په قيامت کي دمحمدي امت له نورو امتوڅخه ړومبيتوبونه:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49786
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-06-11

فتوی نمبر (۲۶۵ . 

مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:ډاکټرجميل/ کندهار/افغانستان.
ومحترم استاذعلامه صاحب ته اول سلامونه وړاندي کوم وروسته له سلامه زه پوښتنه  لرم په دې ډول چي زموږ دنبي (صلي الله تعالی عليه وسلم )   امت دقيامت په ورځ له نورو امتوکوم کوم ړومبيتوب لري؟؟ ستاسودصحت په هيله؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم

 محترمه وروره ! دمحمدي امت اخروي ړومبيتونه ټول والله پاک ته معلوم دي خويوڅوبه زه درته ذکرکړم :
علامه مناوي (رحمه الله) په «فيض القديرشرح جامع الصغير/ج۱/ص۵۳» کښي دابن قيم (رحمه الله) په حواله په دې اړه څه بيان ذکرکړئ دئ چي پخوړ يې دادئ چي :
دمحمدي امت اول ړومبيتوب پرنورو امتوباندي دادئ چي دقيامت په ورځ به ترنورو ټولو امتوله مخه مـــــحمـــــدي امت له قبرو څخه ژوندي راپورته کيږي .
اودوهم ړومبيتوب يې دادئ چي مـــــحمـــــدي امت به ترټولوله مخه دحشرګاه دورځي وفيصلې ته وروړاندي کيږي .
اودريم ړومبيتوب يې دادئ چي تر ټولوامتوله مخه به محمدي امت پرپل صراط باندي تيريږي.
اوڅلورم ړومبيتوب يې دادئ چي دټولوامتوبه مخه دوۍ وجنتوته داخليږي.
والسلام ومن الله التوفيق