لیکوال : احمدمحمود
ژباړه :صدیق الله خلیق
په یوه شنه او ښکلې جریزه (ټاپو)کي دانسان ټولونیکواوبدوصفاتو یوځاي ژوند کاوه داصفات لکه : پوهه ، غرور، شتمني ،عاطفه ، شهوت ، مینه او .......
یوه ورځ پوهي دا ټول صفتونه سره راټول کړل او ټولو ته يی په خطاب کي وویل: ټاکل سوېده چي یو ډیرلوي سېل پدې جزېره ( ټاپو) کي جاري سي او هرڅوک دي همدااوس خپل داړتیا وړتوکي راواخلي ، باید په کښتی کي ېې کښیږدي ترڅو سېل ته تیاری ولری!!!
ټولو دا کاروکړ، زورورباران په اورید سواولوی سیلاب هم ټوله جزیره ونیول.
ټوله پخپلو کښتیوکي ول ، ناڅاپه دیوه صفت دډوبیدوږغ او دمرستي چیغي ترغوږوسوې .
دا ږغ دعاطفې وو، میني ډېرژردعاطفې ( زړه سوي ) دژغورلو په پلمه راودانګل ترڅوخپله بیړی دهغې په اختیارکي ورکړي ، خو داچي کښتي یی دیوتن څخه دزیات ځای نه درلود نو عاطفه سپره سوه خو مینه دسيلاب څپوواخیسته ، هغې خپل شاوخواته نظرواچوه شتمني یی خپل ځان ته نږدې ولیده او ورڅخه یی دمرستي غوښتنه وکړه : آه ثروت او شتمنی! ستا غښتلی لاس ما ژغورلای سي نولاس راکړه او ماوژغوره !
شتمنی په جواب کي ورته وویل : دومره طلااو جواهرمي په کښتی کي ځای کړي چي زما دوړلوتوان هم په سختی سره لري .
زما بیړی ډکه ده او ستا لپاره پکښي خالي ځای نسته .
میني په ناهیلی سره بل لوري ته وکتل او سترګي یی پرغرورونښتې او له هغه څخه یی دمرستي سوال وکړ.
غرور ورته په جواب کي وویل : ته لنده یی او که زه ستاسره مرسته وکړم نو نه یوازي زه بلکي زما دا ښکلې او ترنوروټولو مظبوطه کښتی به راته لنده او خیرنه کړې ، په ډېرتکبریی مینه دخپلې کښتی دڅنډو څخه دسیلاب قهرجنو څپوته ټېل وهل .
خړي اوبه وارپه وار ډېریدې ، او مینه یی لاهم پخپل غېږ کي رانغاړله .
پوهه او نورورڅخه ډیرلیري ول او هیچا دمیني ږغ نه اوریده .
ترڅو چي شهوت میني ته نږدې ځان راورساوه ، میني له شهوت څخه دکمک خواست وکړ.
اې هوس او شهوته ! زه ډوبیږم ما وژغوره .......
خو شهوت پخپله شیطاني لهجه ورته وویل : اې میني ! له ډیري مودې راهیسي دیوې داسي شیبې په تمه وم ، ترڅو له منځه وړل دي پخپلو غبرګوسترګوووینم .
ځکه چیري چي به ته وي هلته زما خوارلپاره ځاي نه پیدا کېده ، همدا ته وې چي تل ترماغوره اوزما دسپکاوي سبب ګرځېدې.
میني له ټولو څخه په ناهیلی ځان دسیلاب بې رحمه څپوته وسپاره ، خو دډوبیدوپرمهال یی یوه غښتلې څېره ترسترګو سوه چي دژغورني لپاره ددې پرلور راځې .
خو مینه نور ونه پوهیده اودبې هوښی په حال کي یی ځان تقدیرته وسپاره .
یوه ورځ وروسته یی په آرامی سره سترګي پرانیستې ، آسمان شین او صاف وو ، دباران اوسېل درک نه لګیده او شین ټاپویوځل بیا دآرام ساه اخېسته .
میني خپل راسته اړخ ته پوهه ولیده او یوازي یی ورڅخه یوه پوښتنه وکړه .
پوهي ! زه چا وژغورلم؟
پوهي یی په جواب کي وویل : اې میني ! ته وخت وژغورلې
هوکې یوازي وخت دی چي کولای سي دمیني عظمت او ارزښت درک کړي.