دپښتني د ودېزو شجرو پر بنسټ لودين غر غښتي پښتانه دي چې دافغا نستان په بيلا بيلو سيمو او ولا يتونو کې ميشته دي ٠
دلودين د قبيلې خلک دافغا نستان د ننګر هار ، کند هار،زابل، کندز ،بلخ ،هرات ، لو ګر او کابل په ولا يتونو کې استوګنه لري٠
دننګر هار په ولايت کې د لو دين دقبيلې خلک ددغه و لا يت دکامې او کوز کو نړ په ولسواليو کې او سيږي ٠همداراز دلو ګرولايت لودين ددغه ولايت دمحمد اغه او پل علم په ولسواليو کې ميشته دي٠ په همدې ډول دبلخ ولايت لو دين ددغه ولايت د مرکز مزار شريف او دد ولت اباد په ولسوالۍ کې استوګنه لري٠
د لو دين دپښتنو پا تې بر خه د غلجيو پښتنو په سيمو کې په خواره واره ډول سره اوسيږي. يوشمېر لو دين د سهيلي پښتو نخوا د مرکز کو ئيټې په شا او خواکې هم استو ګن دي ٠
پاتې دې نه وي چې دننګر هار په ولايت کې ميشته لو دين چې ددغه ولايت په کامې او کوز کو نړ ولسواليو کې استو ګنه لري ،ددوی شمېرد افغا نستان مرکزي سر شميرنې دادارې له خواچې په ١٣٦٠ ليږديز کال کې تر سره شو ١١٨٩ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې اوس يې په شمېر کې ډېرز يا توالی راغلی وي(١)٠
دلودين قبيلې پخپلې غيږ کې ډېر پو هان او نا متو کسان روزلي دي چې کولای شو دلا ند نيو کسا نو نو مو نه ياد کړو:
- ښاغلی سر محقق ارواښاد ډاکټر دولت محمد لو دين چې دپښتو ژبپو هنې په بر خه کې يې دافغا نستان دعلو مو په اکيډيمۍ کې د قدر وړ کارونه کړي دي٠ دده دژباړل شوو کتابونو نه د عباس سرواڼي د شير شاهي تاريخ او هم د ټام ساير نو مو نه اخيستلی شو٠ بايد زياته کړو چې ارواښاد دافغانستان د علو اکيډيمۍ دپښتو څيړودنړيوال مر کز رئيس او دعلومو اکاډيمۍ د مر ستيال په تو ګه هم دندې سر ته رسولي دي٠
-د لودين د قبيلې پورې اړوند بل تن ښاغلی جاويد لودين دی چې ا وس دافغانستان د بهر نيو چارو په زارت کې سياسي معين يا مر ستيال دی ٠ نو موړي په لويې بر يتانيا کې په حقوقو او سياسي علو مو کې خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولي دي او په کا ناډا او ناروې کې دافغا نستان دلوی سفير په تو ګه يې هم دندې سر ته ر سولې
دي٠
- دلودين د قبيلې پورې اړوند بل تن ښاغلی ډاکټر عزيز الله لودين دی چې دهرات ولايت دلو دينانو نه دی او د څه مودې لپاره دافغا نستان د ټو لټا کنو دخپلواک کميشن (کميسيون) مشر واوا وس دافغا نستان د فساد سره دمبارزې داداري مشر دی ٠
همدارازدلودين په قبيلې پورې اړوند بل تن ښا غلی جنرال عتيق الله لو دين دی چې پو ځي زده کړې لري او دلو ګر ولايت دمحمد اغې دولسوالۍ دلودين په قبيلې پورې اړه لري٠نو موړی تر څه مودې پورې دلو ګر دولايت دوالي په تو ګه هم دنده سر ته رسولې ده(٢)٠
لنډه داچې لودين په افغا نستان کې يوه مشهوره پښتني قبيله ده٠
------------------------------------------------------------
١-معلو مات مختصر در باره اقوام وقبائل ولايات سر حدي کشور،١٠ مخ٠
٢- دلو دين دقبيلې په اړوند زما(ډاکټر لطيف ياد) شخصي يادداشتونه٠