فتوی نمبر ( ۶۲۱) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : مولوي محمد عالم /استانبول .
شيخ الاسلام علامه أبوالفضل صاحب د زړه له بيخه سلامونه وړاندي کوم السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، خدائ مو ژوندي او روغ په برخه لره ، ځما ستاسي له درانه حضور څخه پوښتنه داده چي د حائط په واقعه کښی نبي عليه السلام حضرت ابوهريره ونه پيژندی ، او ورته ويې ويل چي ته ابوهريره يې ؟ دارنګه د حنين په غزا کي ابوسفيان رضي الله عنه د نبي عليه السلام د قچر رکاب نيولی وو پداسي حال کي چی نورو اصحابو له جنګ څخه ماتې وخوړه ، او د جنګ په ډګر کښي صرف يو څو نفره له ده مبارک سره پاته سوه نو پدغه وخت کي ده مبارک و ابوسفيان ته وويل چي ته څوک يې ؟ هغه ورته وويل چي زه ستا د کاکا زوی يم ، بيا ده مبارک و عباس (رضي الله عنه) ته وويل چي ته څوک يې ؟ هغه ورته وويل چي زه ستا اکا عباس يم .
ودېته ورته نورې واقعې هم پيښي سوي دي ځما پدې ځای کي ده چي پدغو وختو کي چي نبي عليه السلام دغه شناخته خلګ ونه پيژندل او ورته نابلده سوه ، ددې خو د احاديثو عالمانو وجی ويلي دي خو ځما مطلوب دادی چي که د طریقت او علم تصوف له مخي ددې علت او سبب راته روښانه کړۍ نو ډيره زياته مهرباني به مو وي .
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه وروره ! د طريقت علمآؤ (کوم چي د خدائ دلاري واقعي زمريان دي) پدې باره کښي ذکر کړيدي چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ته د الله پاک د ذات درې قسمه مُشاهَدې حاصليدلې : اول قسم مُشاهده د ذاتِ مَحض (خالص ذات د الله پاک) وه ، دوهم قسم مُشاهده د ذات د خدائ پاک وه سره له مُشاهدې د قوت او سلطان د قهر د الله پاک ، پدغو دوو مُشاهدو کښي به (کومي چي د استغراق مُشاهدې بللي کيږي) دَئ مبارک له مخلوق څخه غافل وګرځيدئ .
دريم قسم مشاهده د ذات وه سره مُشاهدې د مخلوقه ، ودغه قسم مُشاهدې ته : مشاهده د صحو او د «امتياز بين الخلق» ويله کيږي ، پدغه مُشاهده کښي به بيا دَئ مبارک له خلګو څخه غافل نه ؤ .
نو په ذکر سوو حالاتو کښي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) شناخته کسان نه دي پيژندلي ددې وجه داوه چي پدغه وخت کښي به وده مبارک ته يو قسم مشاهده له اولو دوو قسمو څخه حاصله وه ، نو دَئ مبارک به بِتمامِه د الله پاک په مشاهده کښي مُستغرق ؤ ، او له شناخته او نابلده څخه به غافله او ناخبره ؤ .
[ابريز /فتح العليم ص ۳۰۶] .