دغصې په حالت کښي طلاق اچول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50050
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-06-26

فتوی نمبر (۲۶۹ . 

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي: سميع الحق پېښور
 
قدرمن اودافغانستان وتلي اوپياوړي عالم ته دزړه له کومي سلامونه وايو پس له سلامه زه سوال لرم کچيري جواب راکړي شونوډېربه خوشحاله شو.
کچيري ديوسړي له خپلي ښځي سره جنګ اوشی اوخبره تردې حده ورسي چي دمېړه له خولي بیهوده،فحش اوبدی خبری په داسي حال کښي  ووځي چي حواس يې پرځاي نه وي اوپه څه نه پوهيږي نوپه داسي حال کښي کچيري دمېړه له خولې څخه طلاق ووتئ نوپه داسي حالت کښي طلاق واقع کيږي  اوکه يا؟ ستاسودجواب په انتظار.

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:

کله چي دمېړه غصه دې حالت ته اورسيږي چي په هيڅ نه پوهيږي اوحواس يې بې ځايه شي نوپه داسي حال کښي طلاق نه واقع کيږي.(
قال الشامي:«الثاني ان يبلغ النهاية فلايعلم مايقول ولايريده فهذالاريب انه لاينفذشيءمن اقواله.الخ.
وقال قبيله نقلاعن الخيرية وسئل نظمافيمن طلق زوجة ثلاثافي مجلس القاضي وهومغتاظ مدهوش فاجاب نظماايضا بان الدهش من اقسام الجنون فلايقع.)