي چې له خپل ټاټوبي څخه دې په دومره سرښندنې او میړانې، ننگه او ساتنه کړې وي؛ د بهرنيو تاړاکونو پر وړاندې د افغان پرگنو مقاومت په اوسني نړۍ کې د مجاهدینو د مقاومت په نامه پيژندل کیږي. 

د شوروي میراث به تر ډیرو وختونو پورې افغانستان وکړوي. د شوروي له بریده ژوندي پاتي شوي افغانان به د خپلو کورنیو د غړو او ملگرو په ویر تر ډیرې مودې پورې ساندې ووهي، په میلیونونو پاتې شوې وسلې او نا څرگند ځمکني ماینونه به هره ورځ د هغوی ژوند ته گواښ رامنځته کړي. روسي اغیزې او د هغوی تاوان زیږوونکی حضور د هغې لږکۍ په شتون کې څرگند او بربنډ دی چې هم يي د شوروي یرغلگرو ملاتړ او ښه راغلاست ته راودانگل او هم ېې د نن ورځې د بهرني یرغل، نیواکگر زبر ځواک، د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناتو ډلگیو ته ښه راغلاست وویل.  شک نه شته چې له همدومره پیچلتیاوو سره  په مخامختیا سره سره به افغانستان  د تأریخ په حواله یو ځل بیا د جگړې د تورو لوخړو له منځه د یوه ستر او خپلواک ملت په توگه په جگه غاړه سر راپورته کړي.

راځـﺊ ټول ددې نیکمرغې ورځې په ویاړ د افغانانو پرتم ته په درنښت ته ودریږو، هغو افغانانو ته چې په یوازې سر ، بې سارې سرښندنې او میړانې يې نړۍ د شوروي / کمونیستې سترواکې له پرمختلونکي گواښ څخه چې غوښتل یې ټوله نړۍ ونیسي، وژغورله. راځـﺊ ټول د هغې بې سارې تأریخي سرښندنې ستاینه او درنښت وکړو چې افغانستان او افغان پرگنو د نړۍ والې سولې د ټینگښت په لاره کې له ځانه را څرگندې کړي دي. راځـﺊ ټول د ریښتونې سولې د راوستلو په گړندیتوب کې په ټینگ هوډ کار وکړو او د زړورو افغانانو ملاتړ ته ور ودانگو چې له څو لسیزو جگړو وروسته د خپل هیواد د بیاودانولو په لاره کې له سترو ننگونو سره مخامخ دي. پای