دفاسقی ښځي دطلاق اومهرمسئله :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50051
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-06-26

فتوی نمبر (۲۷۰ . 

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي: نسيم کنړ.
يوسړي خپلي ښځي ته په لمانځه ،پرده کولو وغيره کارو باندي  تاکيدوکړ اوښځه په دې کار سره خفه شوه اودپلار کره ولاړه اودفسق اودشرک کارونه يې شروع کړل اودمېړه څخه طلاق  غواړي اومېړه طلاق نه ورکوي نوپه داسي حال  کښي څه حکم دئ،ښځه ددې باوجود چي دداسي کارونو مرتکبه ده دمهرحقداره ده که يا؟

الجواب ومنه الصواب


نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
په داسي صورت کښي طلاق ورکول مناسب دئ که څه هم واجب نه دئ.
خوشامي ويلي دي :چي کله امساک بالمعروف فوت شي نوطلاق ورکول واجب دئ.
نودشامي دقول مطابق ودې ښځي ته طلاق ورکول واجب دئ.
خوکچيري داښځه تائبه (توبه ګاره) شي نوبياطلاق ورکول ضروري نه دي .
اوښځه که مدخوله وه نوټول مهر(وَروَل) واجب دئ،خوکه مدخوله نه وه نونيم مهرواجب دئ.
والسلام ومن الله التوفيق.