د تفاهم جبهه د ټوټه کیدو په درشل کښي ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4948
ميرويس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2005-12-29

ميرويس جلالزی

دا خبره وروسته له هغه رابرسیره شوه چه د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت گوند مشر محمد محقق خپل گوند د تفاهم جبهې له 15 ډلیزه کتار نه گوښه کړ .
ایا څه دلیل به وي ؟
ایا محقق به غواړي چه بله ستره جبهه جوړه کړي ؟
کارپوهان وایي وروسته له هغه دا گوند د تفاهم له ډلی د بهر کیدو په درشل کښي شو چه محمد محقق د ولسي جرگې د ریاست د چوکۍ مقام ته له خپلي گټي نه د استاد سیاف په گټه تیر شو .
ایا اوس نو د هزاره اقلیت او پښتنو تر منځ چه په وار یې په پخپلو کښي سره جگړې کړي ستونزي موجودي نه دي چه یو لوړ پوړی مقام بل مقام ته له خپلوگټو لاس په سر شو ؟ دې پوښتني ته اوس نو هر څوک ځواب ورکولای شي خو په یوه شرط؟
محمد محقق وایې ځکه له تفاهم جبهې خپل گوند په شاکوي چه د ده په اند اوس نو د دې جبهې مشر محمد یونس قانوني نشته چه د دوی تر منځ یو یوالی راولي .
ایا د محقق خبري به ریښتیا وي ؟
ایا دا به دلیل وي ؟
د افغانستان د خلکو د ملي وحدت گوند مشر ځواب ورکوي:
نغواړم زمونز پخوانۍ جبهه وروسته له دې د دولت په وړاندي په خپل سیاسي مخالفت کښي سره گډه وډه شي او دا سي حال رامنځ ته نشي چه د هر گوند مشر به د خپل سر پالیسي جوړونکی او پلي کونکی وي او دا به هغه وخت وي چه د محقق په وینا د د وی د جبهې هغه پالیسي به له خپل اصلي کړن لاري وگرځي او په خپلو کښي به سره په لفظي شخړو اخته شي .
کارپوهان وایې محمد محقق وروسته له هغه خپل گوند د ملی تفاهم له ډلي په شا کړ چه د پلویانو له خواه ئې پرې زور واچول شو او ورته وویل شو چه مونږ له پښتنو سره اوږدې شخړي کړي نو ولي تا اوس له پښتنو سره گټي شریکي کړي .
محقق به شاید د کارپوهان دلیل ومني خو په خوله څه نه وایې
اوس نو سیاف څه کوي ؟
ایا سیاف د ولسي جرگې څوکۍ وگټله ؟
د دې پوستنی ځواب نه دی ؟
ایا د یونس قانوني او محمد محقق تر منځ به وروسته له دې اړیکي چندان خوندوري نه وي ؟
خو بیا هم د افغانانو په منځ کښي یو ضرب المثل دی چه (...........)
ایا سیاسی مخالفین ( اپوزیسیون ) به وروسته له دې هغسي قوي نه وي لکه دپخواه په شان چه دحامد کرزي په حکومت به یې نیوکي کولې ؟
اوس نو داسي گنگوسې هم د خلګو تر منځ خپرې شوي چه د افغانستان پخواني اولس مشر برهان الدین رباني به د اپوزیسیون مشر وي ایا د خلکو تر منځ دا گنگوسې به په ځای وي ؟
ځیني کسان وایې هو ؟
ولي؟
ځواب به دا وي چه برهان الدین رباني که څه هم د افغانستان د پخواني جهادي ډلو د رهبرانو له ډلي دی او گڼ شمیر مجاهدین ورته په درنه سترگه گوري نو ځکه به دی د تفاهم جبهې مشر شي .
شاید ؟
ولي دا خبره هم گرمه ده چه برهان الدین رباني ځکه دې څوکۍ ته د رسیدو په حال کښي دی چه دی د ولسي جرگۍ د ریاست په سیالۍ کښي له خپلو گټو د محمد یونس قانوني په گټه تیر شو.
ایا د تفاهم جبهې څوکۍ میراثي ده چه قانوني یې رباني ته وسپاري؟
شاید ؟....................................
کارپوهان وایې ځکه د تفاهم له ملی جبهې (اپوزیسیون) چه له 15 گوندو جوړه شوی ځیني گوندونه په شا کیږي چه د گوندو گڼو شمیرو مشرانو ولسي جرگې ته لاره وموندلې نو هلته به چړچې کوي حال دا چه ورته ډالري تنخوا گاني هم تر لاس لاندي نیول شوي دي.
دوی خو دا نغواړي چه په دولت سمي نیوکی وکړي او هغه خپلو نیمگړتیاوو ته متوجه کړي .
اوس معلومیږي چه د تفاهم مفاهم په نامه څه نشته او دا یوازی پیسې دي چه گوندونه سره یو ځای کوی او بیرته یې سره بیلوي .