فتوی نمبر ( ۶۱۹) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : قاري احسانُ الله .
عاليقدر مولوي أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، محترم مولوي صاحب ځما سوال دادی چي ما له ځينو علماوو څخه اوريدلي دي چي کله چي و آدم عليه السلام ته الله پاک ملايکه په سجده سره امر کړل دا په دې وجه چي دده په تندي کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نور و ، نو ايا دا خبره صحت لري ؟ دجواب په انتظار
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه وروره ! دا خبره د اسلامي أمت ډيرو عمده او غټو امامانو ذکر کړېده : امام فخرُ الدين رازي (رحمه الله) په تفسير کبير کښي ليکلي دي : «ان الملائکة أمِرَ بسجودِ آدم لأجلِ أن نور محمد [صلی الله عليه وسلم] کانَ في جبهته ، ولله دَرّ القائل : تجليتَ جَلّ اللهُ في وجهِ آدمَ فصلی له الأملاک حينَ توسل» .
يعني بېشکه ملائکه امر کړه سوو په سجده باندي و آدم (عليه السلام ) ته ، له دې وجي چي نور د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) دده په تندي کښي ؤ .
امام ابن حجر هيتمي (رحمه الله) له ځينو محققينو څخه نقل کړئ دئ چي سجده د ملائکه ؤ له وجي د نور د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) وه ، چي د حضرت آدم (عليه السلام) په تندي کښي ؤ . بيا ده دا قول د عارف بالله علي وَفا هم ذکر کړئ دئ چي : «لوْ أبصرَ الشيطانُ ظلمة نوره ـــــ في وجهِ آدم کانَ اولُ مَنْ سجَد» . [کذا في فتح العليم ص ۵۱] .