فتوی نمبر (۲۶۵ .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
مستفتي:حافظ محمدشريف نقشبندي؟
زماپوښتنه په تصوف کښي ولايت ددرجوپه اړه ده په دې ډول چي دولايت درجې دکوموکوموانبياؤ زيرقدم دي او ورته منسوبي دي؟
محترمه وروره ! علماوو دطريقت ذکرکړيدي چي ولايت پنځه مرتبې لري په شماردلطائفوخمسه ؤ:
اوله درجه دولايت چي دقلبې لطيفې مقام دئ لاندي ترقدم دحضرت آدم (عليه السلام ) اورب يي صفت دتکوين دئ .
اودوهمه درجه دولايت چي مقام دلطېفې روحي دئ لاندي ترقدم دحضرت ابراهيم (عليه السلام ) دئ اوپه دې کښي ادم ثاني حضرت نوح (عليه السلام ) هم اشتراک ورسره لري ، اورب ددوۍ دواړوصفت دعلم دئ کوم چي له صفاتوذاتيه ؤ دالله پاک څخه دئ .
اودريمه درجه دولايت چي مقام دسري لطېفې دئ ، لاندي ترقدم دحضرت موسی عليه السلام دئ ، اورب دده مبارک شان دکلام دئ.
اوڅلورمه درجه دولايت چي مقام دخفي لطېفې دئ لاندي ترقدم دحضرت عیسی (عليه السلام ) دئ ، اورب دده مبارک له صفات سلبيه ؤ څخه دئ اواکثرملائکه له ده مبارک سره په دې کښي اشتراک لري .
اوپنځمه درجه چي مقام دلطېفې اخفی دئ لاندي ترقدم دحضرت مـــــــــــــحمــــــــد (صلي الله تعالي عليه وسلم ) دئ ، اورب دده مبارک شان العلم دئ کوم چي دطريقت داستاذانوپه اصطلاح کښي رب الارباب ورته ويل کيږي.
والسلام ومن الله التوفيق.