ماخو ویل چې ته به دومره درد نه کوې،ژربه ښه کېږې؛ځکه مې درکې دمالوچوسپین پشم کېښوده او وېده شوم. زه څه خبروم چې ته به ما دومره زوروې چې په نیمه شپه کې به مې له خواږه خوبه اوباسې؛خو دغوږ درده! تا هم بلا وکړه په ښه پلمه دې راڅخه ځان خلاص کړ، ته چې په درد شوې زه دې په (وې اوبې)کړم.تا چې درد زیات کړ،ما خپلې سترګې پټې کړې او د(وې مورې! وې مورې!)چغې مې پیل کړې ؛خو چې کله مې سترګې خلاصې کړې مورمې په نظر رانه غله،په تپه تیاره کې یوازې وم،ښې چغې مې اووهلې؛خو چاهم ځواب رانه کړ تا خو ونه ژړولم ؛خو د(وې مورې! وې مورې!) نارومې غونی سیږکړاو غوټۍ،غوټۍ اوښکې مې پرمخ را وبهېدې. دغوږ درده! ته مې هیرشوې،زړه مې درد اوزږیروې شروع کړل اوپړمخه پرې وتم؛خو کله مې چې لوند بالښت په مخ یخ ولګېده ؛نو را بیدارشوم ؛خو دا مې دیاده وتي وه چې زما کوم ځي درد کاوه.