د قيامت په ورځ د حمدبيرغونه (لوآء الحمد) :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49173
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-05-11

فتوی نمبر ( ۶۲۰) . 


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :  مفتي رحيم الله وردګ  .

 

تر هر څه له مخه و علامه ابوالفضل (حفظه الله) او د بينوا ادارې و محترم مسئول خالد هادي حيدري صاحب ته  نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، ستاسي دروغ صحت په هيله ، پوښتنه مي داده چي د قيامت په ورځ به د حَمد او ثناء بيرغونه څو وي  ؟ او ځموږ د نبي مبارک پر بيرغ باندي به چي لوا الحمد ورته ويل کيږي د الله پاک څو نومونه ليکلي وي ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :

محترمه پدې باره کښي ځينو اوليآء الله  او عارفينو ذکر کړيدي چي د قيامت په ورځ به د الله پاک پدغه مبارک نامه چي «الحميد» اوه (۷) بيرغونه د حمد  وي  ، او دا به ځموږ و نبي (صلی الله عليه وسلم) ته ورکړه کيږي ، پدغو بيرغو کښي به د الله پاک هغه نومونه ليکل سوي وي کوم چي په هغو سره به دَئ د قيامت په ورځ په مقام محمود او مقام د شفاعَت کښي حمد او ثنآء وايي.
 لکه چي په حديث د شفاعَت کښي راغلي دي چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي  : «فأحمدُ اللهَ بمَحَامِد لا أعلمُهَا الآنَ »   .
او شيخ محي الدين (رحمه الله) ذکر کړيدي چي ما و الله پاک ته سوال وکړ چي ددغو نومونو عدد او شمير و ماته معلوم کړ سي ، نو بيا و ماته وويل سول چي ددغو الهي نومو (کوم چي پر دغو بيرغو د حمد به ليکل سوي وي) يو زر شپږ سوه اته شپيته  دي (۱۶۶۸) .  او په هر بيرغ کښي به نهه نوي داسي نومونه وي چي هر څوک يې هلته په ياد کړي نو حتمًا به و جنت ته داخليږي  ، خو په يوه بيرغ کښي به له دغسي قسم نومو څخه اوه سوه اويا (۷۷۰) نومونه ليکل سوي وي  .
                                                         والسلام   .